Data Gathered Date: 

Thursday, September 19, 2013 - 11:15

فراه ( پژواک، ١٢وږى ٩٢): د فراه ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې  ناامني،اداري فساد، د بيارغونې د کارونو کمښت،بې کاري ، د يو شمېر ښوونځيو بندېدل او د محاکمو په برخه کې له ستونزو او مشکلاتو ځوريږي.
دوى له دولت څخه غواړي، چې د يادو ستونزو د حل په موخه دې جدي اقدامات وکړي که نه نو  د ستونزو کچه به نوره هم پورته شي.
د بالابلوک ولسوالۍ د شيوان اوسېدونکي عبدالودود پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې يې په دغې ولسوالۍ کې هېڅ ښه ورځ نه ده ليدلې، نوموړى وايي چې د يادې ولسوالۍ په ډېرى برخو کې هره ورځ شخړې او نښتې روانې وي.
د عبدالودود په وينا، چې په تېرو لسو کلونو کې په دغه ولسوالۍ کې د مخالفينو فعاليتونه موجود دي او ورځ تر بلې په کې د مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ شخړې زياتيږي.
ده وويل: (( د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په جنګ کې موږ بې ګناه خلک وژل کيږو، د ورځې او شپې ارام مو نشته.))
د بکوا ولسوالۍ اوسېدونکى ګل احمد هم له امنيتي ستونزو شکايت کوي او وايي چې د دوى د ولسوالۍ ګڼ شمېر سيمې د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې دي.
نومو ړى وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې له تېرو لسو کلونو راهيسې هېڅ کوم د بيارغونې کار نه دى شوى او له ولايتي ادارې څخه دغه ولسوالۍ بيخي له ياده وتلې ده.
ګل احمد زياته کړه: ((په دې ولسوالۍ کې حتى يو ښوونځى او کلينيک هم نشته.))
د ده په خبره ، چې د يادې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکو د نا امنۍ له وجې له دغې ولسوالۍ څخه د فراه مرکز،هرات، نيمروز او داسې نورو ځايونو ته کډې کړې دي، تر څو له يوې خوا د ناامنۍ څخه وساتل شي او له بلې خوا يې ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شي.
د ګلستان ولسوالۍ قومي مشر ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل ، چې له دې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي په دې خاطر چې ناامني ده او ښوونځي نشته نورو سيمو ته کډه شوي دي.
د ده په خبره، چې اول بايد امنيتي ستونزې کمې شي او هر کله چې امنيت برابر شي، نو له هغه وروسته به د بيارغونې او ښوونځيو چارې پيل شي.
د خاکسفيد د ولسوالۍ د ديوال سرخ اوسېدونکي اسدالله وويل،چې په دغه ولسوالۍ کې د  ولسوالۍ د مقام او امنيه قوماندانۍ نه پرته  نوره هېڅ کومه اداره فعاليت نه کوي.
نوموړى وايي ، چې په دغه ولسوالۍ کې د نورو ادارو نه فعاليت په خپله وسله والو ته د فعاليت زمينه برابروي، چې له امله يې د ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي له ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي.
دى وايي ،چې ډېرى وخت د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د ستونزو د حل لپاره طالبانو ته مراجعه کوي او د هغوى په محاکمې کې يې فيصله کيږي.
‎بلخوا د فراه د ښار اوسېدونکى ننګيالى محمدي وايي ،چې په تېر څو کلونو کې ورځ تر بلې د بې کارۍ کچه لوړيږي او ګڼ شمېر ځوانان ، چې زده کړې يې کړې دي، بې کاره ګرځي.
هغه وويل: (( د کار د زمينې د نه شتون له وجې زموږ ډير ځوانان په قاچاقي لارو ايران ته د کار لپاره ځي ، چې ځينې يې په مرز کې د ايراني پوليسو له لوري زخمي او يا هم وژل کيږي.))
محمدي وايي ، چې په دغه ولايت کې زرګونه ځوانان په نشه يي توکو روږدي شوي،  خو تر اوسه يې پر وړاندې کوم جدي غبرګون نه دى ښودل شوى .
