Data Gathered Date: 

Wednesday, September 11, 2013 - 14:45

 
کلات ( پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٢) : د زابل اوسېدونکي وايي ، چې نا امني ، بې روزګاري ،  تړلي ښوونځي او اداري فساد يې مهمې ستونزې دي .
د شينکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۶ کلن محمد وايي، چې په ولسوالۍ کې يې د خلکو تر ټولو لويه ستونزه بې روزګاري ده.
هغه وويل، چې امنيتي حالات خراب دی ځکه نو په سيمه کې يې د بيارغونې لپاره کار نه دی شوی او ډېری ځوانان بې روزګاره دي، چې يوشمېر يې د کار لپاره پاکستان ته هم ځي.
نوموړی زياته کړه، چې په تېرو يوولسو کلونو کې د دوی په ژوند کې چندان بدلون نه دی راغلی، د خلکو ژوند په ټپه ولاړ دی او دا د دې لامل شوی، چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د شهرصفا ولسوالۍ اوسېدونکی محمدعمر وايي، هم د خلکو لپاره نن سبا تر ټولو لويه ستونزه کمزوری اقتصاد دی، چې بې کارۍ له امله ورځ تربلې خلک له ستونزو سره مخ کېږي او لګښتونه پورته ځي.
نوموړی وايي، مخکی به پروژې وې خلکو به کار کاوه، سوداګري هم ښه وه، خلکو به پيسې په کارونو بندولې، خو له تېر شاوخوا يوه کال راهيسي هم د بيارغونې کارونه کم شوي او هم کار وبار کمزوری شوی دی.
د ده په وينا، که خلکو ته بېرته کار وبار پيدا نشي کيدای شي بې روزګاري او اقتصادي ستونزې خلک اړ کړي، چې له وسله والو مخالفينو سره يو ځای شي او يا هم غلا او ډاکو ته مخه کړي.
د کلات ښار اوسېدونکی محمد ابراهيم بيا خپله تر ټولو لويه ستونزه نا امني بولي او زياتوي، چې کال په کال په دې ولايت کې امنيتي حالات مخ پر خرابېدو دي.
هغه وويل، هره ورځ خلک وژل کېږي، چاودنې کېږي او دغو پېښو د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی، خلک پر هېڅ شي باور نه لري او وېره پرې خوره ده.
ابراهيم وايي، ناامني په دې ولايت کې د ستونزو مور ګرځېدلې، چې بې روزګاري يې رامنځ ته کړې، ښوونځي يې تړلي او له خلکو نه يې د خپلو امکاناتو د ګټې اخيستو وس اخيستی دی.
دی زياتوي، چې د همدې ناامنۍ له امله حکومت په موټر سايکلونو او طالبانو پر موټرو بنديز لګولی دی.
د شاه جوى ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحکيم هم د خلکو لويه ستونزه ناامني بولي او زياتوي، چې نه لويې لارې خوندي دي او نه هم د کليو لارې.
هغه وايي، په ټولو لارو ماينونه خښ شوي او هره ګرۍ د خلکو ژوند ګواښي.
د ده په خبره، د سړک د غاړې په ماينونو کې ګڼ شمېر ملکي کسان وژل شوي او په لرو پرتو سيمو کې خلک له ډاره په موټرو کې نه؛ بلکې پلی تګ راتګ کوي.
خو د کلات ښار اوسېدونکی نورمحمد کمزورې دولتي ادارې او په کې شته پراخ اداري فساد سترې ستونزې ګڼي، چې له امله يې خلک له حکومته کرکه کوي.
د ده په خبره، په هېڅ حکومتي اداره کې قانون نه پلی کېږي، که چا واسطه درلوده او يايې مامورينو ته پيسې ورکړې؛ نو کار يې خلاصېږي که نه په ورځو ورځو به انتظار وباسي.
هغه وايي:(( که ته غواړې تذکره واخلې؛ نو مجبوره يې چې له پنځو تر لسو ورځو پورې بېلابېلو دولتي ادارو ته وځغلې. په داسې حال کې چې بيا په ډېری ولسواليو کې د تذکرو د وېش ادارې هم فعاليت نه لري، نو تاسو فکر وکړئ دا څومره لويه ستونزه ده.))
د ده په وينا، په دولتي ادارو کې فساد او خپلسريو پر هغو ودانيزو پروژو هم ډېر بد اغېر کړی ، چې په تېرو کلونو کې په دې ولايت کې عملي شوې دي.
د دې ولايت يو قومي مشر حاجي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کلاتوالو تر ټولو لويه ستونزه د پوهې او علم د کچې ټيټوالی دی.
هغه وايي، په دې ولايت کې تر نيمايي زيات ښوونځي تړلي دي او دا د دې ولايت د راتلونکي لپاره يوه غميزه ده؛ ځکه راتلونکی نسل به هم د اوس په څېر بې سواده رالوی شي، چې د راتلونکي لپاره به د دې ولايت هر پرمختګ ګواښي.
د نوموړي په خبره، کله چې په کومه سيمه کې خلک بېسواده وي؛ نو هلته دوست او دښمن نه وي معلوم، خلک په خپلو ګټو او زيانونو ډير نه پوهېږي او په ټولنه کې ګډوډي او انارشي رامنځ ته کېږي.
نسيم هوتک