د واحدیارعبدالرحیم زی ليکنه
څرنګه چې په ټولوولسواکوټولنوکې ټولټاکنې دیوه مهم اصل په توګه منل شوي اوپه ټولوولسواکوټولنوکې داهم منل شوې چې دټولټاکنوپه اړه باید داسې شرایط برابرشي ترڅوخلک دخپلوهېوادونودقوانینودغوښتنې له مخې په ټولټاکنوکې ګډون وکړي اوهروګړی له خپل اساسي حق څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي
که مونږ دافغانستان اساسي قانون ته پام وکړونو داساسي قانون په (۳۳) مه ماده کې وايی دافغانستان اتباع دانتخابولواوانتخابېدلوحق لري ، یعني دافغانستان ټول په شرایطوبرابرکسان کولای شي چې چې هم ځان نوماند کړي اوهم دخپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي ، پورته مادې ته په کتنې سره له ورایه ښکاري چې دافغانستان ولسونوته اساسي قانون حق ورکړي اوخلک کولای شي په پوره قوت له دغه حق څخه ګټه پورته کړي ، که اوس مونږ دهېواد دننه حالاتوته وګورونودټولټاکنوخپلوا کمیسیون دمخه اعلان کړی دی چې د۱۳۹۳ دوري دمیاشتې په ۱۶مه نېټه به زمونږ په هېواد کې دجمهوري ریاست اوولایتي شورا ګانوټولټاکنې ترسره کیږي ، خودراتلوونکوټولټاکنوپه اړه ځینې مهمې ستونزې اواندېښنې پرمخ کې پرتي دي ، په هېواد کې دننه اوله هېواد بهرځیني سیاستوال وايي چې په هېواد کې ټولټاکنې ناشوني دي باید موقته اداره یاعبوري حکومت جوړشی ، ځینی وايي چې دنوما ندانودشمېردکمولولپاره باید ملي اجماع جوړه شي ، په ځینوولایتواودهېواد په پلازمینه کابل کې هم په ځینوغونډوکې غوښتنې شوي چې ټولټاکنې دناامنیوله کبله ناشونې دي باید دټولټاکنوپرځای په نوروبدیولاروچاروفکروشي ، اوویل کیږي چې ځینی ډلې بیا دموجوده حکومت د دوام غوښتنه کوي ، که مونږ دغوټولواندیښنوته وګورولومړی باید دافغانستان دملي وثیقي په توګه داساسي قانون غوښتنو ته لومړیتوب اوترجیح ورکړل شي ، نه دځینولوریوغوښتنوته.  
غواړم په دغه لیکنه کې دپورته ستونزواواندیښنوپه اړه داساسي قانون غوښتنواودافغانستان موجوده شرایطوته په کتنې سره داسې دلایل وړاندې کړم چې ترڅوزمونږ په هېواد کې شته ستونزې اواندېښنې په ګوته اودحل لارې ورته ولټول شي اوپه ټولټاکنوکې ټول ښکیل لوري اومسئول ارګانونه خپل مسئولیتونه په پام کې ونیسي اودټولټاکنولپاره لازم شرایط اوزمینه برابره کړي.   
۱= دټولټاکنوپه وړاندې اندېښنې
لومړی : دملي اجماع دجوړېدوغوښتنه : داساسي قانون غوښتنه داده چې باید په راتلوونکي کال کې ټولټاکنې ترسره شي او داساسي قانون په ۳۳ ماده کې ویل شویدي هرافغان چې شرایط یې پوره کړي وي کولای شی هم ځان نوماند اوهم رایه ورکړی ، که دمختلفودلایلوپربنسټ داسې زمینه برابریږي چې دملي اجماع له نامه څخه په ګټې اخیستنې دزورفشاراویا نوروعواملوپربنسټ ځینی نوماندان په دې مجوريږي چې دوی په ټولټاکنوکې دنوماندۍ له حق څخه تېرشي نوداپه دې ماناده چې داساسي قانون د۳۳ مې مادې خلاف یوشخص له خپل اساسي حق څخه محرومیږي ، خوکه چېرته دغه ملي اجماع په داسې ډول جوړیږي چې ټول نوماندان پکي په خپله خوښه ګډون وکړي اوپه خپله خوښه له خپل اساسي حق څخه یوه نوماند ته تېریږي نوبیا باک نه لري ، ځکه که هرنوماند دځانګړوملحوظاتوله مخې دیوه مصلحت په ترڅ کې له خپلوپلویانوسره له سلا مشورې وروسته دملي اجماع په غونډه کې له یوه نوماند څخه ملاتړکوي دابیا غوره لاره اوښه پرېکړه ده.  
