Data Gathered Date: 

Wednesday, October 2, 2013 - 15:15

 
قلعه نو ( پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٢ ) : د بادغيس ولايت د بېلا بېلو ولسواليو اوسېدونکي د تېرو جګړو او خپلې راتلونکې په اړه بېلا بېل نظريات لري.
په دې راپور کې پژواک اژانس ددې ولايت د مرکز قلعۀ نو او ولسواليو له بېلا بېلو خلکو سره خبرې کړې دي او هغوى خپل نظريات وړاندې کړي دي.
ښاري اوسېدونکى: د څښلو اوبو د نشتوالي ستونزه لرو
محمد مشعل چې د ولايت د مرکز قلعه نو اوسېدونکى دى وايي، چې ددوى عمده ستونزه د پاکو اوبو ده، دلته پاکې اوبه په ډېرې سختې سره پيدا کېږي، خلک په بوشکو کې اوبه اخلي، خو هغه هم په ٥٠ افغانۍ دي ، چې ډېر خلک يې د اخيستو وس  نه لري . ځينې خلک ترشې غير صحي اوبه څښي ، چې په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي، دولت دې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
ښوونکى : د پوهنې کيفيت ډير ټيټ دى
ددې ولايت دمقر ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالحق مجروح وايي ، چې زموږ په ولسوالۍ او په ټوليزډول په ټول بادغيس کې د ښونې او روزنې کيفيت ډير ټيټ  دى.د مسلکی ښوونکو کمښت، هغه ستونزې دي، چې زموږ د حال او هم د رلاتلونکې لپاره د اندېښنو وړ دی، په دې سربېره چې ډېری ښوونځي ودانۍ نلری، درسي مواد هم زده کونکو ته نشته، خپله زما درې اولادونه ښونځي ته ځي ، باور وکړه ، چې په نوبت کتابونه سره ګرځوي.
قومي مشر : دولت دې دلويو لارو امنيت خوندي کړي
د بالامرغاب ولسوالۍ قومي مشر محمد ګل وايي، چې دوى به وږي کيني، له دولت څخه هېڅ نه غواړو، خو موږ ته دې لويې لارې جوړې کړي، سړکونه دې پاخه کړي او امنيت دې ټينګ کړي. له بالامرغاب څخه  د ولايت تر مرکز تر قلعه نو ښار پورې موږ له سهار تر مازيګره  د سرپه قيمت سفر کوو ،داسې ستونزو سره مخ کېږو ، چې تصور يې نه کېږی ،دوړې ګردونه، وسله وال غله ، ماينونه او دا هر څه ورسره تړلي دي. نو دولت څخه مو هيله داده، چې سړک مو راته جوړ کړي، کله چې سړک جوړ شي، نو د يوې ورځې سفر مو ۵ ساعتونو ته را کميږي.
زده کوونکى : موږ ته کتابونه په وخت راوليږئ
د قادس ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى ذبيح الله وايي، چې د مسلکي ښوونکو او د ښوونځيو د ودانيو نشتوالي ترڅنګ دوى ته په وخت کتابونه نه رارسيږي. هغه زياتوي ، چېټول کال او کله څو مياشتې تېرې شي، خو دوى ته د نصاب کتابونه نه رسيږي، هم د زده کوونکو او هم د ښوونکو وخت هسې ضايع شي. نوموړى وايي، چې زده کوونکي ددې هېواد راتلونکي دي او چې ددوى وخت ضايع شي، نو د هېواد راتلونکى به څه ډول جوړ شي .
د مدني ټولنې فعال : د هرات – بادغيس سړک دې ژر جوړ شي.
په بادغيس کې د مدني ټولنې فعال عبدالله دراني پژواک اژانس ته وويل، چې د هرات-بادغيس د کار له پيله يو کال تېرېږي، خو د پروژې لومړني پړاوونه لا هم نه دي بشپړ شوي.هغه، چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې يې له يادې پروژې ليدنه کړې وايي، چې د دوه کلنې پروژې کار به په درېيو کلونو کې هم بشپړ نه شي.
د ولايتي شورا وکيل : امنيت دې راته ټينګ کړي.
د بادغيس د ولايتي شورا وکيل عبدالمجيد شکيب وايي، چې ددې ولايت  د لويو لارو امنيت ښه نه دى او خلک په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولى.هغه زياتوي ، چې ددې ترڅنګ وسله وال مخالفين د خلکو پر استازو، دولتي او غير دولتي مامورينو بريدونه کوي، وژني يې او تښتوي يې . نوموړي له دولت څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه.
دولت سره يو ځاى شوى طالب : زموږ ژوند دې خوندي شي
ددې ولايت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى ملا نعيم ، چې پخوا د وسله والو طالبانو په ليکو کې يې فعاليت کاوه او اوس له دولت سره يو ځاى شوى، د کار او د خپل ژوند د خوندي کولو غوښتنه کوي. نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د کورنۍ له پنځو غړو سره په يوه کوټه کې ژوند کوو، دولت مې له ټولو ستونزو خبر دى، خو هيڅ مرسته يې هم نه ده راکړې. ))هغه وايي ، چې که امنيتي ځواکونه د دوى په سيمو کې عمليات ترسره کړي او سيمه يې امن شي، دوى به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او له  ډېرو ستونزو به خلاص شي.
باغ لرونکى : د پستې باغونه دې وژغورل شي.
دآب کمري ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالباقي وايي، چې په سيمه کې يې د پستې پراخه باغونه او ځنګلونه دي، خو خلک يې په ډېرې بې رحمۍ سره وهي. هغه زياتوي، چې که دولت يې مخه ونه نيوله، نو لرې نه  ده، چې په راتلونکو کې به په دې ولسوالۍ کې د پستې يوه ونه هم پاتې نه شي .