Data Gathered Date: 

Wednesday, October 2, 2013 - 15:15

قلعۀ نو ( پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢ ) : د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د نورو غوښتنو ترڅنګ د هوايي ډګر، پوهنتون او روغتونونو جوړولو غوښتنې کوي.
ددې ولايت د مرکز قلعه نو يو تن اوسېدونکى او د مدني ټولنې فعال عبدالله درانى وايي، چې دا ولايت ډېر وروسته پاتې دى او په هره برخه کې زياتو مرستو ته اړتيا لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې ولايت کې د ملکي هوايي ډګر جوړول ددوى تر ټولو لويه او مهم غوښتنه ده او مرکزي حکومت بايد دې  برخې ته زياته پاملرنه وکړي.
درانى وايي، چې بادغيس لرې پروت ولايت دى او خلک يې ډېرې ترانسپورټي ستونزې لري او که چېرې د کورنيو الوتنو لپاره هوايي ډګر جوړ شي، نو زياتې ستونزې به يې هوارې شي.
د نوموړي په وينا، اوس مهال يو وړوکى هوايي ډګر شته چې يواځې بهرنيان يا لوړ پوړي چارواکي يې کاروي، عام مسافر او ددې ولايت اوسېدونکي تر ګټه نه شي پورته کولى.
د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى وحيد احمد حميدزى بيا د بالامرغاب پر سيند د بند جوړولو غوښتنه کوي.
هغه زياتوي ، چې د موسمي بارانونو پر مهال په دې سيند کې اوبه زياتېږي، نه يواځې د خلکو کرنيزې ځمکې ويجاړوي، بلکې اوبه يې هم ضايع کېږي.
حميدزي له حکومت څخه وغوښتل ، چې پر دغه سيند دې بندونه او استنادي دېوالونه جوړ کړي ، چې د ولسوالۍ خلکو او په ځانګړې توګه کروندګرو ته يې ګټه ورسېږي .
د هغه په وينا، د دې سيند خوږې اوبه ترکمستان ته ځي، په داسې حال کې، چې د ولايت دمرکز قلعۀ نو اوبه تروې دي، حکومت دې ددې سيند اوبه قلعه نو ته ولېږدوي.
د بادغيس د مدني ټولنې يوبل فعال شرف الدين امرخېل بيا په دې ولايت کې د صنعتي ښارګوټو د جوړولو غوښتنه کوي ، چې دده په وينا، هم به خلکو ته د کار زمينه پيدا شي او هم به ددې ولايت اقتصاد ورسره ښه شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل : (( زموږ د سيمې خلک صنعتګر او مالدار دي ، زحمت ګالي ، خو  د صنعتي ښارګوټي د نه شتون له امله يې د لاس د کار ګټې نور خلک وړي.))
د نوموړي په وينا، د افغانستان د غاليو لويه برخه په بادغيس کې جوړېږی، خو دا کار انفرادي بڼه لري، کله چې دبازار لپاره هرات، مېمنې  يا يې بل مارکېټ ته وړي، نو يا يې په لاره کې غله ترې اخلي او که رسېږي، نو د بل ولايت په نوم خرڅيږي.
امرخېل وايي، چې په دې ولايت کې په زياته کچه پسته او نور کرنيز حاصلات هم شته، خو د بازار د نشتوالي له امله يې کروندګر او باغ لرونکي له اقتصادي زيان سره مخامخ دي .
د بادغيس د مقر ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى حيات الله بيا د کرنې په برخه کې د زياتو مرستو غوښتنه کوي.
هغه زياتوي ، چې پر فصلونو ناروغۍ ولګيږي، نو ورسره څوک مرسته نه کوي، نوموړي له کرنې رياست څخه وغوښتل ، چې په دې برخه کې ورسره مرستې وکړي.
دغه راز هغه دکرنيز وسايلو د مرستې غوښتنه هم کوي او زياتوي، چې له دوى سره دې د قلبې د ماشينونو او نورو زراعتي توکو مرستې وشي.
د مقر ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى بيا د پستې د ځنګلونو د ژغورلو او بيا رغولو غوښتنه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې له دې ځنګلونو څخه  غريب خلک ګټه پورته کوي، خو اوس ځينې زورواکي پيدا شوي او دغه ځنګلونه وهي او له منځه يې وړي.
د ولايت د مرکز قلعه نوښار يوتن اوسېدونکى عبدالقيوم قايم وايي، چې ددوى تر ټولو لويه غوښتنه د برېښنا اسانتيا برابرول دي.
نوموړى وايي : (( که چېرې ښار ته برېښنا راشي نو د ژوند  هره برخه  به پرمختګ وکړي.))
هغه زياتوي، چې که د برېښنااسانتيا په ښار کې رامنځته شي، نو هم به ورسره د خلکو اقتصاد ښه شي او هم به د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي .
د قادس ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى سليمانخېل بيا په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي اسانتياوو برابرولو غوښتنه کوي او زياتوي چې ډېرى مهال ناروغان په لاره کې ساه ورکوي.
هغه وايي ، چې دوى ډېرى مهال خپل ناروغان هرات ولايت ته لېږدوي ، چې د سړک د خرابوالي او د نا امنيو له امله دوى په ځنډ سره هرات ښار ته رسيږي او ناروغان له ستونزو سره مخامخ کېږي.
سليمانخېل وايي، چې په ولسوالۍ او مرکز کې مسلکي ډاکټران نشته، په درملتونونو کې غير مسلکي کسان درمل پلوري او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.