Data Gathered Date: 

Tuesday, September 17, 2013 - 09:30

 کندوز(پژواک،٢٠ وږى ٩٢):د کندوز ولايت اوسېدونکي وايي، چې په ټاکنو کې برخه اخيستو ته چمتو دي، خو دټاکنو په روڼوالي ټينګار لري او له اړوندو چارواکو غواړي، چې دغه پروسه په بشپړ روڼوالي ترسره کړي.
کندوز ولايت ٦ ولسوالۍ او مرکزونه لري او دکابل په ٣٠٠ کيلومترۍ کې پروت دى.  .
 چهاردره او دشت ارچي ددغه ولايت له نا امنو ولسواليو څخه دي، چې په تېرو ټاکنو کې په کې دغه پروسه  رڼه نه وه.
لاندينى راپور ددغه ولايت دڅلورو ولسواليو او کندوز ښار د شپږو اوسېدونکو سره د خبرو په بنسټ جوړ شوى، چې دوه يې ښځې دي.
 د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصل: په کندوز کې تېرې ټاکنې ټولې له درغلۍ او تقلب نه ډکې وې.
 د کندوز پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصل او د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٩ کلن عبدالرحمن وايي، چې په تېرو ټاکنو کې په دغه ولسوالۍ کې په څو ټاکنيزو سايټونو کې درغلي وشوه.
نوموړى وايي:((دا چې په دغه ولسوالۍ کې امنيت نه و، نو څوک څارنې ته نه راتلل، همدا موضوع ددې سبب شوه، چې ځينې صندوقونه د مشخصو  کانديدانو په ګټه ډک شي.
 دغه محصل وويل، چې که امنيتي ځواکونه سر له اوسه امنيت ته پام وکړي او له ټاکنو پروسې سم نظارت وشي، نو امکان شته چې ددرغليو مخه ونيول شي.
بزګر: شخصي ژوند مې ښه ، خو امنيت خراب شوى
 د فتح محمد په نامه د خان اباد يو کروندګر وايي، چې پخوا بېکاره و، خو د حامد کرزي دحکومت په راتګ سره يې د ژوند کچه ښه شوې ده.
هغه زياته کړه، خپله رايه به هغه چا ته ورکړي، چې د خوارانو او مسکينانو له غم او درد نه خبر وي.
  دى وايي، چې د ناقانونه وسله والو شتون او دحاصل پر مهال دعشرو زکات را ټولول  ددوى اندېښنې زياتې کړي او له راتلونکي ولسمشر غواړي، چې په راتلونکي کې ددوى ستونزې حل کړي.
 هغه وويل، که له ولسمشر سره مخامخ شي، نو له هغه څخه به يې لومړى غوښتنه سوله او  دويمه غوښتنه بيارغونه وي .
د دولت مامور: په ډېرى دولتي ادارو کې اداري فساد شتون لري
 حکمت الله  قيومي ،چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې په برېښنا رياست کې کار کوي، خو د مراجعينو د وينا له مخې په ځينو دولتي ادارو کې فساد شتون لري.
دى وايي، خپله رايه به هغه چاته ورکړي، چې فساد له منځه يوسي، غوره ځانګړتياوې ولري او خلکو ته واقعي خدمت وکړي.
  سرچينه وايي، چې راتلونکى ولسمشر بايد د فساد له منځه وړلو تر څنګ ځوانانو ته دکار زمينه برابره کړي، د بې کارۍ مخه ونيسي، فابريکې او شرکتونه جوړ کړي، پراختيايي پروژې پلې کړي، تلپاتې امنيت راولي، ښځو او پوهنې ته پاملرنه وکړي.
اهل هنود: د اهل هند په حقونو دې سترګې نه پټېږي
 په کندوزکې د اهل هندو استازى لالا دلسوز وايي، هغه چا ته به خپله رايه وکړي، چې لږ تر لږه د دوى حق تثبيت کړي.
دغه ٥٤ کلن هندو وايي:((همدا اوس زموږ اولادونو ته د زده کړې زمينه نه ده مساعده، د مړو دسوځولو ځاى نه لرو، خپل مړي جلال اباد ته وړو او هلته يې سېځو.))
 دلسوز وايي، چې ژوند يې ښه شوى، خو امنيت نه لري. دپخواني والي انجنير عمر  په وخت کې دوى ته يوه يوه نمره ځمکه ورکړل شوې وه ، خو تر اوسه هم دغه تصميم نه دى عملي شوى.
 لالا دلسوز له اوسني حکومت راضي دى او وايي، چې په ټاکنو کې ګډون کوي او خپله رايه به هغه چاته ورکړي، چې د اهل هندو ټولې اړتياوې پوره کړي.
مور: ژوند مو ښه شوى
 د قعله زال ولسوالۍ اوسېدونکې ٣٠ کلنه ګل څېره، چې د ٣  اولادونو مور ده وايي، چې خاوند يې د ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې ښوونکى دى. دې د رايې کارت اخيستى او خپل خاوند سره به يې په سلا مشوره تصميم ونيسي، چې په ټاکنو کې چاته رايه ورکړي.
 ياده مور له حکومت راضي ده او وايي، چې د تېرو کلونو په  پرتله يې په ژوند کې ښه تغيرات راغلي دي.
هټيوال: داسې کانديد ته رايه ورکوم، چې لاس يې په وينو نه وي سور
 د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٦ کلن نويد احمد، چې د بزازۍ دوکان لري، وايي، چې امنيت خوندي شوى او خپله رايه به داسې چا ته ورکړي، چې لاسونه يې دملت په وينو سره نه وي او په جګړو کې يې ګډون نه وي کړى.
دهغه په خبره، راتلونکى ولسمشر بايد د امام صاحب ماسټر پلان پلى او دغه ولسوالي دې د ولايت کچې ته لوړه کړي.
ډاکتر: د ټاکنو له پخواني کارت نه کار اخلم
 د کندوز ښار اوسېدونکى ٣٥کلن ډاکترحميدالله، چې د کندوز ښار سينما واټ کې کتنځى لري، وايي :(( دټاکنو کارت راسره و، مناسبه مې ونه ګڼله، چې بيا کارت واخلم، ځکه پخواني کارتونه اعتبار لري.))
 
