ميمنه(پزواک، ٢٢ لړم ۹۲):فارياب ولايت له ترکمنستان ولايت سره ګډه پوله لري او دخلکو داقتصاد ډېره برخه يې په غالۍ اوبدنه، کرنه او مالدارۍ ولاړه ده، که څه هم ددې ولايت د خلکو اقتصادي وضعيت د تېر په پرتله ښه شوی، خو له ستونزو سره مخ دی.
د اقينې بندر ددې ولايت په اندخوی ولسوالۍ او له ترکمنستان سره په پوله پروت دی، چې سوداګريز توکي په ځانګړي ډول نفتي او خوارکي توکي د منځنۍ اسيا له هېوادونو، اروپا، عربي اماراتو، ايران او چين څخه واردوي او ددې ترڅنګ لاسي صنايع او کرنيز توکي صادروي.
ددې بندر واردات د موټرو  له پرزه جاتو، د وسپنې او د ګول سيخ سامان الاتو څخه عبارت دي، پسته، بادام، او وطني صنايع لکه غاليو، ټغرو او د څارويو له پوستونو څخه عبارت دي.
 کرنه:
د فارياب د کرنې چارواکي وايي، چې ددې ولايت ۸۵ سلنه وګړي په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او په دې برخو کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
د فارياب د کرنې رييس اسدالله بهار وايي، چې د للمې دوه سوه زره هکتاره ځمکه او د کرنيزو اوبو ۱۸۰زره هکتاره ځمکه په دې ولايت کې شته، چې هر کال يې په کروندګرو د اصلاح شوو تخمونو ترڅنګ کيمياوي سره هم وېشل کېږی.
هغه زياتوي، چې سږ کال ۳۷۸متريک ټنه غنم کروندګرو ته ورکړل شوي، چې د حاصلاتو په ډېرښت کې يې د پام وړ رول درولود.
خو بهار وويل، چې دکرنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د اوبو د کمښت ، په وخت سره د بارانونو نه ورېدو او کرنيزو افاتو له امله سږکال د للمو غنمو په حاصلاتو کې ۷۴ سلنه او د اوبيزو غنمو په کښت کې ۴۶سلنه کمښت راغلی دی.
 د کرنې رييس وايی:(( سرکښې اوبه بايد ضايع نه شي او ورته سربندونه جوړ شي، چې له جوړېدو سره يې اوبه کروندو ته تنظيم او خلکو ته پوهاوی ورکړل شي، چې کرنيزې اوبه په لازمه اندازه ولګوي.))
کروندګرو ته اسانتياوې رامنځته شي، چې خپله ځمکه هواره کړي او له دې کار سره کرنه وده وکړي او د اوبو ضايع کېدو مخه ونيول شي.
بهار وايي، چې تر دې وړاندې کرنه سټنډرډ نه  وه، خو اوسمهال تخنيکي او سټنډر شوې ، درې زره جرېبه بڼوڼه جوړ شوي ، چې عمده هغه يې د ناکو، مڼو، شفتالو او انګورو بڼوڼه دي، چې محصولات يې له ولايت  څخه بهر هم صادرېږي.
ددې ترڅنګ د بڼوڼو لپاره نور لوازم لکه د درمل شيندلو پمپونه او د بڼوالۍ لپاره نيالګي وېشل شوي، چې تر فني روزنې لاندې دي.
 د کرنې رييس زياتوي، چې درې زره جرېبه بڼوڼه ايجاد شوي، چې په ځانګړي ډول د انګورو، مڼو، ناکو، شفتالو او نورو مېوو ونې په کې شته  دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د فارياب د مېوو بازارونو ته د چين او ازبکستان څخه د تازه مېوو په ځانګړي ډول مڼو او شفتالو راتلو ددې ولايت د مېوې بازارونه ساړه کړي دي.
بڼوال وايي، چې په ولسواليو کې د مڼو او شفتالو بڼوڼه له درې کاله انتظار وروسته په حاصل راغلي او دوی يې له حاصلاتو څخه رضايت لری.
  د قيصار ولسوالۍ د ينګي  کلي يو بڼوال حاجي محمد ابراهيم وايي، چې شپږ کاله وړاندې يې ۴۰۰د مڼو او شفتالو اصيل نيالګي ايښي ، چې تېر کال يې ښه حاصل ورکړ، خو سږ کال يې حاصل بيخي ښه و.
ده وويل، چې سږ کال يو من( اوه کيلو) شفتالو په ۷۰۰ افغانۍ او يو من مڼې په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېدې، په داسې حال کې ، چې تېر کال  تازه نيالګيو هم مېوه راوړې وه، خو بيه يې ترې ښکته وه.
دغه بڼوال زياتوي، چې خلک د قيصار مڼې او شفتالو خوښوي، ځکه چې هم تازه وي او هم يې کيفيت ښه او خوندور وي،  له همدې امله له چين او ترکمنستان څخه واردې شوې مڼې او شفتال  ښه کيفيت نه لري، بازار يې سوړ شوی.
