Data Gathered Date: 

Wednesday, October 9, 2013 - 11:15

  تالقان (پژواک،١٥تله ٩٢): د تخار ولايت اوسېدونکي وايي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا په راتلونکو ټاکنوکې د ګډون چمتوالى لري؛ خو له اړوندو چارواکو غواړي، چې  دغه پروسه په پوره روڼوالي تر سره کړي.
تخار ولايت له مرکز( تالقان) پرته ١٦  ولسوالۍ لري او له تاجکستان سره پر پوله پروت دى. تر اوسه لا راتلونکو ولايتي شوراګانو ته د ښځينه او نارينه وکيلانو څوکۍ نه دي مشخصې شوي.
 ينګي قعله، خواجه بهاوالدين، خواجه غار او اشکمش ددغه ولايت له څه ناڅه نا امنو ولسواليو څخه دي، چې  د تېرې دورې ټاکنې په کې ډېرې رڼې نه وې بلل شوې.
لاندې راپور ددغه ولايت دمرکز او پنځو ولسواليو له اوسېدونکو سره  د خبرو پر بنسټ جوړ شوى، چې يوه په کې ښځه ده.
هټيوال:داسې چاته رايه ورکوم چې د بې وزلو له زړه خبر وي.
 د فرخار ولسوالۍ د مرکز د خوراکي توکو يو پلورونکى ٣٢ کلن وحيدالله وايي، چې په فرخار ولسوالۍ امنيت خوندي شوى او د ټاکنو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه نه شته.
سرچينه زياتوي، خپله رايه به داسې تن ته ورکړي، چې لاسونه يې د خلکو په وينو نه وي سره او په کورنيو جګړو کې يې ګډون نه وي کړى.
دغه هټيوال وايي، داسې ولسمشر او د ولايتي شورا وکيل ته به رايه ورکړي، چې له بې وزلۍ او مسکينې طبقې نه را اوچت شوى وي، د خلکو درد حس کړي، ځکه چې دافغانستان ډېرى خلک بې وزلي دي، رحم او شفقت ته اړتيا لري، نه ديکتاتورۍ ته.
وحيدالله وايي، که چېرته يې د خپلې خوښې کانديد بريالى شي، نو دده لومړۍ غوښتنه ورڅخه داده، چې کرنې،اساسي بنسټونو، د ځوانانو کارموندنې او دفرخار له چمن څخه د شمال زون د تفريح عمومي  مرکز جوړولو ته لومړيتوب ورکړي.
کروندګر: بازار موندنې او وړيا مرستې ته اړتيا لرو
د ينګي قلعه اوسېدونکى حافظ سعدالله وايي، په تېره يوه لسيزه کې ګڼ شمېر پرمختګونه شوي، خو خلک په ځانګړي ډول کروندګر لاهم ګڼې ستونزې لري، چې بايد حل شي.
نوموړى زياتوي، خپله رايه به داسې چاته ورکړي، چې د کروندګرو اقتصادي وضعيت ښه کولو ته پاملرنه وکړي او له کروندګرو سره يې د کرنې د وضعيت ښه کولو او کرنيزو توکو او اصلاح شوو تخمونو مرستې په لومړيتوب کې وي.
نوموړى وايي:(( خپله رايه داسې چا ته ورکوم، چې د کروندګر ژوند ته پاملرنه وکړي او محصولات يې بهر ته واستوي.))
کونډه مېرمن: په قانون کې دې د کونډې لپاره د اجباري نفقې يوه ماده درج شي.
 د تالقان ښار د سراى سنګ سيمې اوسېدونکې مارينا وايي، کارت يې اخيستى او له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې په قانون کې د کونډو د اجباري نفقې په اړه يوه ماده درج کړي.
دغې ٤٨ کلنې مېرمنې وويل، چې خاوند يې ١٥ کاله وړاندې په کورنيو جګړو کې له لاسه ورکړى، اوس خپلو دوو زامنو ته نفقه پيدا کوي، اوسمهال له خاوند پرته له سختو ستونزو سره مخ ده، ډېر ځله د خپلو اولادونو احتياج وي، خو څنګه چې تمه کېږي اولادونه يې د خپلې مور ستونزې هغسې نه شي حل کولى.