دى وايي ، چې دولت بايد د بيارغونې چارو ته پاملرنه وکړي او بنيادي پروژې پلې کړي، چې له يوې خوا په کې ځوانان په کار بوخت شي او له بلې خوا د بيارغونې چارې پيل شي.
د ولايتي شورا منشي شريفې سادات پژواک ته وويل ، چې په وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې اداري فساد اوج ته رسېدلى او هم په دغه ولايت کې د بيارغونې پروژې نه دي عملي شوي او د ښوونځيو درسي کيفيت هم ټيټ شوى دى.
نوموړى وايي، چې د ادراي اصلاحاتو او ملکي خدماتو له لارې چې کوم پوستونه اعلانيږي او کوم شخص ورته انتخابيږي په کې له بډو او روابطو څخه کار اخيستل کيږي ، چې دغې مسئلې دوى ټول اندېښمن کړي دي.
سادات وايي ، چې په تېرو کلونو کې زرګونه جريبه ځمکه په دغه ولايت کې د زورواکوله لوري غصب شوې ده.
هغه وايي: (( هغه دهقانان چې هندواڼې،انار، ميوجات او نور سبزيجات کري، ډېر وخت متضرره وي ځکه چې له يوې خوا مارکېټ نشته او له بلې خوا داسې خونې نشته ، چې دوى په کې توليد شوي توکي وساتي.))
د نوموړې په وينا، چې دهقانانو ته تر اوسه هېڅ کومې ادارې کار نه دى کړى.
د فراه د ولايتي شورا رييس عبدالبصير خيرخوا پژواک ته د فراه د خلکو ستونزې تاييد او زياته يې کړه چې د فراه په ډېرى ولسواليو کې دولتي ادارې فعاليت نه لري.
نوموړي وويل: (( په نهو ولسواليو کې د محاکمو د نه شتون له وجې خلک خپلې ستونزې له طالبانو سره شريکوي او پر هغوى يې حلوي.))
نوموړى وايي ، چې ځينې وخت يو شمېر ستونزې قومي مشران حلوي ، خو يو شمېر قومي مشران د شريعت او نافذه قوانينو خلاف فيصلې کوي ، چې دغو فيصلو د خلکو په منځ کې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.
خېرخوا وايي، چې ولايتي شورا تر دې مهاله دا ستونزې له ولايتي ادارې سره څو ځلې شريکې کړي، مګر تر اوسه پورې ولايتي ادارې د حل لپاره کوم کوټلي ګامونه نه دي اخيستي.
د پشت رود ولسوالۍ يو دهقان پژواک ته وويل، په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې او روغتيا چارې کم رنګه دي ، چې د ولسوالۍ اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي وويل ،چې د دوى په سيمه کې روغتيايي خدمات ډېر کمرنګه دي او سړک يې هم خامه دى ، هر کله چې مريضان انتقالوي، نو له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي.
د مدني ټولنې فعال حميد الله رحماني وايي ، چې په ياد ولايت کې د ولايتي  روغتون خدمات معياري نه دي او پکار ده چې په دغه برخه کې جدي توجه وشي.
رحماني وايي ، چې دغه روغتون د فراه د ټولو اوسېدونکو لپاره لازم امکانات نه لري، نو مرکزي اداره دې په دغه برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
شکرالله چې له ګلستان ولسوالۍ څخه مرکز فراه ته را کډوال شوى وايي، چې دوى  د سرپنا د نه شتون  له ستونزې سره مخ دي.
ده زياته کړه: (( زه يوه بيسوه ځمکه نه لرم چې کور په کې جوړ کړم،مګر زور واکانو زرګونه جريبه ځمکه غصب کړې ده بايد مخنيوى يې وشي.))
د ده په وينا ، چې څو ځله يې ښاروالۍ ته مراجع کړې، مګر تر اوسه پورې ښاروالۍ دوى ته ځمکه نه ده ورکړې او هغه څوک چې اړيکې  لري ، څو نومرې ځمکه يې تر لاسه کړې ده.