Data Gathered Date: 

Tuesday, October 29, 2013 - 14:00

غور د هېواد لوېديځ لور ته لرې پروت او وروسته پاتې ولايت دى، د دغه ولايت ولايتي شورا ١٤ غړي لري ، چې څلور يې ښځې دي.
په دې راپور کې موږ د راتلونکو ټولټاکنو په اړه ددې ولايت د بېلابېلو خلکو نظرونه راخيستي  ، چې په لاندې ډول دي.
موټر چلوونکى : په غور کې ازادې ټاکنې ناممکنه دي.
ددې ولايت دتيورې ولسوالۍ يوتن اوسېدنکى سيدنور وايي، چې په غور کې ازادې ټاکنې ناممکنه دي، دلته سيمه ييز قوماندانان چې څه وغواړي خلک همغسې کوي. دوی خلکو ته وايي ، چې چا ته رايه ورکړئ او چاته يې مه ورکوئ. خلک هم مظلوم دي ډاريږي.
نوموړى زياتوي ، چې په تېرو ټاکنو کې هم همدغسې وشول ماته يې وويل: که څوک فلانکي کانديد ته رايه ورنه کړي ، نو له جهاد سره به يې جفاکړې وي. اوس هم همدغسې خبرې کوي. بلخوا د طالبانو فعاليتونه هم له ورځې بلې ته د زياتېدو په حال کې دي .
کروندګر : نه مې کارت اخيستى او نه هم رايه ورکوم
د غور د شهرک ولسوالۍ يو تن کروندګر شېرګل وايي، چې زه نه کارت لرم اونه هم رايه ورکوم، نه سيمه کې ټاکنو ته څوک پرېږدي؛ ځکه ملامصطفی په شهرک، تولک، او شاوخوا ولسواليو کې زور لري، ټولو خلکو ته يې ويلي، چې ټاکنو کې ګډون مه کوئ. نو که زه لاړم شم رايه ورکړم  د سر په بيه راته تماميږي، ځکه نو زه نه غواړم خپل ځان په خطر کې واچوم. ارامه ژوند په زور نه نا ارامه کوم.
 د مدني ټولنې فعال : له کورنۍ سره يو ځاى د رايو مرکز ته ځم
ددې ولايت د مرکز اړونده چغچران ښار اوسېدونکى او د مدني ټولنې فعال شمس الرحمن وايي چې ده او د کورنۍ نورو غړو يې د رايو کارت اخيستى او حتماً به د ټاکنو په ورځ خپله رايه کاروي.
هغه زياتوي، چې دوى به د خپلې خوښې د ولسمشرۍ او د ولايتي شورا کانديدانو ته رايه ورکړي ، ترڅو د هېواد راتلونکى يې ښه شي. د ولايت په مرکز کې هېڅ ستونزه نشته، نه چاته څوک ګواښنه کوي او نه هم د ټاکنو پر وړاندې خنډ رامنځته  کوي.
دى وايي ، چې ددې ولايت ګڼ شمېر ځوانانو، ښځو او پېغلو کارتونه اخيستي او هوډ لري ، چې په ټاکنو کې به په پراخه کچه ونډه واخلي.
غريبکار : د خپلې خوښې ولسمشر ته رايه ورکوم
ددې ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى زاور علي وايي ، چې زده کړې نه لري، خو د ټاکنو په اهميت پوهېږي.
هغه زياتوي ، چې په ولسوالۍ کې يې ګڼ شمېر خلکو د ټاکنو کارتونه اخيستي او غواړي د خپلې خوښې مسلمان ، ديندار او په وطن مين  ولسمشر ته رايه ورکړي.
زده کوونکى : د طالبانو له وېرې رايه نه شو کارولى
د غور د تيوره ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى ٢٣ کلن زده کوونکى شاه جهان وايي ، چې په سيمه کې  يې وسله وال طالبان فعال دي او دوى نه شي کولى ، چې د هغوى له وېرې خپله رايه وکاروي.
هغه زياتوي، چې نه ده کارت اخيستى او نه هم دکورنۍ نورو غړيو او د کلي اوسېدونکو کارتونه اخيستي دي.
شاه جهان وايي، چې حکومت دې لومړى دوى ته امنيت ټينګ کړي، طالبان دې له سيمو څخه وشړي ، دوى بيا کولى شي د امنيت په فضا کې خپله رايه وکاروي.
دولتي مامور : خپله رايه کارول د هر افغان حق دى
د ولايت د مرکز يوتن اوسېدونکى دولتي مامور سيد احمد وايي، چې په ټاکنو کې برخه اخيستل او خپله رايه کارول د هر افغان حق دى او دا کار بايد د هېواد دښې راتلونکې لپاره ترسره کړي.