Data Gathered Date: 

Sunday, October 27, 2013 - 16:00

پاراخ ( پژواک ١٨ تله ٩٢ ) : د پنجشېر  ولايت اوسېدونکو دسړکونو او روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.
ددې ولايت د روخې ولسوالی اوسېدونکى ډاکټر اجمل پژواک خبري اژاسن ته وويل، چې د پنجشېر ډېرى سيمې غرنۍ درې لري او خلک يې نه شي کولای ، چې مرکز ته په اسانه توګه تګ راتګ وکړي.
هغه زياته کړه ، چې د سړکونو او لارو د نشتوالي ترڅنګ په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي اسانتياوې هم نه لري.
د دې ولايت د پريان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى يحيی وايي : (( زموږ سيمه له مرکز څخه ډېره لرې ده ، خو لارې مو خامې دي او د باران پر مهال له سختو ستونزو سره مخامخ کېږو.))
هغه زياتوي ، چې له درو او ولسواليو څخه د ولايت مرکز او يا هم کابل ته د ناروغانو د لېږد پر مهال دوى ډېرې ستونزې ګالي.
د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکى محمد يعقوب بيا وايي، چې که څه هم دوى کمې کرنيزې ځمکې لري، خو بيا دولت نه دى توانېدلى، چې له دوى سره د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.
دى وايي ، چې تر اوسه له دوى سره چا د اصلاح شويو تخمونو او  کيمياوي سرو هېڅ مرسته نه ده کړې.
ده زياته کړه : (( که چېرې موږ سره ددې توکو مرستې وشي، نو زموږ حاصلات به زيات او اقتصاد به مو ورسره پياوړى شي . ))
نوموړي دغه راز وويل ، چې ددې سيمې ډېرى خلک باغداري کوي، خو د تازه مېوو د ساتلو لپاره سړې خونې هم نه لري .
د پنجشېر ولايت د مرکز پاراخ  يو تن اوسېدونکى  ذبيح الله بيا وايي، چې په ولايت کې يې د پوليسو شمېر کم دى او په کم شمېر پوليسو امنيت نه شي ټينګېدلى.
دى وايي ، چې پنجشېر له اوو ولايتونو سره ګډه پوله لري او که د پوليسو شمېر زياته نه شي، نو ددې ولايت شته ښه امنيت به له ګواښ سره مخ شي .
ددې ولايت د عنابې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى خوشحال بيا وايي، چې ددوى په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي  نشته.
د هغه په وينا، ډېرى ښوونکي نه شي کولى، چې ساينسي او رياضي مضامين تدريس کړي ، چې له امله يې د زده کوونکو قيمتي وخت ضايع کيږي.
ددې ولايت يو تن شپون عطا محمد بيا د خپلو څاروو لپاره د کلينيک غوښتنه کوي.
هغه زياتوي ، چې ډېرى مهال ددوى څاروي د ناروغيو له امله ساه ورکوي، خو دوى يې ددرملنې هېڅ امکانات نه لري.