دوهم : د موقت یا عبوري حکومت د جوړېدوغوښتنه  
کله چې دبن د توافقاتوپربنسټ په افغانستان کې موقته اداره جوړه شوه ، انتقالي اداره ، اوبیا انتخابي اداره دجمهوررئیس کرزي په مشرۍ دانتخاباتوله لارې رامنځ ته شوه ، دوهم ځل په انتخاباتوکې جمهوررئیس کرزی دافغانستان دولسونودرایوپه اکثریت دافغانستان ولسمشروټاکل شو، له هغه دمه تردې دمه دافغانستان دولت که ځینې ستونزې لري خوپه ځینوبرخو لاسته راوړنې هم لري .
که چېرته مونږ یوځل بیا دموقتي ادارې یاعبوري حکومت وړاندېزومنو نودا په دې ماناده چې مونږ یوځل بیا خپل کارله صفرڅخه پیلوو، اوپه راتلوونکي کې به له ډول ډول ستونزوسره مخامخ شو، اوددغه ډول وړاندېزمنل بیا دامانه لري چې افغان دولت په کلي توګه په تېرودولس کلونوکې له ناکامۍ سره مخامخ وو،اودولت په تېره دوره کې هېڅ ډول لاسته راوړنې نه درلودې ، اوبل داچې څوک ددې تظمین ورکولای شي چې موقته دوره به په ۱۸ میاشتواویا دوه کلونوکې وکولای شي چې دټاکلې دورې له تېریدووروسته داسې زمینه برابره کړي چې په سیاسي ډګرکې به داسې لاسته راوړنې ولري چې په هېوادکې ټولې شته ستونزې حل اوراتلونکې حکومت ته داسې زمینه برابره کړي چې دانتخاباتواویا نوروبد یلولاروڅخه په ګټې اخیستنې به دخلکوپه خوښه ، ددیموکراسۍ په اصولوبرابر، ملي اودولس ګټوته ژمن ، له نړیوالواوګانډویوهېوادونوسره د برابرۍ په اصولوجوړنظا م ته لاره هواره کړي ؟
که داسې ونه شي اوموقته اداره لاسته راوړنې ونه لري اودمختلفولایلوله مخې ونه توانیږي چې ښه پرمختګونه وکړي نودابیا بله لویه ستونزه او دتېرودولس کلونو نسبي لاسته راوړنې به په لوی لاس په سین لاهوشي.  
دریم: دموجوده حکومت دوام .
زه په دغه لیکنه کې ترهرڅه زیات داساسي قانون په غوښتنوډېرټینګارکووم داساسي قانون د۶۲ مې مادې په دریم بند کې وایي چې ( هیڅ شخص نه شي کولای چې له دوودوروزیات دجمهوررئیس په توګه وټاکل شي ) پورته مادې ته په کتنې سره له ورایه ښکاري چې دموجوده حکومت دوام یا ددریم ځل لپاره دجمهوررئیس دپاتې کېدل اساسي قانون له غوښتنې سره برابرنه دي .
خوویل کیږي جمهوررئیس کرزي اوپه ارګ کې حاکم ټیم دموجوده حکومت په دوام کوشش کوي اونه غواړي چې دارګ له ماڼۍ ووځي ، که دغه هسې دناامنۍ اویا نوروبهانوله امله دوام وکړي اوجمهوررئیس کزی بیا هم له حاکم ټیم سره په واک کې پاتې شې دابیا داساسي قانون ترپښولاندې کول اوپه لوی لاس هېواد دتشنج ګډوډۍ اوناامنۍ خواته بیول دي.  

بل داچې داساسي قانون د۶۱مه ماده کې وايي چې د جمهوررئیس دکارترپای ته رسېدودمخه دنوي جمهوررئیس دټاکلولپاره انتخابات له دېرشوترشپیتوورځوپورې موده کې ترسره کېږي ، که موجوده حکومت له انتخاباتوپرته دوام کوي دامانالري چې داساسي قانون ا۶مې مادې خلاف کړنه ترسره کیږي.  
