Data Gathered Date: 

Monday, October 21, 2013 - 10:45

شبرغان(پژواک،۲۸ تله ٩٢): سره له دې چې د جوزجان ولايت اوسېدونکي د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې د برخه اخيستو لپاره چمتو والى لري، خو ددې ترڅنګ امنيتي ستونزې، د څښاک او کرنيزو اوبو کمښت، وزګارتيا او په پراختيايي پروژو کې د توازن نه مرعاتول د خپل ژوند پر وړاندې عمده ستونزې ګڼي او وايي، چې له امله به يې په ټاکنو کې د ښځو ګډون پيکه وي.
 جوزجان ولايت ١٠ ولسوالۍ لري او د پلازمېنې کابل په ٥٥٥ کيلومترۍ کې پروت دى. ددې ولايت د ولايتي شورا د څوکيو شمېر ٩ دى،چې په راتلونکو ټاکنو کې په کې ښځو ته ٢ څوکۍ ځانګړې شوي، په داسې حال کې، چې په تېرو ټاکنو کې د ښځو څوکۍ ٣ وې.
درزاب او قوش تپه يې نا امنه ولسوالۍ ګڼل کېږي، چې اوسېدونکو يې په تېرو ټاکنو کې ونه شواى کړاى، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
 لاندينى راپور د شبرغان ښار او ولسواليو له ٩ اوسېدونکو سره د خبرو پر بنسټ ، چې څلور هغه يې ښځې دي، برابر شوى دى.
 د ولايتي شورا غړې:په راتلونکو ټاکنو کې په ولايتي شورا کې ښځو ته کمې څوکۍ په نظر کې نيول شوي.
 د جوزجان ولايتي شورا غړې فيروزه قريشي وايي، چې د دوو دورو لپاره د ولايتي شورا وکيله پاتې شوې، خو په راتلونکو ټاکنو کې ورته دښځو ګډون ستونزمن ښکاري. دغه ٢٨ کلنه مېرمن وايي، چې د ښځو په ژوند کې مثبت بدلونونه راغلي، خو ممکن امنيتي ستونزې يې په ټاکنو کې ګډون پيکه کړي. سرچينې زياته کړه، چې په تېره دوره کې د ولايتي شورا درې څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوې وې، خو اوس يوه ترې کمه شوې  او که امنيتي وضعيت همدا ډول وي، نو امکان نه لري، چې په لرو پرتو سيمو کې دې ښځې په ټاکنو کې برخه واخلي. دا له حکومت څخه ناخوښه ده او وايي، حکومت په دې نه دى توانېدلى، چې د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي.
 کروندګر: خپله رايه به هغه چا ته ورکړم، چې زموږ د څښاک او کر د اوبو ستونزه حل کړي.
 د خانقاه ولسوالۍ د اوګم کلي اوسېدونکى فضل الرحمن وايي، چې د څښاک او کر  د اوبو، برېښنا او پوهنيزو خدماتو نه شتون يې عمده ستونزه ده، خپله رايه به راتلونکو ټاکنو کې هغه چاته ورکړي، چې نه يواځې په جوزجان، بلکې په ټول افغانستان کې دغه ستونزه حل کړي.  دغه ٥٢ کلن کروندګر وايي، چې په تېرو ټاکنو کې په خپل ګډون پښېمانه دى، خو په راتلونکو ټاکنو کې به د رايې ورکونې په برخه کې له ډېر دقت نه کار واخلي. دى زياتوي، جوزجان يو کرنيز ولايت دى، ډېر خلک يې په کرنه بوخت دي، نو خپله رايه به هغه چاته ورکړي، چې د خلکو دڅښاک او کر اوبو اسانتيا برابره کړي. سرچينې زياته کړه، حکومت د برېښنا او د خلکو داقتصاد د پياوړتيا په برخه کې پياوړې پروژې  نه دي پلې کړي، نو ځکه يې د خلکو باور له لاسه ورکړى. ددغه کروندګر پر وينا، په تېرو پنځو کلونو کې يواځې څلور کيلومتره سړک پوخ شوى، يوه ژوره څاه کېندل شوې، په داسې حال کې، چې خلک د سرکړنو قير کولو، ښوونځيو او کلينيکونو جوړولو ته اړتيا لري.
 د حقوقو محصله: ممکن  ټول خلک په ټاکنو کې ګډون ونه شي کړاى
د امير شيرعلي نوايي د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د حقوقو پوهنځي محصله فريده اميني وايي، خپله رايه به هغه چاته ورکړي، چې د خلکو د ګټې لپاره کار وکړي. هغه زياتوي، چې ناامني او دکرنيزو اوبو کمښت د خلکو عمده ستونزې دي او خلکو ته يې ګڼ  شمېر زيانونه اړولي. ددې پر وينا، فکر نه کوي، چې په قوش تپه او در زاب کې  شته ناامنيو ته په پام سره ټاکنې وشي . نوموړې په راتلونکو ټاکنو کې دخپل خوښې له کانديد څخه غواړي، چې امنيت دې راولي او دهېواد بربادوونکو سره دې معامله نه کوي.
