Data Gathered Date: 

Wednesday, September 11, 2013 - 14:45

 
کلات ( پژواک ٩ چنګاښ٩٢ ) : د زابل ولايت د مرکز کلات ښار او ولسواليو يوشمېر اوسېدونکي له دولت څخه دامنيت ترڅنګ د ښې حکومتدارۍ ، بيارغونې او د پو هنې په برخه کې د زياتونو کارونو غوښتنه کوي.
ددې ولايت د داى چوپان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحليم وايي ، چې تر ټولو لويه غوښتنه يې   په ولسوالۍ او ټول زابل کې د امنيت ټينګ کول دي،  چې دوى  وکولى شي په ډاډه زړه خپل ورځني کارونه پرمخ بوځي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نا امنيو له امله يې په ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړلي، روغتيايي اسانتياوې نشته، لويې لارې د ماينونه له  امله بندې دي او بيارغونه په ټپه ولاړه ده .
نوموړی وايي : (( ( تاسو فکر وکړئ دا به څه ډول ژوندی وي، چې هېڅ ډول اسانتيا نلرو، پيسې نه لرو، کار نشو کولای ، لويه غوښتنه او هيله مې د امنيت راتګ دی او حکومت بايد په دې اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړي . ))
د کلات ښار د بارکزو د سيمې اوسېدونکی محمدالله هم وايي ، چې تر ټولو لويه غوښتنه يې سوله ده، هغه پر دولت غږ وکړ ، چې بايد په ټولو سيمو کې د امنيتي سرتېرو حضور پراخ کړي، تر څو د خلکو لپاره امنيتي حالت سم شي .
نوموړی وايي، چې د زابل ولايت په اکثره ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي، چې ښه پايله يې ورکړې، خو په مرکز کلات کې سيمه ييز پوليس نشته او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه، چې بايد د کلات په مربوطاتو کې هم دغه  پوليس فعاله کړي.
هغه زياتوي، چې د ماينونو اوجنګونو له ډاره خپلو باغونو ته نشو تللی او اکثره کليوال يې د بدو پېښو له وېرې کلات ښار يا نورو ولايتونو ته کوچېدلي دي .
خو ددې ولايت د سيوري ولسوالۍ اوسېدونکی نورمحمد بيا وايي ، چې په ټولو ولسواليو کې د تړلو ښوونځيو بېرته پرانستل کېدل يې لويه او مهمه غوښتنه ده .
د هغه په وينا، ښوونځي هيچاته زيان نه رسوي ، يواځې د عام ولس بچيان پکې زده کړه کوي ځکه نو بايد دولت او طالبان دواړه د ښوونځيو په بېرته پرانيستلو کې هڅې وکړي ، تر څو د هېواد راتلونکي نسلونه له بې سوادۍ او بدمرغيو څخه وژغورل شي .
نوموړي پژواک ته وويل، چې که خلک بې سواده پاتې شي، نو جګړه به هم ختمه نشي، ځکه تر څو خلک په خپلو ګټو ونه پوهيږي ،نو د جګړو مخه نشي نيولی  او که دولت او مشران غواړي، چې ملت دې يو ښه راتلونکی ولری، نو بايد ښوونځي پرانيزي .
د شا جوى ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي کريم الله وايي، چې مهمه غوښتنه يې امنيت او خلکو ته د کار پيدا کول دی .
نوموړی وايي ، چې وسله وال طالبان خلک د بيارغونې په پروژو کې کارکولو ته نه پريږدي .
دده په خبره ، چې خلک د بې روزګارۍ له امله سخت غريبان دي، اکثره ځوانان اړ شوي ، چې د کار لپاره ايران او پاکستان ته ولاړ شي او يا هم د طالبانو په ليکو کې د دولت پر خلاف په جګړه لاس پورې کړي، تر څو کورنۍ ته پيسې پيداکړي .
هغه  وايي : (( له طالبانو غوښتنه کوم چې موږ ته دې د کار اجازه راکړي، موږ دې پرديو ملکو ته په تګ نه مجبوره کوي اجازه دې راکړي ، چې هم په خپل وطن کې کار وکړو، تر څو هم پيسې وګټو او هم خپل وطن اباد کړو. ))
د کلات ښار اوسېدونکى عبدالولي بيا وايي ، چې تر ټولو لويه غوښتنه يې په دولتي ادارو کې د فساد مخنيوی او قانوني کار کول دي.  
هغه وايي، چې د ولايت په اکثره دولتي ادارو کې د خلکو کارونه پر وخت او د قانون مطابق نه خلاصيږي او ډېری خلک حتی ددې ولايت په مرکز کې خپلې دعوې په قومي مشرانو فيصله کوي او دا د دوى مجبوريت دی .
نوموړي پر دولت غږ وکړ، چې که په ولسواليو کې نه وي په کلات کې خو دا خپل کار کوونکي لږ کنټرول کړي کارونه يې وڅاري د رشوت او فساد مخه پکې ونيسي، تر څو د خلکو لږ اعتماد ورباندې پيدا شي.
همدارنګه د ميزان ولسوالۍ يو اوسېدونکی ميرعلم بيا وايي ، چې لويه غوښتنه يې په دې ولايت کې د اساسي او مهمو پروژو عملي کول دي.
هغه وايي ، چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې ، چې کومې پروژې عملي شوي، ډيری يې سطحي او لنډمهاله پروژې دي، چې د لږ وخت له تېرېدو وروسته بېرته له منځه تللې دي .  
نوموړي زياته کړه ، چې دولت بايد په دې ولايت د اوبو د سترو بندونو، د برېښنا کوټونو او سترو زراعتي پروژو په عملي کولو لاس پوري کړي، تر څو د ډيرى مودې لپاره د خلکو پر ژوند ښه اغېز وکړي
نسيم هوتک