محصل: راتلونکو ټاکنو ته هيله من يم
د تخار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي يوه محصله فوزيه وايي، هيله لري، چې په راتلونکو ټاکنو کې خپلو ټولو هيلو ته ورسېږي.
هغې زياته کړه:(( دا چې امنيت په دغه ولايت کې قناعت بښوونکى دى، نو خلک يې تر هر څه وړاندې د ټاکنو په اړه فکر کوي، څو برخليک يې څرګند شي.))
دغه محصل وايي، چې له ټاکنو سره د ښځو لېوالتيا ته پام سره ګومان کېږي، چې رايه به هغو کسانو ته ورکړي، چې ښځو ته دهغوى دحقونو، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې پاملرنه وکړي.
فوزيه له امنيتي بنسټونو او چارواکو غواړي، چې د ټاکنو تر سره کېدو ته په مرکز او شپږو ولسواليو کې ښه امنيت ټينګ کړي.
دولتي مامور: د اداري فساد لمن دې ټوله شي
 اغا محمد چې له تېرو اوو کلونو راهيسې په يوه دولتي اداره کې کار کوي، وايي، خپله رايه به هغه چاته ورکړي، چې خدمتګار وي، ښه اخلاص او شخصيت  ولري او په دولتي ادارو کې د شته اداري فساد پر ضد کلکه مبارزه وکړي
 نوموړي زياتوي، چې راتلونکى ولسمشر بايد د اداري فساد  تر څنګ ځوانانو ته د کار پيدا کولو، فابريکو او شرکتونو جوړولو ته زياته پاملرنه وکړي.
هغه وايي، چې تلپاتې امنيت،  د پراختيايي پروژو پلي کول، ښځو او پوهنې ته پاملرنه هم بايد د راتلونکي مشر په پلان کې وي.
 ډاکټر: راتلونکى ولسمشر دې د معياري درملنې په اړه فکر وکړي
 عطا الله صفا، چې د تالقان ښار په بدخشان بندر کې کتنځى لري او داخله ډاکټر دى، وايي چې د روغتيا په برخه کې د پام وړ پرمختګونو سره سره لاهم د سوداګرو له خوا بې کيفيته درمل راوړل کېږي، چې له يوې خوا دخلکو پيسې ضايع کېږي او له بلې خوا ورباندې هېڅ درد نه دوا کېږي.
 نوموړى له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي، چې د دا ډول درملو مخه دې ونيسي، څو خلک بهر ته درملنې ته ولاړ نه شي او د ډاکټرانو د تجربو لوړولو او غوره درملنې لپاره دې د زړو سيستمونو پرځاى نوي سيستمونه رامنځته کړي.
 ډاکټر صفا وايي، چې خلک دې هم په دولت باور ولري او هغه کسان چې غير قانوني کړنې ترسره کوي، بايد دولت پرې خبر کړي.
نوموړي زياتوي، چې ددې ترڅنګ په شخصي روغتونونو کې ګڼ شمېر کسان  له ستونزو او زياتو لښګتونو سره مخ  دي، چې د راتلونکي دولت سختې پاملرنې ته اړتيا لري.
پوليس: د ټاکنو امنيت نيسم
 د تخار ولايت امنيه قوماندانۍ يو سرتېرى سيد صلاح الدين وايي، چې دغه مسلک ته د خپل شوق له مخې راغلى، مسلکي پوليس دى او اوس دا درک کوي، چې د ټولنې او خلکو پر وړاندې يې مسووليت څه دى؟
دى وايي، چې د يوې مړۍ حلالې ډوډۍ او خلکو دامنيت ساتلو په موخه خپله دنده تر سره کوي، هغه زياته کړه :((زه ډاډ ورکوم ، چې د خپلو نورو همخېلو سره به د ټاکنو امنيت او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو وم.))
 سيد صلاح الدين وايي، چې د ټاکنو په ورځ به هېوادوالو ته لازمې اسانتياوې رامنځته او هغه کسان به ونيسي، چې د امنيت خرابولو هڅې کوي.
دغه سرتېرى اوسنى امنيتي وضعيت تر تېر کال غوره بولي، خو څرګندوي، چې امنيتي  چارواکي دې ، په واټونو  او له ګڼې ګوڼې ډکو لارو کې ګڼ چاڼځايونه د ورانکارو د مخنيوي په موخه جوړ کړي.