Data Gathered Date: 

Tuesday, October 29, 2013 - 14:00

چغچران ( پژواک ٥ لړم ٩٢ ) : د غور ولايت د اوسېدونکو تر ټولو لويه غوښتنه د سړکونو او لويو لارو جوړول دي، خو ددې ترڅنګ د برېښنا، د کار زمينې برابرول او د پوهنې په برخه کې هم يو شمېر غوښتنې لري.
ددې ولايت يو تن اوسېدونکى ٢٩ کلن محمد ابراهيم وايي، چې د غور د خلکو ترټولو لويه غوښتنه د لويو لارو او سړکونو جوړول دي .
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې حکومتي چارواکي د غور ميدان ښار (ګردنه دېوال) او غور هرات د سړک د قير کولو د پروژې د پيل او پخولو خبرې کوي خو په عمل کې يې تر اوسه هېڅ کار ونه شو.
نوموړى وايي ، چې د غور خلک تر دوو ورځو سفر وروسته هرات ته رسېږي، خو که ياد سړک جوړ شي، نو داسفر به څلورو ساعتونو ته رالنډ شي .
د ابراهيم په وينا، اوس چې څوک کابل ته سفر کوي، نو هم يې شپه په لاره کېږي، خو که سړک يې جوړ شي، نو په پنځو ساعتونو کې کابل ته رسېدلى شي .
ددې ولايت د مرکز چغچران ښار يو بل اوسېدونکى حبيب الله وايي، چې د سړکونو د نشتوالي له امله خلک خپل ناروغان، کرنيز محصولات نورو ولايتونو ته نه شي رسولى، چې له امله يې د خلکو اقتصاد نه ښه کېږي .
د هغه په وينا، د سړکونو او لارو جوړول ددې ولايت د خلکو له مهمو غوښتنو څخه دي، خو حکومت په تېرو لسو کلونو کې دې لوري ته هېڅ پاملرنه ، نه ده کړې.
د ملا عبدالکريم په نامه دچغچران يوه بل اوسېدونکي بيا پژواک اژانس ته وويل ، چې ددې ولايت د خلکو تر ټولو لويه اړتيا د امنيت ټينګښت دى.
هغه وايي، چې د ژوند ټولې چارې امنيت پورې تړلې دي، که چېرې امنيت ښه شي، نو سړکونه به جوړ شي او د برېښنا پروژې به هم پلې شي .
د نوموړي په وينا، د ژوند ټولې چارې امنيت پورې تړلې دي تر دې پورې چې امنيت نه وي، نو خلک عبادات او فرايض هم په سمه توګه نه شي ترسره کولى .
ده زياته کړه : (( دداسې کليو جوماتونه راته معلوم دي، چې د امنيتي وېرې له امله خلک پکې لمونځونه نه شي کولى.))
ملاکريم له حکومت څخه وغوښتل ، چې دامنيت ټينګولو ترڅنګ په دې ولايت کې د وسلو راټولولو پروګرام سم پلى کړي، ځکه چې دده په وينا، ډېرې امنيتي ستونزې غير مسوولو وسله والو پيدا کړې دي.
ددې ولايت د چارسدې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى هم د امنيت دټينګولو ترڅنګ د خپلسرو وسله والو د مهار کولو غوښتنه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د شوروي اتحاد پر مهال د جهاد پر مهال له هرچا سره وسلې وې، خو اوس چې جهاد پاى ته رسېدلى ، نو په هر کور کې وسله شته او حکومت بايد دا وسلې راټولې کړي.
د غور ولايت يو تن اوسېدونکى غلام يحيى ، چې د هرات پوهنتون محصل دى وايي چې د خلکو تر ټولو لويه اړتيا او غوښتنه برېښنا ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ژوند ټولې چارې لکه صنعت، سوداګري، روغتيا، ښوونه او روزنه، الېکترونيکي خدمات، موبايل  او انټرنټ له دې سره تړلې دي.
دى وايي ، چې که په غور ولايت کې برښنا جوړ شي، نو د خلکو ستونزې به هوارې او په ورځنيو چارو کې به يې ډېر پرمختګونه راشي .
ده زياته کړه : (( په تېرو لسو کلونو کې ميلياردونه ډالر  راغلل ، خو د غور خلک له دې نعمت څخه برخمن نه دي.))
غلام يحيى وايي، چې په غور کې رود بهېږي، اوبه يې هرات او بيا له هغه ځايه ايران ته ځي او هغوى ته ترې ګټه پورته کوي، که دلته بندونه جوړ شي، نو ډېره برېښنا به جوړه شي.
د غور د تولک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى سليم بيا په دې ولايت کې د ښوونيز بهير د سمولو غوښتنه کوي.
هغه زياتوي ، چې نه هم مسلکي ښوونکي لري، نه ښوونځي ودانۍ لري او نه هم کتابونه په وخت زده کوونکو ته رسول کېږي .
د سليم په وينا، په مرکز او ولسواليو کې يو شمېر ښوونځي تش په نامه دي، د زده کړې بهير پکې ډېر تت دى او د زده کوونکو وخت پکې هسې ضايع کېږي .
دغه راز ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي له بېکارۍ هم شکايت کوي او زياتوي، چې د بې کارۍ له امله امنيتي ستونزې پيدا شوې دي.
د سيد محمد په نامه ددې ولايت يوتن اوسېدونکي له حکومت څخه وغوښتل، چې خلکو ته په دولتي کچه او خصوصي سکتور کې د کارونو زمينې برابرې کړي.