Data Gathered Date: 

Thursday, October 24, 2013 - 12:00

 د دايکنډي ولايت اوسېدونکي په ټاکنو کې د ګډون لېوالتيا لري او په دې اند دي، چې د راتلونکې ولسمشرۍ او ولايتي شورا غړي بايد داسې کسان وي، چې په ټول هېواد کې په  يوه ډول عدالت تامين کړي.
دوى وايي، چې يواځې ازادې او عادلانه ټاکنې په افغانستان کې له روانو ستونزو او ننګونو د وتلو يواځينۍ لار ده، خو که چېرته دغه پروسه تر سره نه شي، نو هېواد به يو ځاى بيا تېرو لسېزو ته ستون شي.
 ممکن د ډېرو سختو او غرنيو لارو په درلودلو ددغه ولايت د لرو پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي له رايې اچونې محروم شي، خو بيا يې هم په ټاکنو کې د ګډون او راتلونکي مشر د ټاکلو تصميم نيولى دى.
په دې اړه مو ددغه ولايت د بېلابېلو سيمو له يو شمېر کسانو سره مرکې کړي او د هغوى نظرونه مو اخيستي دي، چې په لاندې ډول خپريږي .
 ملا امام : ټاکنې نېک کار دى
 د نيلي ښار يو ملا امام جان محمد جمعه  وويل، چې ټاکنې نېک کار دى، خو په دې شرط چې د ګډون امکانات او لاسىرسى ورته ولري.
فاضل زياته کړه، چې د کجران نا امنۍ او په غرنيزو سيمو کې د رايې ورکونې د مرکزونو لرې والى هغه دوه ستونزې دي، چې خلک به د رايې ورکونې له حق څخه محروم کړي.
 نوموړي لرو پرتو سيمو ته د رايې ورکونې کارتونو لپاره د نوم ليکنې دګرځنده ډلو غوښتنه وکړه، چې د ولسوالۍ لرې پرتو سيمو ته لاړ شي او خلک په دغه ملي پروسه کې ګډون ته وهڅوي.
 فرهنګپاله مېرمن: ښځې هم  د ټاکنو د ګډون په پروسه کې له ستونزو سره مخ دي
د نيلي د پراختيايي شورا غړې مريم وايي، چې د ټاکنو تر مرکزونو پورې به د سختو او غرنيو لارو له امله ډېرې مېرمنې په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي، ځکه چې په دې ولايت کې ترانسپورټي ستونزې زياتې او خلک په ساعتونو پلى مزل نه شي کولى.
مېرمن مريم وويل، يوه مېرمن څنګه چمتو شي، چې خپل اولادونه له کوم سرپرست پرته له ٧ څخه تر اتو ساعتونو پورې پرېږدي، په ځانګړي ډول هغه مېرمني چې تي خوري ماشومان لري.
هټيوال: د ولايتي شورا د وکيل ټاکنې ته رايه ورکوم
د نيلي ښار يو هټيوال عصمت الله وايي، په ټاکنو کې دګډون پر وړاندې هېڅ ستونزه نه ويني،  خو رايه به يواځې د ولايتي شورا وکيل ته ورکوي. سرچينې زياته کړه، چې ولسمشر ته رايه نه ورکوي، ځکه   نه پوهېږي، چې د رايې له لارې ټاکل کېږي که د کوم هېواد له خوا؟  خو ممکن د ولايتي شورا وکيل د خلکو له خوا وټاکل شي.
هغه زياته کړه:(( له خپل وکيل څخه غواړم، چې نيلي په يوه ښکلي او رنګين ښار بدل کړي.))
محصل: زما په اند به  ډېر کم خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي
 د دايکنډي اوسېدونکى او د باميان پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېيم کال محصل مجاهد وايي، چې په لرو پرتو سيمو کې دټاکنو په اړه دخلکو کمه پوهه او سختې لارې به په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه راټيټه کړي.
دده په اند، ددې ستونزې د حل يواځينۍ لاره داده، چې کانديدان او يا سياسي ګوندونه د ټاکنو په ورځ خلکو ته ترانسپورټي اسانتياوې برابرې کړي.
 د مجاهد پر وينا، د رايې ورکونې د مرکزونو لرى والى هغه ستونزه ده، چې امله به يې په دې ولايت کې نيمايي نارينه او  څلورمه برخه ښځې هم په ټاکنو کې ګډونه ونه شي کړى، خو سرچينې هيله وښوده او زياته يې کړه :(( ولسمشر او د ولايتي شورا غړي بايد بياهم داسې کسان وي، چې په ټول هېواد کې يو ډول عدالت پلى کړي.))
 وزګار ځوان: په ټاکنو کې برخه نه اخلم
 د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٧ کلن محسن ، چې تر ١٢ ټولګي يې زده کړې کړي وايي، په افغانستان کې چې هر څوک واک ته ورسېږي، نو ولس ترې هېر شي او تر ډېره په دې فکر کوي، چې پيسې څنګه تر لاسه کړي.
هغه وويل، چې د دايکنډي زرګونه ځوانان د وزګارتيا له امله بهرنيو هېوادونو ته تللي، زرګونه نور دده غوندې وزګار دي او دى نه غواړي، له همدې امله په ټاکنو کې ګډون وکړي.
محسن وايي، هر وکيل او يا ولسمشر چې واک ته راځي، قومي، سمتي، ژبني او سياسي مسايل په نظر کې نيسي، دخلکو د ستونزو دحل لپاره کوم ځانګړى پلان ورسره نه وي.
مدني فعال: په ټاکنو کې نه ګډون د راتلونکي حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي
 د دايکنډي مدني فعال اسماعيل نګارش وايي، خلک بايد په ټاکنو کې برخه واخلي او دا د ديموکراسۍ د پياوړتيا او هېواد د وضعيت ښه کېدو لپاره يواځينۍ لار ده.
دده په بار، ټاکنې به يا نيمګړتياوې ولري يا نه، خو که بيا هم ګډون په کې ونه شي د راتلونکي حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.
 نګارش زياتوي:(( په ټاکنو کې ځکه برخه اخلم ، چې د راتلونکي مشر ټاکنه خپله هېوادنۍ دنده ګنم.))
 نګارش وايي، هر افغان مکلف دى، چې له هرې لارې د ټاکنو  ملي پروسې سره مرسته وکړي، د هغوى ګډون خپله له دې پروسې سره د مرستې مانا لري.
کروندګر: خپله رايه هغه چاته ورکوم، چې امنيت راولي او سړکونه جوړ کړي
 د دايکنډي يو کروندګر سخي داد دټاکنو په اړه وايي:(( په ټاکنو کې د يوه غوره ولسمشر ټاکلو په هيله ګډون کوم، خو  چې رايې وګټي او زموږ هېواد اباد کړي.))
دى زياتوي، چې غوره ولسمشر دهغه د تېرو کړنو پر بنسټ پېژني او داسې چاته رايه ورکوو، چې په ټول هېواد کې امنيت خوندي او سړکونه جوړ کړي.
دا کروندګر په دې باور دى، چې راتلونکى ولسمشر بايد غوره اقتصادي کړنلاره ولري، څو خلک له وزګارتيا او بې وزلۍ وژغورل شي.