 کوچى: کوچيانو ته خدمت نه دى شوى
د قوش تپې ولسوالۍ په ليلې دښته کې د کوچيانو استازى ګل محمد کوچى وايي، چې دولت ورته چندان خدمت نه دى کړى او نه هم د کوچيانو په ژوند کې بدلون راغلى. دده پر وينا ، کوچيان  له خپلو لومړنيو حقونو لکه د څښاک اوبه، ښوونځي، روغتيا او برېښنا څخه هم محروم دي. دى وايي، خپله رايه به هغه چاته ورکړي، چې ددوى غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او که  چېرته له ولسمشر سره مخامخ شي، نو ورته وبه وايي، چې امنيت دې تامين کړي او په بيارغونه کې دې د توازن اصل مرعات کړي. سرچينه زياتوي، چې په تېرو دوو کلونو کې کوچيانو ته خدمت نه دى شوى، د څښاک اوبه د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له خوا په ټانکرونو کې وړل شوي، چې بسنه نه کوي.
 ښوونکې: نا امني مخ پر زياتېدو ده
د شبرغان د يکصد فاميلي پروژې اوسېدونکې سيما ستانکزۍ، چې له پنځو کلونو راهيسې د قزانچي بابا په لېسه کې دنده لري وايي، اوسمهال نا امني په ټول جوزجان کې زياته شوې، په داسې حال کې چې پخوا به يواځې په دوو ولسواليو کې وه ، ددې پر وينا، که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو لرې نه ده، چې دا وضعيت د شبرغان ښار تر دروازې را ورسېږي. مېرمن ستانکزۍ وزګارتيا هم يوه بله ستونزه وګنله او زياته يې کړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې به په دې شرط برخه واخلي، چې دوى ته دګډون زمينه مساعده شي او خپله رايه به هغه چا ته ورکړي، چې د خلکو ستونزې ورحل کړي.
 مور: په ژوند کې مو مثبت بدلونونه راغلي.
د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکې پېکۍ وايي، چې څلور کاله وړاندې  يې د جرمن اګرو اکشن دفتر په مرسته د چرګانو روزنه ليدلې او اوسمهال خپل ژوند له همدې لارې مخ پر وړاندې وړي. د چرګانو يو فارم يې جوړ کړى، دخپل خاوند په مرسته يې ورته ٧٠ چرګان ساتلي، چې له ساتنې يې خپل ژوند مخکې وړي. ٣٣ کلنه پيکۍ چې اوسمهال د درېيو لوڼو او زامنو مور ده، خو د ټاکنو په اړه په څه نه پوهېږي، په دې اړه به خپلو نږدې دوستانو سره خبرې وکړي او بيا به تصميم ونيسي.
 هټيوال: په ټاکنوکې دګډون لېوالتيا نه لرم.
د شبرغان ښار يو اوسېدونکى وحيد وايي، چې نا امنۍ له خلکو د ژوند فرصت اخيستى او د راتلونکي په اړه اندېښنې لري. هغه وويل:(( په ټاکنو کې ګډون نه کوم، په تېرو ټاکنو کې حامدکرزي ته په ورکړې رايه پښېمانه يم.)) دهغه پر وينا، ولسمشر ونه توانېده، چې خلکو ته خدمت وکړي، امنيت او دخلکو اړتياوې تامين کړي، وحيد زياته کړه:((د بېلګې په ډول خپلې هټۍ ته د مال راوړلو لپاره نورو ولايتونو ته پيسې له ځان سره نه شو لېږدولى، هره شېبه د يوه لارشکوونکي، برمته ګر او غله د راتلو وېره راسره وي، په هېڅ ډول ډاډمن نه يو.)) سرچينه زياتوي، چې له دې پرته نا امني، بې وزلي او وزګارتيا هم  د دوى بله ستونزه ده، چې پاملرنه غواړي.
 زده کوونکى: د فزيک او کيميا ښوونکى مو ملا امام دى
د قوش تپې د شيربيک کلي اوسېدونکى ١٨ کلن  نوراحمد ، چې په ١١ ټولګي کې زده کړه کوي، وايي چې د کلي ښوونځى يې د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دى، دفزيک او کيميا مضامين ورته  د جومات ملا امام تدريسوي، چې دوى ترې اخذ نه شي کولى. دغه زده کوونکي وايي، چې له نا امنۍ سره سره ورته د ښوونځي دروازه خلاصه ده ، په ولسوالۍ کې د نوم ليکنې په مرکز کې د رايو کارتونه اخلي او د خپلې خوښې  کانديد ته به رايه ورکړي. دى له راتلونکي ولسمشر څخه د سولې غوښتونکى دى.
 معلول: زموږ ژوند ته پاملرنه نه ده شوې.
 د خواجه دوکوه ولسوالۍ د قوربقه کلي اوسېدونکى حبيب الله وايي، چې له معلوليت وروسته يې ژوند له ګڼو ګواښونو سره مخ دى. دغه ٤٥ کلن معيوب وايي، چې له زرو افغانيو ښکته معاش په درلودلو سره ژوند تېروي، دولت يې ژوند ته هېڅ  پاملرنه نه ده کړې، دخپل بدن غړي يې له شوروي يرغل سره دمقابلې پر مهال له لاسه ورکړي. حبيب الله زياتوي، چې په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې څلور کيلومتره سړک پوخ شوى او له شبرغان څخه د اوبو رسونې پروژه د ٢٢ کيلومترو په واټن ورغځېدلې ده .
دى له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې دکرنې په برخه کې دې ددې ولايت اوسېدونکو ته پاملرنه وکړي، هغه په دې اړه زياته کړه :(( له دې ستونزو سره سره په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلم او خپله رايه به هغه چاته ورکړم، چې  د معلولينو او  کرنيزو اوبو د چمتو کولو په برخه کې کار وکړي.))