Data Gathered Date: 

Sunday, September 22, 2013 - 14:15

 زرنج ( پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٢ ) : د نيمروز ولايت د اوسېدونکو مهمې غوښتنې د څښلو لپاره د پاکو اوبو برابرول، د امنيت ټينګښت او د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوى کول دي.
 
د زرنج ښار يو تن اوسېدونکى ګل احمد وايي، چې دولت دې دوى ته د څښلو لپاره پاکې اوبه برابرې کړي، دوى نور له دولت څخه هېڅ غوښتنه نه لري.
 
هغه زياتوي ، چې که څه هم په دې ښار کې د هلمند سيند بهيږي، خو دوى  ترې ګټه نه شي پورته کولى او ټولې اوبه ايران ته اوړي.
 
د نوموړي په وينا، خلک په بوشکو کې له ټانکرو څخه اوبه اخلي او يو شمېر بې وزله خلک دغه کار هم نه شي کولى.
 
ددې ښار يو بل اوسېدونکى سيد محمد بيا د نشه يي توکو د قاچاق او  د اداري فساد د مخنيوي غوښتنه کوي.
 
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې ددې ولايت په ګمرک او نورو ادارو کې فساد ډېر زيات او پراخه شوى  او دولت يې بايد مخنيوى وکړي.
 
دى وايي، چې نيمروز له ايران او پاکستان سره لويه او اوږده ګډه پوله لري او له همدې امله د نشه يي توکو قاچاق پکې زيات شوى دى.
 
د نوموړي په وينا، د نشه يي توکو د ازاد قاچاق له امله له يوې خوا فساد ته لاره هوا ره شوې ده او  له بلخوا ډېرى خلک په نشه يي توکو هم روږدي شوي دي.
 
د چنارتو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى صفي الله وايي، چې نا امنۍ نه يواځې د خلکو ژوند  له ګواښ سره مخ کړى، بلکې په دې ولايت کې يې د پرمختګ مخه هم نيولې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل ،چې په دې ولايت کې د کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د پرمختګ ښه چانسونه شته، خو نا امنۍ ورته ستر ګواښ رامنځته کړى دى.
 
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل ، چې تر هر څه مخکې دې  ددغه ولايت د امنيت لپاره جدي اقدامات وکړي.
 
ددې ولايت دچاربرجک ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس سهراب له حکومت څخه په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي کلينيکونو جوړولو غوښتنه کوي.
 
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه راز په دې ولسوالۍ کې د لارو خرابوالى ، د مسلکي ښوونکو نه شتون او د مخابراتي شرکتونو نه فعاليت هم د خلکو مهمې ستونزې دي، چې حکومت بايد ورته د هواري لارې پيدا کړي.
 
نوموړى وايي، چې د لارو د خرابوالي له امله دوى نه يواځې په څو ساعتونو کې د ولايت مرکز ته نه شي رسېدلى، بلکې د موټرو کرايې هم لوړې دي.
 
د کنګ ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي نبي جان هم په دې ولسوالۍ کې د اوبو له نشتوالي شکايت کوي او له حکومت څخه ددې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
 
دى وايي ، چې د څښلو د اوبو ترڅنګ کرنيزې ځمکې هم اوبه نه لري ، چې له امله يې د خلکو ځمکې بنجرې او ويجاړې شوې دي.
 
ده زياته کړه،چې په دې ولسوالۍ کې زرګونه څاروي د وچکالۍ له امله مړه شوې دي.
 
هغه له حکومت څخه وغوښتل ، چې د زرنج له  لشکري کانال څخه د کنګ د ولسوالۍ د خلکو اوبه را جلا کړي.
 
د چخانسور ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى مهر احمد بيا په دې ولسوالۍ کې خلکو ته د کار روزګار پيدا کولو غوښتنه کوي.
 
هغه زياتوي ، چې ددې ولسوالۍ ځوانان د بې کارۍ له امله يا نشو ته او يا هم جګړو ته مخ کوي.
 
د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکى غلام محي الدين بيا کرنيزو ځمکو ته داوبو غوښتنه کوي او زياتوي ، چې که اوبه پيدا شي، د خلکو اقتصادي ستونزې هوارېږي او کرنه پرمختګ کوي.
 
هغه له حکومت څخه وغوښتل ، چې په دې ولسوالۍ کې کانالونه او ويالې پاکې کړي، څو کرنيزو ځمکو ته اوبه په وخت ورسيږي.