Data Gathered Date: 

Sunday, October 27, 2013 - 15:45

پاراخ ( پژواک ١٨ تله ٩٢ ) : د پنجشېر ولايت اوسېدونکي د ژوند د نورو اسانتياوو برابرولو ترڅنګ خپلو ځوانانو ته د کار د زمينو د برابرولو غوښتنې لري.
د دې ولايت د بېلابېلو ولسواليو خلک دولت څخه بېلا بېل ډول غوښتنې لري ، دوی زياتره پر دې ټينګار کوي ، چې ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره شي ، تر څو ځوانان په کارونو بوخت شي او هم د تعليمي مراکزو اسانتياوې پيدا کړي.
د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکى  او د پوهنتون محصل رايد پنجشيرى وايي، چې په ولايت کې يې د ځوانانو لپاره د کار هېڅ زمينه نه ده برابره.
هغه پژواک ته وويل : ((زه ځوان  محصل يم خو په پنجشېر کې د نورو ځوانانو لپاره د زده کړې او کار هېڅ اسانياوې نشته .))
دى وايي، چې ددې ولايت ډېرى خلک په درو او لرو پرتو سيمو کې اوسېږي، خو په دې سيمو کې د کار او زده کړې اسانتياوې د نشت برابر دي.
ده زياته کړه : ((حکومت بايد په هره دره يا ولسواليو کې د ځوانانو لپاره د کمپيوټر او نورو عصري زده کړو کورسونه فعال کړي او دا ستونزې يې هوارې کړي. ))
د پنجشېر د مرکز يو تن اوسېدونکى بيا وايي ، چې د ولايت په مرکز کې سوداګريزې چارې ټکنۍ دي او حکومت بايد سوداګرو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.
هغه زياته کړه ، چې دوى خپل سوداګريز توکي نه شي ساتلى او له حکومت څخه يې د ګودامونو او سړو خونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
ددې ولايت يو تن ښوونکى فيروز بيا وايي ، چې د ښوونکو معاشونه او نور امتيازات ډېر کم دي او په برخه کې يې له حکومت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
هغه پژواک ته وويل، چې حکومت بايد ښوونکو ته د ځمکو نومرې هم ورکړي لکه څه ډول يې چې د نورو ولايتونو ښوونکو ته ښارګوټي جوړې کړي دي.
ده زياته کړه : (( په پنجشېر کې زراعتي ځکمې نشته د نور کارو بار زمينه هم نه ده برابره، نو يو ښوونکى نه شي کولای په دې کمو پيسو خپله د ژوند چارې سمې پر مخ بوځي.))
د يلدا په نامه ددې ولايت يو اوسېدونکى وايي ، چې په دې ولايت کې ښځو ته د پرمختګ لپاره هېڅ زمينه نه ده برابره شوې.
هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې په دې ولايت کې د نجونو د زده کړې لپاره زمينې زياتې کړي او دوى ته د کارزمينه هم برابره کړي.
د عابد په نامه ددې  ولايت د مرکز يوه اوسېدونکي وويل چې ډېرى سيمې برېښنا نه لري، په داسې حال کې ، چې په پنجشېر کې له اوبو څخه د برېښنا د جوړولو امکانات زيات دي.
هغه زياته کړه ، چې هېواد ته ميلياردونه ډالر راغلل، خو اوس هم د پنجشېر ډېرى خلک د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي.
د عبدالودود په نامه د عنابې يو تن اوسېدونکى ټکسي چلوونکى وايي ، چې سړکونه خراب دي او دوى دومره پيسې نه شي ګټلى ، څومره چې بېرته پر موټرو لګوي.