که په مطبوعاتي کنفرانسونوکې وګورونوجمهوررئیس کرزی په خپله څوځله په ټولټاکنوټینګارکړی دی اوویلي دي چې پرته له ټولټاکنودافغانستان راتلونکی سیاسي زعامت اومشرتابه نشي رامنځ ته کېدلای ، خوویل کیږي چې دجمهوررئیس کرزي خبرې له عملي کړنوسره توپېرلري اونه غواړي چې له واکه لرې شي که جمهورئیس داساسي قانون خلاف په واک کې پاتې شي اودتېرولس کلنومافیایي سیستم اوچارواکي یوځل بیا دولس په اوږوباراوځانونه په زورپه ولس ومني دابه ددولت مخالفینو، په جګړه کې ښکیلولوریو، اوافغان ولس ته ددې لاره هواره کړي چې دیوه قانون ماتوونکي نظام په توګه یې په وړاندې ودریږي اودغه ډول په خلکوتپل شوی اوخپلسری نظام راوپرزوي ، زه په دې باوریم چې لوی زیان به یې افغان بې وزله ولس ته ورسېږي.  
څلورم: ځینی خلک وايي چې دناامنیوله امله ټولټاکنې ناشونې دي .
داباید ومنوچې دافغانستان دځینوسیموامنیت خراب دي اوتراوسه هم زمونږ په هېواد کې جګړه روانه ده ، خوکه دلته هم داساسي قانون ۸۳ یمې مادې ته وګوروپه دغه ماده کې وايی چې ټاکنیز اوورسره نورمربوط مسایل دانتخاباتوپه قانون کې ټاکل کیږي ، اودانتخاباتوپه قانون کې باید داسې تدبيرونه ونیول شي چې چې انتخاباتي نظام دافغانستان دټولوخلکولپاره دعمومي اودعادلانه استازیتوب تامین کړي.  
داپه دې ماناچې د هېواد ټولوخلکوته باید په انتخاباتوکې دګډون یوشان زمینه برابره شی ، پورته ماده دولت مسئولیت ورسپاري ترڅوټولوخلکوته دټاکنوپه برخه کې لازم شرایط برابرکړي خوکه دکابل ښاراوځینولایتونوکې غونډوترړواوغوښتنوته وګوروویل کیږي دارګ په اشاره ځینی والیان ، دولسي جرګې غړي اوځيني نورسیاستوال کوشش کوي چې دناامنیوپه نامه ټولټاکنې ترسره نه شي اوموجوده حکومت دوام وکړي.  
زمونږ دټولنې لوی اکثریت اوس دموجوده حکومت له فساده ، بې باکۍ ، تمبلۍ ، دظوابطوپرځای دروابطوحاکمیت ، دچارواکوله خوا دچورچپاول ، دولس ګټوترپښولاندې کولو، ددوی دناسم سیاست له امله د روانې جګړې دوام ، وژنو، په کورنیوچاروکې دپردیواوګاونډیوبربنډولاسوهنوخلک پوزې ته راغلي اونه غواړي چې نوردغه داږوبارنظام وزغمي اویوځل بیا ددوی په اوږوبارپاتې شي، که یوڅوتالي څټي دحکومت غوړه مالان دخپلوشخصي ګټودلاسته راوړلو، چوکیودساتلولپاره هرڅومره دحکومت دپاتې کیدواودوام چیغې ووهي زه په دې اندیم چې ولس یې ورسره نه مني ولس ددغه نظام بدلون دټولټاکنوله لارې غواړي.  
غواړم په دغه لیکنه کې حکومت ،ټول ښکیل لوري ، اوولس متوجه کړم ترڅوپه هېوادکې ټولټاکنې وشي او داساسي قانون خلاف دنوروتش په نامه بدیلولارومخه ونیول شي.   
۱= دامنیتي ارګانونومسئولیت
امینتي ارګانونوپخوا دټولټاکنو له کمیسیون سره ژمنه کړې وه چې د۶۸۰۰ څخه دزیاتوټاکنیزومرکزونوامنیت به ساتي خواوس ویل کیږي چې امنیتي ارګانونوویلي دي چې دوی ددغومرکزونودنیمایي امنیت نشي ساتلي ، چې دغې ستونزې له خلکوسره لویې اندیښنې پیداکړیدي ، اوځینی خلک اوس وايی چې که دغه ډول امنیتي وضعیت شتون ولري نودټاکنوترسره کېدل ستونزمن کاردی یوه بله لوه اندیښنه داده چې جمهوررئیس کرزي په امنیتي اداروکې نوي بدلونه رامنځ ته کړه کورنیوچاروزورات ته یې عمرداودزی ، اوملي امنیت ته یې بیرته نبیل راوست ترڅودانتخاباتوکې له ده اویا دده له ټیم سره مرسته وکړي ، که په ریښتیاهم امنیتي ارګانونه دقانون خلاف دکرزي به اشاره دغه ډول کرنې ترسره کړي دابه هم ډيرې لویې ستونزې وزیږوي.  