حميدي له راتلونکي ولسمشره غواړي، چې دخلکو د ارمانونو په پوره کولو کې دې هڅه وکړي، ځکه چې دوى په اوسني حکومت باور نه لري ، دى دعدالت،مساواتو، دبېوزلۍ د کمښت، د فساد مخنيوي او بيا رغونې کارونو دچټکوالي غوښتونکى دى.
دغه ډاکټر له راتلونکي ولسمشره غواړي، چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره دې خبرو ته کېني او سوله دې خوندي کړي.
ترافيک : له موږ سره دې مرسته وشي
 د کندوز ښار دامام صاحب واټ يو ترافيک قاسم وايي، چې په تېرو کلونو کې يې سخت درد او غم ليدلى، لومړى ستونزه يې بې وزلي او بيچاره ګي ده.
دغه ٤٠ کلن ترافيک زياتوي، چې هره ورځ په دغه واټ کې  ترافيکي چارې تنظيموي ، خو معاش يې بيخي کم دى.
 دغه ترافيک، چې د رايې کارت يې تر لاسه کړى، هيله څرګندوي، چې د ټاکنو پرمهال به له نورو ترافيک ملګرو سره مشوره وکړي او خپله رايه به يوه وړ  کانديد ته ورکړي.
 دا څرګندونې په داسې حال کېږي،  چې د روان کال په لومړيو کې په کندوز ښار کې يوه ځانمرګي بريد کې له ترهګرۍ سره دمبارزې مدير، د ترافيکو مدير او ١٠ نور ملکي وګړي او پوليس ترافيک ووژل شول.