Data Gathered Date: 

Tuesday, September 17, 2013 - 09:15

کندوز (پژواک، ١٢وږى ٩٢) د کندز ولايت اوسېدونکي سره له دې چې د امنيت د ټينګښټ، د بېکارۍ د له منځه وړلو، د بيارغونې د بهير د چټکتيا، د ښځو د حقوقو د پلي کولو او هغوى ته د کار غوښتونکي دي، له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي، چې بنسټيزو پروژو ته پاملرنه زياته کړي.
د کندوز د ولايتي شورا غړى محمد يوسف ايوبي وايي، چې د نورو ولايتونو په پرتله په کندوز ولايت کې بسټيزو پروژو ته کمه پاملرنه شوې ده.
 
د هغه په وينا، د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال، د ١٩٥٠ زېږديز کال په لسيزه کې لويې پروژې لکه د برېښنا د بند جوړول، د اوبو رسولو پروژه او د خان اباد ولسوالۍ د کانال غځول او په لسګونو نورې پروژې عملي کېدلې، چې خلک يې تر اوسه يادونه کوي.
 
ايوبي زياتوي، که څه هم په تېره يوه لسيزه کې په کندوز کې د پام وړ کارونه شوي، خو لا هم ډېرې ستونزې پر ځاى پاتې دي، چې د خلکو د اړتياوو د پوره کولو په موخه بايد ورته جدي پاملرنه وشي.
د ولايتي شورا دغه غړي د دشت ارچي او قلعه زال ولسواليو د سړکونو قير کولو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې خلک د اوړي او ژمي په موسمونو کې د سړکونو د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ کېږي، چې بايد د جوړولو غم يې وخوړل شي.
 
هغه د دغه ولايت په ځينو برخو کې د امنيت نشتوالى د بيارغونې د کارونو پر وړاندې خنډ وګاڼه او ويې ويل: ((که ډاډمن امنيت موجود واى، نو اوس به د لويو پروژو کارونه روان وو او د بې کارۍ ستونزه به نه پېښېدله، پانګوال د فابريکو جوړولو ته هڅېدل او د بې کارۍ ستونزه له منځه تلله.))
 
 ايوبي د امنيت ټينګښت او د بې کارۍ له منځه وړل د خلکو مهمې غوښتنې وبللې او ويې ويل، چې هر کال سلګونه ځوانان د بېکارۍ له امله ګاونډيو هېوادونو ته د کار لپاره ځي.
 
د کندوز ولايت اوسېدونکي هم د امنيت نشتوالى او د بيارغونې د بهير ورو والى د خپلو عمده ستونزو په توګه يادوي.
 
د کندوز د ښاريانو له ډلې يوه تن محمد صابر وويل، د خلکو د بېکارۍ ستونزه د اقتصادي ودې، د کرنې د سيسټم د پرمختيا او د فابريکو جوړولو له لارې له منځه ځي او امنيت ټينګېږي.
 
د هغه په خبره، د خلکو بنسټيزو غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې؛ نه ورته امنيت راوستل شوى او نه هم د هغوى لپاره سالمې کاري بوختياوې برابرې شوي، تر څو په راتلونکي کې له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.
 
محمد صابر زياتوي: ((اوسمهال ګڼ شمېر ځوانان د ناامنۍ او بې کارۍ له امله په پرديو هېوادونو کې په کار بوخت دي، که هغوى ته په خپل هېواد کې دننه د کار زمينه برابره شي، نو بيا په بهرنيو هېوادونو پاکستان او ايران کې کار کولو ته اړتيا نه ليدل کېږي.))
 
د کندوز ښار يو بل اوسېدونکى محمد ايوب بيا ځوانانو ته د کاري او تعليمي اسانتياوو د برابرولو غوښتنه کوي او له سيمه ييزو مسوولينو غواړي، چې د ځوانانو د استعدادونو او وړتياوو د غوړولو او ودې په موخه دې غوره شرايط برابر کړي.
 
نوموړى چې د کندوز پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د دويم کال محصل دى، د ښوونکو د تنخواګانو ټيټوالى، د درسي کتابونو ټيټ کيفيت، د خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونو د فيس لوړوالى او د تحصيلي بورسونو په برخه کې د مسوولينو نه پاملرنه د يو شمېر نورو ستونزو په توګه يادوي.
 
د کندوز د شېرخان ليسې د زده کوونکيو له ډلې څخه د نور بخش په نوم يوه زده کوونکي د امنيت د ټينګښت تر څنګ د زده کړو لپاره د ښو شرايطو او په بهر کې د لوړو زده کړو لپاره د اسانتياوو برابرول د دغو ستونز حل ګڼي.
 
د ده په وينا، اوس مهال په دولت کې داسې کسان په کار ګومارل شوي، چې بشپړه زده کړه، پوهه او کاري تجربه نه لري.
 
دغه زده کوونکي غوښتنه وکړه، چې د اړيکو او واسطو له لارې دې په دندو د ګومارلو پروسه ودرول شي او کارونه دې اهل کسانو ته وسپارل شي، چې په دې توګه به له يوه پلوه په شرايطو پوره کسانو ته کار پيدا شي او له بله پلوه به د بېکارۍ ستونزه له منځه لاړه شي.
 
کروندګر هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او د کرنې د سکتور د ودې غوښتونکي دي.
 
د ظريف باى په نوم د چهاردرې ولسوالۍ يو کروندګر کرنه د خلکو د اقتصادي ودې سرچينه ګڼي، دغه راز د اوبو لګولو د سيسټم د رغونې غوښتنه کوي او وايي، که کرنه وده وکړي، نو د کروندګرو ډېرې ستونزې به له منځه لاړې شي.
 
دغه بزګر وويل، په کانالونو کې د پخوا په پرتله اوبه کمې شوې دي، په کار ده، د دغې ستونزې د هواري په موخه د بندونو د جوړولو کار پيل شي، چې له يوه طرفه به خلکو ته کار پيدا شي او له بله پلوه به پراخې دښتې په کرنيزو ځمکو بدلې شي.
 
د ده په وينا، اوس مهال د چهاردرې کروندګر د موسمي اوبو را اوښتلو له ستونزې سره مخ دي او له همدې امله له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د چهاردرې سيند څنډې وتړي.
 
ظريف باى وايي، هر کال د سيند د اوبو د را اوښتو له کبله د چهاردرې سربندونه ويجاړېږي، وروسته دغه اوبه له امو سيند سره يو ځاى کېږي، چې د کرنيزو ځمکو، باغونو، بندونو او سربندونو د تخريب سبب ګرځي، چې دولت يې بايد غم وخوري.
 
 هغه وويل، په دې وروستيو کلونو کې نه يواځې د چهادرې، بلکې د مرکز او پنځو نورو ولسواليو کروندګرو هم ښو پرمختګونو ته لاسرسى موندلى او ورځنى ژوند يې د تېر په پرتله ښه شوى دى.
 
کندز د هېواد له شمال شرقي ولايتونو څخه دى، چې د ډېرو اوسېدونکو اقتصاد يې پر کرنه او مالدراۍ ولاړ دى.
 
 د کندوز اوسېدونکي په دې باور دي، که دولت کرنې، پوهنې، ښځو، د کليو بيارغونې، لوړو زده کړو، روغتيا او نورو سکتورونو ته چې د خلکو مهمې اړتياوې دي، پاملرنه زياته کړي، نو شته ستونزې به له منځه لاړې شي.