Data Gathered Date: 

Thursday, October 3, 2013 - 13:15

سرپل ښار ( پژواک ٢٠ وږى ٩٢ ) : د سرپل ولايت اوسېدونکي د کرنيزو چارو او د پوهنې په برخه کې د اسانتياوو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، چې په ټوليزه توګه د ټول ولايت کرنيزې چارې د اوبو د کمښت له امله له خورا ټکني توب سره مخ دي، چې له امله هر کال د دغه ولايت ۵۰ سلنه کرنيزه ځمکه له کر څخه پاتې کېږي.
همداراز د پوهنې په برخه کې د ښوونځيو د ودانيو نشتوالی، د مسلکي ښوونکو او کتابونو کمښت هغه ستونزې دي، چې دوی يې د پوهنې په روان بهير بې باوره کړي دي.
د دغه ولايت د مرکز اړوند سيمې سيداباد اوسېدونکي حاجي زعفران پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هر کال د خپلو ځمکو د کر لپاره د باران او واورو په تمه وي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه سيمه کې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله هېڅوک خپله ځمکه پوره نه شي کرلی.
د هغه په وينا، کروندګر مجبور دي، چې د خپلې ځمکې نيمه برخه يو کال او نيمه نوره بل کال وکري.
حاجي زعفران وويل، چې دی په سيداباد سيمه کې ۵۰ جريبه ابي ځمکه لري، چې له تېرو څو کلونو يې په پوره توګه کرلو باندې نه دی توانېدلی.
نوموړي زياته کړه، چې له دې د ډېرې ځمکې کرلو لپاره د ورښتونو په تمه وي، که وشي نو يو څه ډېره ځمکه کري کنه نيمه کري.
د هغه په وينا، که چېرې دولت په دغه ولايت کې د ځمکو د خړوبولو ستونزه حل نه کړي؛ نو هر کال بوره پاتې کېدونکې ځمکې به د وخت په تېرېدو بنجر شي.
د دغه ولايت ځينې کروندګر وايي، چې په دغه ولايت کې د روانو سيندونو اوبه د کرنيزو ځمکو د خړوبولو وس نه لري.
د سوزمه قلعې ولسوالۍ اوسېدونکي خدای بيردي، پژواک اژانس ته چې په دغه ولايت کې تر دې د کرنيز اوبو ستونزه ده، چې کروندګر د بارانونو او واروو په تمه ځمکې کري.
نوموړي زياته کړه: ((زه ۳۸ جريبه ځمکه لرم، که کال باراني وي نو ايله شل جريبه وکرلی شم، کنه له دې ډېره ځمکه مې بوره پاتې وي.))
د هغه په وينا ، په دغه ولايت کې روان سيندونه ډېرې کمې اوبه لري، چې کرنيزې ځمکه په پوره توګه ترې نه شي خړوبېدی.
خدای بيردي وويل، چې که دولت د دغه ولايت د شته سيندونو د مهار تر څنګ د بارانونو او واورو اوبه زېرمه کړي؛ نو تر ډېره به د سرپل د کرنيزو ځمکو د اوبو ستونزه حل شي.
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين هم د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه تاييدوي او لوړپوړو چارواکو ته وړانديز کوي، چې د شته ستونزو د هواري لپاره جدي هڅې وکړي.
د سرپل ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس محمد جعفر اميرزاده پژواک اژانس ته د دې ستونزې پخلی وکړ، چې د دغه ولايت کروندګر د کرنيزو اوبو د کمښت له امله خپله ټوله ځمکه نه شي کرلی.
نوموړي زياته کړه، چې له دغه ولايت څخه د تور او سپين په نامه دوه سيندونو تېرېږي، چې له لارې يې کرنيزې ځمکې خړوبېږي.
 اميرزي وويل، چې په سرپل ولايت کې ۶۴۰ زره جريبه کرنيزه ځمکه ده، چې ۲۵۰زره جريبه ابي، ۳۰۰زره جريبه يې للمي او پاتې يې باغي ځمکې دي.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې کال باراني وي؛ نو دهقانان د ۶۰ فيصده ځمکې په کرلو توانېږي، کنه ۵۰ سلنه ځمکه هم نه شي کرلی.))
همداراز د دغه ولايت اوسېدونکو په دغه ولايت کې د پوهنې له روان بهير څخه خوښ نه دي او وايي، چې د اولادونو د سالمې روزنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د ولايت د مرکز د چارباغ سيمې اوسېدونکي  سيد يعقوب پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی سيمه د ولايت مرکز ته له ټولو نږدې سيمه ده؛ خو بيا هم په ښوونځيو کې پوهنيزې چارې په سمه توګه پر مخ نه ځي.
نوموړي وايي، چې د يوه قومي مشر په توګه هره ورځ ورته له ښوونځيو څخه بېلا بېلا شکايتونه کېږي.
د هغه په وينا، د ښوونځيو د ودانيو کمښت، د مسلکي ښوونکو او کتابونو کمښت هغه مشکلات دي، چې بايد  حل شي.
د ګوسفندي ولسوالۍ د مرکز د لېسې د لسم ټولګي زده کوونکي عبدالله پژواک ته وويل، چې دی د خپل ټولګي ټول کتابونه ، نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((زه يواځې څلور کتابونه لرم، معلمان مو هم کله راځي او کله نه راځي،زما هم مکتب ته چندان زړه نه کېږي.))
د هغه په وينا،که چېرې دولت د ښوونځيو خيال وساتي، نو لرې نه ده، چې د ډېرو زده کوونکو له درس سره علاقه پيدا شي او شته ستونزې په کراره هوارې شي.
د سرپل ولايت والي عبدالجبار حقبين وويل، چې دوی هڅې پيل کړې دي، چې په روان کال کې د پوهنې په برخه کې پرتې ستونزې تر ډېره حل کړي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټول ولايت کې ۲۳۲ ښوونځي ودانۍ نه لري، دوی په پلان کې لری، چې په روان کال کې ۷۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
نوموړي همداراز د کتابونو او د مسلکي ښوونکو د کمښت په برخه کې زياته کړه، چې لا هم د دغې ستونزې د حل لپاره د مرکزي دولت مرستې ته اړتيا لري.