دعبدالغفور ليوال ليکنه
ټاکنې راروانې دي ، راځئ افغانانو! یو استثنايي کار وکړئ!
راځئ دټولنیزو رسنیو په نړۍ او تاریخ کې یوداسې نوښت وکړئ ، چې نوره نړۍ هم پند ترې واخلي  
راځئ یو فیسبوکي کمپاین پیل کړئ. ! 
زه باور لرم چې په دې ملي کمپاین کې به په لاندې دلایلو سره یو لاس یاست:  
لومړی دا چې په دې کمپاین کې به دمشرۍ او کشرۍ کیسه نه وي ، دوهمه داچې دڅوکیو ، پیسو او امتیازاتو ستونزه هم نشته ، داټول هغه څه دي چې په حقیقي دنیا کې مو سره ورانوي خو د فیسبوک په مجازي دنیا کې مو نه شي سره ورانولای .
کمپاین ، داسې یو کمپاین ، چې منظم ، علمي ، هراړخیز او جدي وي.   
داکمپاین به دهیڅ کاندید په ګټه نه وي ، بلکې دا به د ولس په ګټه کمپاین وي ، زه د دې کمپاین جزیات په لاندې بڼه وړاندیزوم : 
  دا کمپاین به د ولس دراویښولو او روښانولو هڅه وي ، چې پوه شي ، څنګه ، ولې ، چاته او دکوم هدف لپاره رایه ورکړي ؟
  دلومړي ځل لپاره باید په دې بحث وشي ، چې څنګه ولس ځان دهغومېلیونرانو له تلپاتې حاکمیت څخه وژغورلای شي ، چې پر دوی زور زیاتی کوي ،په فساد کې ترستوني ډوب دي ، ددوی وینه څښي ، قانون ماتوي ، ددوی ټول حقونه یې دخپل انحصار تر پښو لاندې کړي دی ، خو له دې ټولو سره سره دخپلو اعمالو دمشروعیت دعوا دخلکو درایې پر بنسټ ګڼي او وایي که زه بد یم نو ولې خلکو رایه راکړې ده ؟
  په دې کمپاین کې به ټول تحصیل کړي ، چې فیسبوک کارولای شي ، په دې بحث وکړي ، چې کومې لارې چارې ، څنګه او څه وخت وکاروي ، چې خلک دخپلو رایو پر ارزښت وپوهیږي او په لوی لاس خپلو لیوانو ته مشروعیت ورونه بښي.   
  ښکاره ده چې دا کمپاین به د فیسبوک کاروونکیو لپاره نه وي ، ځکه دوی خوپه هرڅه ښه پوهیږي ، بلکې دا کمپاین به ددوی دهڅو او فعالیتونو دتنظیم او عملي کولو لپاره وي ، چې بیا له ولس سره کاروکړي او له دې ځایه رهبري شي.   
  ددې کمپاین لوری ( جهت ) به د کاندیدانو خواته نه، بلکې دولس خواته وي او دلومړي ځل لپاره به دا زبات کړي ، چې دافغانستان سبق لوستي هم دخپل هېواد برخلیک په مثبت بهیر کې بدلولای شي.  
  که سل زره فیسبوک کاروونکي افغانان په دې کمپاین کې برخه واخلي او هریو لږ ترلږه لس کسان روښانه کړي ، یو میلیون کسان کیږي ، چې همدومره خلک ایله رایه ورکړي ، په دې توګه ګوروچې ستاسو خوځښت ریښتینی او عملي بدلون راوستلای شي.   
په دې اړه فکر وکړئ ! څومره ممکن دی ؟ خپل نظر ولیکئ ! ددې طرحې دبشپړولو لپاره خپل وړاندیزونه سره شریک کړئ! ! او دتاریخ پر ټنډه دیوه افغاني نوښت ریکارډ ثبت کړئ  
 
يادونه : دغه ليکنه د د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې .