د طیب بریال ليکنه
 
لکه څنګه چې د طالبانو د واکمنۍ له پرځیدو وروسته افغانستان یو ځل بیا ددې جوګه شو چې ریاست یې جمهوري بڼه غوره  کړي، نو په دې سره خلکو ته هم دا حق ورکړل شو  چې خپل ولسمشرپه خپله وټاکي او همدا ډول د پارلمان او ولایتي شوراګانو لپاره خپل استازي د رایو په واسطه سره وټاکي.
  
په افغانستان کې د تیر ځل دوه وارې ټاکنو سره سره بیا هم ولس په دې ونه وتوانیده چې له خپلو مشرانو څخه رضایت تر لاسه کړي او ولس ته د پام وړ کارونه ترسره کړي ، د پښتو متل دی وایې وار تیر نه !  دا چې افغانستان مهم راتلونکی په مخ کې  لري نو مهمه ده چې ولس  دقیق واوسیږي.
  
دلته کوم اړخونه مهم دي چې ولس ورباندې سر له ننه فکر وکړي ، که له حکومته یا د رایو په ورکولو د نومول شویو کسانو څخه د ولس ناهیلی ته وکتل شي نو معلومه خبره ده چې ولس په دې کې پاتې راغلی دی چې خپله رایه یو داسې چاه ته وکاروي، چې د افغانستان د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او په اداره کې سمون رامنځ ته کړي.
 
تر ټولو مهم یې په ولس کې د سیاسي شعور د غوړیدو لپاره کار کول اړین دي ، دا چاره مدني فعالان او باسواده ځوان نسل کولای شي.  
که مدني فعالان په یو غږ د ولسمشری او ولایتي شوراګانو لپاره پر وړ کسانو فکر وکړي او خپل غږ د ولس غوږونو ته ورسوي، نو تر ډیره به باسواده طبقې د خوار او بیچاره ولس پر وړاندې خپل حق ادا کړی وي.

سواد لرونکو او په سیاست پوه کسانو ته په کار ده چې د هر ډول خپلو شخصي ګټو لاس په سر شي او د ولس لپاره په خپل فکر داسې کسان ونوموي چې د راتلونکي مهم حالت د مثبت بدلون لامل وي د ولس پر خولو دوه زره څوارلسم کال برخلیک ټاکونکی کال ګرځي راګرځي، له ولس سره ویره ده چې خدای مه کړه د افغانستان حکومت به خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي اقتصادي بحران به رامنځ ته شي او تر ډیره به د پخوا په څیر د افغانستان خلک په ستونزو کې راګیر شي.
 داپدیده د ولس سره له هغې وروسته پیدا شوه چې په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو د وتلو وویل ، ولې دومره ناامیده یو ولې پر خپلو وړیتاوو بې باوره یو درې ګونې قواوې مو تربل هر وخت پیاوړې دي.
ځوان نسل مو په تیره لسیزه کې تر بل هر وخت د تعلیم په ګاڼه سمبال او قدمونه مخکې ولاړ دی  
د ښه راتلونکي لپاره کلک هوډ په کار دی ، په ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره وړ کسانو ګومارلو ته اړتیا ده دیوې باثباته پر ځان باوري ادارې لپاره د وړ کس ټاکل اړین دي نو اې ځوان نسله خپله وړتیا دې په خپله مه وژنه راشه د باور پر اس سپور شه خپله رایه دې وکاروه او وړ کس انتخاب کړه.
 
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال خپل نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې