Data Gathered Date: 

Wednesday, October 2, 2013 - 15:15

هرات ښار ( پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٢ ) : د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دې ولايت کې د ناامنيو ترڅنګ د څښاکو اوبو له کمښت،د پوهنې، روغتيايي ستونزو او د لويو لارو له خرابوالي  شکايت کوي.
ددې ولايت د مرکز قلعه نو ښار يو تن اوسېدونکى  محمد مشعل وايي، چې ددې ولايت ستونزې دومره زياتې دي، چې دى يې بيانولى نه شي .
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې مرکزي دولت دې ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، چې له امله يې د هرې ورځې له تېرېدو سره د خلکو ستونزې زياتېږي.
محمد مشعل وايي، چې د ولايت په مرکز د څښلو لپاره پاکې اوبه حياتي ستونزه ده،  چې دوى سره لاس او ګرېوان دي.
د هغه په وينا، څه موده مخکې د پي ار ټي په مرسته د اوبو يوه پروژه بشپړه شوه، خو دا ټولو ښاريانو ته بسنه نه کوي او ډېرى ښاريان تروې اوبه څښي ، چې له امله يې په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي.
د قلعۀ نو يو بل اوسېدونکى عبدالمقيم هم د څښاک د اوبو له نشتوالي سر ټکوي او زياتوي، چې خلک يوه بوشکه اوبه په ٥٠ افغانۍ پيري.
د هغه په وينا، د خلکو اقتصاد کمزورى دى او نه شي کولى ، چې هره ورځ د خپلو اړتياوو لپاره څو بوشکې وپيري .
 د قلعه نو دغه اوسېدونکي له حکومت څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو ترسره کولو غوښتنه وکړه.
ددې ولايت د مقر ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالحق مجروح بيا په دې ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې د کيفيت له ټيټوالي شکايت کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د ولسوالۍ په ډېرو ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي نشته، کتابونه په وخت نه رارسول کېږي او د ودانيو نشتوالى هغه ستونزې دي، چې د پوهنې بهير يې ټکنى کړى دى.
هغه زياته کړه : (( زما درې اولادونه ښوونځي ته ځي، خو ټول کتابونه نه لري، ځينې يې چې لري هغه په نوبت له ځانه سره ښوونځي ته وړي.))
نوموړي دا ستونزه هم ياده کړه چې اولادونو ته يې په مورنۍ ژبه زده کړې نه ورکول کېږي، چې له امله يې دوى سمه زده کړه نه شي کولى.
د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکى محمد ګل  بيا له  ولسوالۍ څخه تر مرکز  پورې د لارې له خرابوالي او نا امنيو څخه شکايت کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى هره ورځ له ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز ته د سر په بيه سفر کوي او هر وخت د وسله والو مخالفينو د بريد امکان وي.
دى وايي، چې په لاره کې د بريدونو ترڅنګ دغلو د راوتلو او د ماينونو د چاودنې وېره له دوى سره مله وي او د سړک خرابوالي يې ستونزې دوه برابره زياتې کړې دي.
محمد ګل له حکومت څخه د لارې دامنيت او ددغه سړک د جوړولو غوښتنه وکړه.
د قادس ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى سليمانخېل بيا په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي او زياتوي، چې ډېرى مهال ناروغان په لاره کې ساه ورکوي.
هغه زياتوي ، چې دوى ډېرى مهال خپل ناروغان هرات ولايت ته لېږدوي ، چې د سړک د خرابوالي او د نا امنيو له امله دوى په ځنډ سره هرات ښار ته رسيږي او ناروغان له ستونزو سره مخامخ کېږي.
سليمانخېل وايي، چې په ولسوالۍ او د مرکز په مرکز کې هم مسلکي ډاکټران نشته او په درملتونونو کې غير مسلکي کسان درمل پلوري او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
په بادغيس کې د مدني ټولنې يو تن فعال عبدالله دراني پژواک اژانس ته وويل، چې د هرات-بادغيس دسړک جوړولو کار له ځنډ سره مخامخ شوى دى.
د هغه په وينا، د کار له پيله يو کال تېرېږي، خو د پروژې لومړني پړاوونه لا هم نه دي بشپړ شوي.
د بادغيس د ولايتي شورا غړی عبدالمجيد شکيب هم د سړک پخولو له کار څخه شکايت کوي او زياتوي، تېر کال د تلې په مياشت کې يې چارې پيل شوي، خو په تېرو نهو مياشتو کې د يوې مياشتې کار هم نه دى شوى.
نوموړى له اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې د دغه سړک د کار د ځنډ څارنه او پلټنه وکړي.
د هرات د فوايد عامې رييس انجنير حبيب الله تيموري هم د خلکو شکايت پر ځاى بولي، خو زياتوي ، چې اوس د سړک کار چټک شوى او د کيفيت له پلوه هم هر وخت د کار څارنه کېږي.
ده پژواک اژانس ته وويل، چې د سړک چارې يواځې د ژمي په موسم کې د سړې هوا له امله ځنډېدلې وې، خو اوس بېرته له سره پيل شوې دي.