 د ميمنې ښار د تازه مېوې يو هټيوال حبيب الله هم وايي: ‎(( له هغه وخته چې د قيصار شفتال  رسېدلي، نو چا بهرني شفتالو نه دي بيه کړي.))
دغه هټيوال زياتوي، چې يو کيلو وطني شفتالو يې په سل افغانۍ اخيستي او په ۱۳۰ افغانۍ يې پلوري، چې ښه عايد لري.
ده وويل، چې په نږدې وخت کې به د قيصار مڼې هم حاصل ورکړي او بازار به ګرم کړي.
 ملا ويس ، چې د فرانسوي، لبناني او ايراني شفتالو او مڼو پنځه سوه ونې لري، له خپلو حاصلاتو راضي دی او وايي، چې سږ کال يې د شفتالو دانې لويې دي او حتی د درېيو دانو وزن يې يوه کيلو کېږي.
خو هغه وويل:(( درمل خپله اخلو او په غير فني ډول يې کاروو، خو د کرنې رياست لا هم راته د درمل شيندنې سمه ‌طريقه نه ده ښودلې، چې څنګه يې ورکړو.))
 سوداګري او پانګونه:
د فارياب د اقتصاد رييس انجنير حفيظ وايي، چې په دې ولايت کې له کوچنيو پانګونو پرته لويې پانګونې نه دي شوي او د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی دی.
دی زياتوي، چې کار او کسب نه لري او ځوانان يې د وزګارتيا له امله ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران ته ځي، نو اړينه ده، چې دولت د کارموندنې زمينه ورته مساعده کړي.
 د فارياب د اقتصاد رييس وويل، چې د غاليو توليد ددې ولايت له مهمو لاسي صنايعو څخه دی، خو بازار نه لري او اړينه ده، چې د لاسي صنايعو او کرنې په برخه کې پانګونه وشي، چې د خلکو اقتصاد ورسره اوچت شي.
د فارياب د سوداګرۍ خونې عامل مدير حيات الله هم د پانګونې په اړه خبرې کوي او وايي، چې امنيت ورته د قناعت وړ نه دی، په خوا سوداګرو پانګونه کړې وه، خو اوس ورته زړه نه ښه کوي.
 نوموړى زياتوي، چې د ١٣٨٧او ١٣٨٨ کلونو په اوږدو کې د يخ او فانتا د توليد شرکتونو په فارياب کې فعاليت پيل کړى، خو دا چې توکي يې له بهر نه راوړل کېږي، نو له ستونزې سره مخ دي، چې دا کار د فابريکو د درېدو او ماتې سبب ګرځېدلى دى.
 د فارياب دسوداګرۍ خونې عامل مدير وويل، چې د سوداګرۍ وضعيت ښه نه دى، ځکه چې فارياب يو لرې پروت ولايت دى  او د سوداګرو وارد شوي مالونه عمده پلور نه لري، دا کار ددې سبب شوى، چې د فارياب زيات سوداګر په مزار شريف ښار کې پانګونه وکړي.
دده په خبره، سوداګر خپل مالونه د فارياب اقينې او د بلخ د حيرتان بندر له لارې واردوي او د اقينې بندر تر يوې کچې پورې  د سوداګرو د اقتصاد په وده کې موثر ثابت شوى دى.
 تر دې وړاندې سوداګرۍ خونې ويلي و، چې د اقينې ګمرک د کارکوونکو په وخت سره اجرا اتو د سوداګرو لېوالتيا لا زياته کړې ده.
د اندخوى ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې پخوانى مسوول عظيم مسګر د روان کال په لومړيو کې ويلي و، چې په تېرو کلونو کې له اقينې بندر څخه د سوداګريز مالونو د واردونکو سوداګرو شمېر ٤٠٠ تنه و، خو اوسمهال له زرو زيات دى، چې مالونه يې له ځنډ پرته د څو ساعتونو په جريان کې د قانوني پړاوونو تر وهلو وروسته لېږدول کېږي
 دده په خبره، پخوا داندخوى ولسوالۍ له مرکزه تر اقينې بندر پورې ٣٦ کيلومتره سړک خامه و، چې سوداګر يې دخپلو مالونو په لېږد کې له ستونزو سره مخ کړي وو، خو اوس پوخ شوى او سوداګرو ته هم لازمې اړتياوې رامنځته شوې دي.
 په دې پروژه تر ٢٢ ميليون ډالرو پورې لګښت راځي، چې دنړيوال اسلامي پراختيا نړيوال بانک له خوا ورکړل شوى او د فوايد عامې وزارت له خوا پلي کېږي.
د اقينه ګمرک په يوه ريګلنه سيمه کې واقع دى، چې د مينه ښار سره ١٦٠کيلومتره واټن لري.
