Data Gathered Date: 

Tuesday, September 17, 2013 - 09:30

کندوز(پژواک،٢١ وږى٩٢): د کندوز ولايت د غير قانوني وسله والو د بيا پيدايښت، اداري فساد او وزګارتيا څخه شکايت کوي او په دې برخه کې د دولت دجدي پاملرنې غوښتونکي دي.
د کندوز ولايت شورا غړي او اوسېدونکي وايي، چې سږکال د کندوز په ځينو سيمو په ځانګړي ډول د چهاردرې ولسوالۍ او د خان اباد او دشته ارچي په ځينو برخو او په کورتيپه، تلوکه او کندوز ښار زاخيل سيمه کې  يو ځل بيا وسله والو طالبانو نفوذ کړى دى.
دوى داندېښنې په څرګندولو سره له امنيتي چارواکو غوښتنه لري، چې د سوله ييزې فضا راوستلو لپاره دې  امنيتي پروګرامونه دې طرحه او پلي کړي.
د کندوز ولايتي شورا غړى محمد يوسف ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ځينو ولسواليو کې امنيت نه شته، ډېر کله د لارو په اوږدو کې د تښتونو، وسله والو غلاګانو او لوټمارۍ پېښې رامنځته کېږي.
هغه زياته کړه:(( په تېرو دوو اونيو کې په مرکز او ولسواليو کې د غلاګانو خبرونه ورکړل شول، موږ ياده موضوع له امنيتي بنسټونو سره شريکه کړه.))
د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه، دده دمعلوماتو له مخې، همدا اوس وسله وال طالبان او غير قانوني وسله والو په ځينو سيمو کې ظلم کوي، خو د دولت له خوا يې لا هم دمخنيوي کوم پروګرام نه دى جوړ شوى.
ايوبي ګواښ وکړ، چې که وضعيت همدا ډول دوام ولري، نو په کندوز کې به پراخ لاريونونه پيل کړي.
کندوز ولايت د پلازمېنې کابل په ٢٩٨ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې بغلان ولايت، سالنګ تونل او پروان څخه تر تېرېدو وروسته له کابل سره نښلول کېږي.
د کندوز ځينې اوسېدونکي ددغه نا امنيو پړه پر اربکيانو ور اچوي او د پروژې د پلي کېدو له ټکني بهير څخه هم شکايت لري.
د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالحميد وايي، چې د اربکيو شتون او فعاليت ددغې ولسوالۍ امنيت خراب کړى دى.
هغه وويل:((اربکيان مو په هر ډول ځوروي، عشر او زکات اخلي، بې نظمي او ګډوډي جوړوي او دقومونو ترمنځ ستونزې او جنجالونه پيدا کوي.))
سرچينې وويل، چې که پروژې پلې کېږي، نو اربکيان په يوه ډول نه يوه ډول لاسوهنه په کې کوي.
اربکي هغه قومي ځواک ته ويل کېږي، چې له تنخوا پرته دخپلې سيمې په امنيت کې ونډه اخلي، خو اوس مهال دغه نوم هغو ځواکونو ته اخيستل کېږي، چې  د دولت په اډانه کې رسميت نه لري، خو د دولت له خوا د مخالفينو پر وړاندې په وسله او امکاناتو سمبالېږي.
خو ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د اربکي په نامه کوم ځواب نه شته او ياد کسان هغه غير قانوني وسله وال دي، چې  خلک ځوروي او په راتلونکي کې به يې بې وسلې کړي.
وزګارتيا هم ددغه ولايت د خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو يوه بله ستونزه ده.
د کندوز د قلعه زال يو اوسېدونکى وايي، چې  ددغې ولسوالۍ ډېرى ځوانان د بې کارۍ له امله ايران او پاکستان ته تللي دي.
هغه زياته کړه:(( دا چې کار نه شته ، نو ځوانان مو په غير قانوني ډول ايران ته ځي، دوى يا رسېږي او يا په لارو کې ووژل شي.))
دغه ځوان هټيوال له دولت څخه وغوښتل، چې دځوانانو دا ډول تګ مخه دې  د فابريکو او توليدي شرکتونو په جوړولو ونيسي.
د ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي هم وايي، چې نا امنۍ،  بنسټيزو پروژ، وزګارتيا، اداري فساد او نورو برخو ته دتېر کال په پرتله کمه پاملرنه شوې او دې ستونزو دولت او خلک سره لرې کړي دي.
هغه وويل:(( موږ د کندوز له بېلابېلو برخو دا ډول تر لاسه کړي شکايتونه چارواکو ته رسولي، خو دحل په اړه يې تر اوسه څه اقدام نه دى شوى.))
ددې ولايت د دشت ارچي يو شمېر اوسېدونکي دولت او نړيواله ټولنه دغې ولسوالۍ ته په کمه پاملرنه تورنوي او وايي، چې په تېره يوه لسيزه کې يو اغېزمن کار هم په دغه ولسوالۍ کې نه دى شوى.
 ددغې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمدشاه وويل:(( په تېرو لسو کلونو کې امنيتي وضعيت نه دى ښه شوى،طالبان هره خوا ګرځي او دولت يې مخه نه نيسي، پروژې اوکارونه نه شته، خلکو هېڅ پرمختګ نه دى کړى، تل له جګړو په اندېښنه کې دي.))
دهغه په خبره، په تېرو لسو کلونو کې دخلکو په ژوند کې بنسټيز بدلونونه  نه دي راغلي، چې عمده لامل يې نا امني ده.
د کندوز ښار دکوچي سيمې اوسېدونکى محمودخان وايي، چې د نوي حکومت له پيل څخه تر اوسه پورې د کوچيانو په ژوند کې څه تغيير نه دى راغلى .
د هغه په خبره، حقوق يې تر پښو لاندې کېږي ،  څړځايونه او څاروي يې هم ترې زور واکو اخيستي دي.
د کندوز ولايت د شيرخان بندر يو سوداګر وايي:(( د شيرخان بندر – کندوز څو ځله وسله وال غله درېدلي، يايي له سوداګرو پيسې اخيستي او يايې هم برمته کړي دي.))
دغه سوداګر زياته کړه، ځينې سوداګر چې د وسله والو له خوا تښتول شوي وو، بېرته د پيسو په بدل کې راخوشې شوي او اوس يې له سوداګريزو کارونو لاس اخيستى دى .
کندوز دهېواد له شمال ختيځو ولايتونو څخه يو دى، چې د شيرخان سوداګريز بندر او امو سيند له لارې د تاجکستان سره نښتى دى.
سوداګر وايي، چې که دولت يې امنيت ونه نيسي او ستونزې يې حل نه کړي، نو ډېرى سوداګر به له خپل مسلک سره مخه ښه وکړي.
په ټوله کندوزيان وايي، چې د ښاري ماسټر پلان نه پلي کول،  د ښاري سړکونو د پلنوالي کموالى،  د ښار مرکز ته دځينو ولسواليو د اوسېدونکو نه لاسرسى، د نښلوونکو لارو نه پخېدل؛ ټول له هغو ستونزو دي، چې تر اوسه يې دکمښت په اړه څه اقدام نه دى شوى، خو که پاملرنه ورته وشي، نو دخلکو د امنيت، سوکالۍ او ارامښت سبب به شي.