بایدامنیتی ارګانونه ترډېره بریده کوشش وکړي له خپل پوره واک اوځواک څخه په ګټې اخیستنې په ټول هېواد کې دټولټاکنوپه ورځ امنیت وساتي ترڅوخلک وکولای شي په ټولټاکنوکې برخه واخلي ، ځکه اوس په ټولیزه توګه امنیتي مسئولیت افغان لوري ته سپارل شوی اولوړپوړوحکومتي چارواکودامنیتي مسئولیست دلېږد په وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې امنیتي ارګانونه اوس ددې جوګه دي چې دټول هېواد امنیت وساتي ، دوی باید دټولټاکنودیوې ټاکل شوې ورځې لپاره له خپل ټول قوت څخه کارواخلي اوټولټاکنوته زمینه برابره کړي.  
۲= دټولټاکنودخپلواک کمیسیون مسئولیت.
څرنګه چې دټولټاکنودخپلواک کمیسیون په غړواونویوټاکل شویوکمیشنرانونیوکې کیږي چې دوی دقومي سمتي ، ژبنیواونورومصلحتونوپربنسټ ټاکل شويدي اوداسې اندیښنې شتون لري چې دوی به یوځل بیا دتېرپه څیردچارواکواوهغوکسانوچې په دوی یې احسان اوپېرزوینه کړې دهغوی په چوپړکې به وي ، هیله داده دټولټاکنوخپلواک کمیسیون باید ترډېره بریده کوښښ وکړي چې دهیڅ ګوندډلې اونوروزورواکوترفشارونولاندې رانه شي اوپه ناپلوۍ اوبې پرې توګه په ټول هېوادکې داساسي قانون د۸۳ یمې مادې له غوښتنې سره سمه ټولټاکنوته زمینه برابره کړي ، اودټولټاکنوپه برخه کې هیڅ کومې ډلې دفشارونوپه پایله کې مصلحت په پام کې ونه نیسي ،پرته له هرډول تبعیضه باید دکارتونووېش او دټاکنیزومرکزونوجوړیدلوته زمینه برابره کړي ، سر له اوسه باید دعامه پوهاي پروګرامونه دغږیزوچاپی اونورورسنیولارې پیل کړي اوخلک دټولټاکنوپه اهمیت پوه کړي ، په پلازمینه کابل اوولایتونوکې باید په خپلوکارکوونکولازم کنټرول ولري ترڅوهغوی دکوم یوه نوماند په پلوي اودبل په زیان کارونه کړي ، په دې اړه باید ځانونه ترډېره بریده ډاډه کړي چې په هیواد کې هیڅوک هم بې کارته نه دی پاتې شوی ، له علماووقومي مشرانو، دپوهنتونونوله استاذانو، دښوونځیوله ښوونکو، دمدني ټولنوله استازو، ولاتي شوراګانو، ولسي شوراګانو، دځوانانوله شوراګانو، اونوروګټورواوباوري لوریوسره باید مکررې ناستې اوغونډې ولري ترڅوهغوی په ټولنه اوخپلوسیموکې دټولټاکنوپه اړه له دوی سره مرستې وکړي اوټولټاکنې له درغلیوپرته ترسره اوخلک خپل استازي په راتلوونکي نظام کې وویني اوپه راتلونکي نظام باورولري زه باوریم که چېرته دټولټاکنوخپلواک کمیسیون له پورته یادوشویولوریوسره سلا مشورې ولري ، اویادشوي لوري هم په پوره اخلاص مرسته وکړي نوحتمي ده چې ټولټاکنې به پرته له ستونزوترسره اوافغانان به خپل سترارمان ورسيږي اوپه خپله خوښه اورایه به راتلوونکي مشرتابه وټاکي .
