Data Gathered Date: 

Sunday, September 22, 2013 - 14:30

زرنج (پژواک ٢٦چنګاښ ٩٢) : نيمروز د افغانستان سوېل لوېديځ لوري ته له ايران او پاکستان سره په ګډه پوله پروت ولايت دى، زرنج ددې ولايت مرکز دى او د مرکز په ګډون شپږ اداري واحدونه لري.
د نيمروز ولايتي شورا  د دوو ښځو په ګډون اوه غړي لري.
ددې ولايت د خلکو عمده ستونزې د څښلو او کرنيزو ځمکو لپاره د اوبو نشتوالى ،بې کاري، د نشه يي توکو قاچاق او د لويو لارو خرابوالى دى.
ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي د بېلابېلو ستونزو په اړه خپل نظرونه په لاندې ډول څرګندوي.
معيوب : حکومت دې زموږ مرسته  زياته کړي
د دې ولايت د مرکز زرنج ښار اوسېدونکى عبدالحکيم ، چې پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال يې په جګړه کې دواړه پښې پرې شوې دي وايي، چې حکومت له دوى سره يا هېڅ مرسته نه کوي او که کوي يې، نو هغه ډېره کمه ده، نوموړي له حکومت څخه د ډېرې مرستې غوښتنه وکړه. هغه زياتوي، چې د هېواد لپاره يې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې دي، نو حکومت بايد د دوى اوکورنۍ د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره ډېرې مرستې وکړي. عبدالحکيم  وايي، چې دى او د کورنۍ ټول غړي يې اوس له خپل هېواد څخه دفاع ته چمتو دي.
د لېسې ښوونکى :  زموږ معاشونه دې زيات شي
د نيمروز د زرنج ښار د فرخي لېسې ښوونکى عبدالهادي بيا له دولت څخه د ښوونکو په معاشونو کې د زياتوالي او دوى ته د اوسېدو لپاره د ځمکو د نومرو غوښتنه کوي. هغه وايي ، چې دوى په ډېرو سختو اقتصادي شرايطو کې د هېواد د ښې راتلونکې لپاره زده کوونکو ته زده کړې ورکړي، خو ددوى اقتصادي حالت ډېر خراب دى، هغه وايي ، پکار  ده ، چې د پوهنې برخې ته ډېره پاملرنه وشي، خو دولت دې مهمې برخې ته هېڅ پاملرنه نه کوي.
دولتي مامور : د امنيتي ستونزو له امله ولسوالۍ ته نه شو تللى
د سميع الله په نامه د خاشرود ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى ، چې په زرنج ښار کې دولتي دنده لري، وايي چې د نا امنيو له امله نه شي کولى،چې خپلې سيمې ته ولاړ شي . هغه زياتوي، چې په لاره کې وسله وال طالبان راوځي ، موټر او خلک تالاشي کوي، نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې پر لويو لارو  دې امنيت خوندي کړي.
ټکسي چلوونکى : رايه نه اچوم
د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې يو تن ټکسي چلوونکى وايي ، چې پخوا يې هم دوه ځلې رايې اچولې دي، خو دده  کوم درد نه دى دوا شوى ، هغه زياتوي ،چې کانديدان د ټاکنو پر مهال غوړې غوړې ژمنې کوي، خو چې کله ټاکنې وګټي ، بيا د چا پوښتنه نه کوي.
د ځانمرګي بريد زيانمن :  ايران ځانمرګيان راليږي او موږ وژني
په نيمروز ولايت کې د ځانمرګي بريد له امله د وژل شويو کسانو د کورنۍ يو غړى عبدالقدير وايي ،چې ايران تل دې ولايت ته وسله وال او ځانمرګي بريدکوونکي را لېږلي دي . هغه له حکومت څخه  وغوښتل ، چې نيول شوي  ځانمرګي بريدکوونکي دې اعدام کړي  او له ايران سره دې اړيکې وشلوي. تېرکال په دې ولايت کې د ځانمرګي بريد له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، وروسته امنيتي ارګانونو وويل ، چې دا ځانمرګي بريدکوونکي له ايران څخه راغلي وو.
د زرنج دوکاندار : موږ ته دې د څښاک اوبه برابرې شي.
د  زرنج ښار يو  اوسېدونکى ګل احمد ، چې په ښار کې دوکانداري کوي ، د اوبو له نشتوالي سر ټکوي او زياتوي، چې هره ورځ د  هلمند سيند له لشکري کانال څخه٥٠٠ ټانکره  اوبه راوړي، خو چې په سيند کې اوبه کمې شي،  نو بيا خلک اوبه نه شي ترلاسه کولى. د هغه په وينا، په ټول زرنج ښار کې د څښلو د اوبو څلور ژورې څاه ګانې دي، چې د  خلکو ستونزې نه شي هوارولى. دى وايي ، چې خلک سهار وخته يا نيمه شپه  څاه ګانو ته ځي ، خو په اتو لسو ساعتونو کې هم ورته نوبت نه  رسيږي.