پخوا داقينه ګمرک يو عمومي مديريت و، خو په دې وروستيو کې يې رياست ته ارتقا کړې او په تشکيلاتو کې يې هم ٥٥ تنه کار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې سوداګرۍ وزارت د اقيني صنعتي بندر ته د شپږ ميليون ډالرو له اختصاص څخه خبر ورکړى دى.
د سوداګرۍ پخواني وزير انورالحق احدي د روان کال په مني کې داندخوى ولسوالۍ له سوداګريزو تاسيساتو او اقينه بندر څخه د ترکمنستان په سرحد کې ليدنه وکړه او ويلي يې و، چې په دې صنعتي پارک کې به د غالۍ اوبدونکو په ګډون د ټولو صنعت کارانو لپاره صنعتي کارځايونه، د استوګنې کورونه، پارکينګ، سړک، د برېښنا پايې او د اوبو رسونې سيستم رامنځته کړي.
 دا صنعتي پارک په ١١٠٠ جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې درې کاله وړاندې يې   شاوخوا د جاليو په دېوال سره احاطه شوې ده.
دده په خبره، دا شپږ ميليون ډالره د پارک د ټولو اړتياوو لپاره بسنه نه کوي، بلکې اته ميليونه نورو ډالرو ته هم اړتيا ده.
د سوداګرۍ وزارت وړيا ځمکه هم د اندخوى سوداګرو او صنعت کارانو ته ورکړې ده، څو صنعتکاران او سوداګر و هڅول شي او کورني توليدات په ځانګړي ډول غالۍ وده وکړي.
 لاسي صنايع :
د افغانستان تر ټولو مشهورې غالۍ په فارياب کې توليدېږي، چې نړيوال شهرت لري. ددې ولايت د اندخوی، قرمقل، قرغان او خانچارباغ څلور ګونو ولسواليو د ۶۵ سلنه خلکو د ژوند اړتياوې له همدې لارې پوره کوي. ددې تر څنګ د دولت اباد، شيرين تګاب، خواجه سبزپوش، بلچراغ او قيصار ولسواليو اوسېدونکي هم په غالۍ اوبدنه بوخت دي، چې مشهورې هغه يې د علي خواجه، موري او تګاب شيرين په نامه يادېږي.
 د غاليو په صنعت کې تر ډېره ښځې لاس لري.
د فارياب دښځو چارو رييسه شريفه عظيمه وايي، چې د سوداګرو ښځو رسمي کمېټه نه لري، خو ښځې په خصوصي ډول لاسي صنايع جوړوي او عرضه کوي يې.
ددې په خبره، د فارياب په مرکز او اتو نورو ولسواليو کې دښځو د لاسي صنايعو هټۍ فعاليت لري، چې د ښځو چارو رياست ټولنيزو سازمانونو هغه را غونډ او پلوري يې.
مېرمن عظيمي زياتوي، چې د ښځو داقتصادي وضعيت د پياوړتيا لپاره هر کال ۲۰ زره ښځې په روزنيزو پروژو کې شاملوي ، کوچني پورونه ورکول کېږي، څو لاسي صنايع توليد او بازار ته يې وړاندې کړي.
 د ښځو چارو رييسه وايي، چې ښځې په ځانګړي ډول په ميمنه، اندخوی، قيصار، ګرزيوان او بلچراغ کې په غالۍ اوبدنه، ګلدوزۍ ، الچه( چپن) ګنډڼه خياطۍ او نورو لاسي صنايعو بوختې دي او د سوداګرو ښځو وضعيت هم د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
الچه يو ډول ورېښمينه چپنه ده، چې د پنبې او ورېښمو څخه جوړېږي او تر ۲ زرو افغانو پورې بيه لري.
سرچينې زياته کړه، چې د ښځو د ټولنو شمېر له ۲۰۰ څخه زيات دی او شپږ زره ښځې په لاسي صنايعو بوختې دي، خو د بازار له نه شتون سره مخ دي.
 هغه وويل:((د فارياب غالۍ اته لسيزې وړاندې صادرېدې، د اندخوی غالۍ له نړيوال شهرت نه برخمنې وې، خو سوداګر ددې ولايت په لاس ګنډل شوې غالۍ پاکستان ته وړي او هغه هېواد يې بيا په خپل نوم او مارکه بهرنيو هېوادونو ته لېږدوي.))
مېرمن عظيمي زياتوي، چې حکومت بايد مرسته وکړي، څو د ښځو لاسي صنايع په معياري ډول توليد شي، د غالۍ وينځنې دستګاوې او وړيو وېشنې دستګاوې دې ورته جوړې شي او وطني صنعت دې له هېواده مخامخ بهرنيو هېوادونو ته صادر شي، څو د افغانانو زحمتونه او خولې تويونې د نورو هېوادونو په نامه ونه پلورل شي.
د ښځو چارو رييسې وويل، چې د ترکي او ايراني ماشيني غاليو د توريد مخه دې ونيول شي.