۳= ددولت اوپه جګړه کې دښکیلولوریومسئولیت
څرنګه چې ټولټاکنې ملي پوروسه ده اوهرافغان ته داحق ورکول شوی چې په ټولټاکنوکې ګډون وکړي ، نولومړی باید دولت په جګړه کې ټولوښکیلولوریوته داسې زمینه برابره کړي ترڅوهغوی هم پرته له هرډول وېرې راشي اوپه ټولټاکنوکې ګډون وکړي ، لکه کله ناکله چې دافغانستان ولسمشر په غونډواوکنفرانسونوکې په ښکیلولوريوغږ کوي چې دوی باید راشي اوپه ټولټاکنوکې ګډون وکړي داښه خبره ده ، خوکه دپردې ترشا جمهوررئیس کرزی اوحاکم ټیم موجوده ادارې ددوام لپاره کارکوي دخبرواوعمل ترمنځ واټن موجودوي نودابیا لویه تېروتنه اودولس په سترګوکې دخارواچول دي باید په جګړه کې له ښکیلولوریوسره لومړی دسولي په خبرواتروکې پرمختګ وکړي اوهغوی ته داسې تظمین ورکړي ترڅوهغوی ته دټاکنیزومبارزواویا په هېوادکې دښکاره ګرځیدوراګرځیدوله امله دکورنیواوبهرنیوځواکنوله خوا هیڅ ډول زیان ونه رسېږي ، په جګړه کې ښکیل لوري هم باید له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي ، دسیاسي مبارزې له لارې سیاسي ډګرته را ودانګي اوپه راتلوونکي نظام کې ځانونه ځای پرځای اودسیاسي قوت پرمټ دهېوادراتلونکي سم اوخپل ولس له روان کړکیچن حالت څخه وژغوري ،هیله ده په سیاسي مشرتابه کې ددوی دګډون له امله به زمونږ په هېواد کې سوله راشي ، جګړه د پردیواو ګاونډ یومداخلې به پای ومومي اوافغان ولس به وکولای شي چې دنړۍ دنوروهیوادونودخلکوپه څېرهوسا اوارامه ژوندوکړي.  
څرنګه چې راتلوونکی انتخابات زمونږ دهیواد راتولونکی ټاکی اوکه خدای مه کړه راتلوونکې ټولټاکنې هم دتېرپه څېرګډې وډې له درغلی اوحاکم ټیم له لاسوهنوسره مل ترسره شي ، نوپه راتلوونکي کې به په ټولټاکنودخلکوباورله منځه ولاړشي اودابه په افغانستان کې ددیموکراسۍ اوولسوالکۍ پرمخ تورڅپېړه وي او کوم نظام چې ددرغلیواویا نوروګډوډیوله لارې رامنځ ته کیږي دولس اوراتلوونکي حکومت ترمنځ به لوی واټن موجود وي خلک به هغه حکومت اونظام خپل استازی نظام نه بولي ، کیدلی شې دغه واټن ددې لامل شي چې ځینې خلک په لوی لاس ددولت دمخالفینولمنې ته ورولوېږي ، نړیواله ټولنه اوبهرني هېوادونه به هم دافغانستان راتلونکي نظام ته دباورپه سترګه نه ګوري ، افغانستان به دنړی اوګاونډیوهیوادونوسره دبرابرۍ داصل پربنسټ سمې اړیکې ونه لري ، دنړۍ دهېوادونوژمنه کړای شوې مرستې به هم زمونږ له لاسه ووځي ، که دجګړې ښکیل لوري هم په راتلوونکي نظام کې خپل ځانونه اوپه هره برخه کې خپل استازي ونه ویني هغوی به هم یوځل بیا دګاونډیواونوروهېوادونودڅارګرواداروپه منګولو اولمنوکې وروولویږي اوجګړه به زورواخلي ، دافغانستان ولسونه به یوځل بیا دجګړې په اورکې وسوځي اوکه خدای مکړه جګړه رامنځ ته کیږي دنیوي اواخروي مسئولیت به یې دهغه چا اوډولوپه غاړه وي چې هغوی دټولټاکنومخه نیسي اویا په ټولټاکنوکې ددرغلۍ اوګډووډۍ له لارې واک ته رسیږي.  
وروستۍ سپارښتنه
دیوه افغان په توګه زما سپارښتنه داده چې موجوده حکومت اوټول افغانان له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي ، دافغانستان راتلونکی خپل راتلوونکی وبولي ، په ټولټاکنوکې ترخپلوشخصي ګټو ملي ګټو اودولس هوساینې ته لومړيتوب ورکړي ، سیاسي مشران ، اودسیاسي ډګرهغه لوبغاړي چې ځانونه دولس ریښتیني استازي بولي هغوی باید په ریښتیني توګه دولس په زړونوکې ځای پیداکړي اودولس ریښتیني ملاتړله ځانه سره ولري اوپه ټولټاکنوکې دهرډول درغلیومخه ونیسي، نړیوال هم باید په پوره قوت اواخلاص په ټولټاکنوکې پرته له ناسمو لاسوهنومرسته وکړي ، ترڅودافغانستان راتلوونکی روښانه اوافغانستان دپرمختلووهېوادونوله کاروان سره یوځای ، له سیاسي اقتصادي ، فرهنګي ، ټولنیزواونوروپرمختګونوسره مل دپرمختګ لوړوپوړیوته ورسیږي.
  
 
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې .