Data Gathered Date: 

Monday, September 9, 2013 - 15:30

ښرنه ( پژواک، ٢٨غبرګولى ٩٢ ) : د پکتيکا ولايت اوسېدونکي په خپله سيمه کې د بيارغونې له پڅ بهير، د کرنې او روغتيا په برخه کې د لازمو اسانتياوو له نشتون څخه شکايت کوي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکی سيف الرحمن وايي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په ښرنې ښار کې د بيارغونې بهير په ټپه ولاړ دی.
د ده په خبره، يواځې شپږ کاله وړاندې په دې ولايت کې يوشمېر د بيارغونې پروژې پلې شوي  ، خو له هغه وروسته بيا کار نه دی شوی.
نوموړی وويل، چې د ښرنې ـ ارګون تر منځ غځېدلی سړک تر اوسه خام او ويجاړ پروت دی، چې د دوړو او ګردونو له امله يې خلک او دوکانداران له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.
سيف الرحمن زياته کړه، چې د دې تر څنګ ټولو ولسواليو او حتی ښار کې سړکونه خام او کنډ و کپر دي.
د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکی محمدالله همتيار وايي، چې دولتي چارواکي ورته لازم پام نه کوي او ستونزې يې نه اوري.
نوموړي پژواک ته وويل، چې د سړکونو ويجاړتيا او خرابتيا د دې ولسوالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي ، ناروغان په وخت درملنې ته نه رسېږي او د کم وخت مزل په ساعتونو ساعتونو کوي.
د ښرنې ښار اوسېدونکی او قومي مشر ملامعصوم خيروي پژواک ته وويل، چې د پلتو په نامه د اوبو بند د جوړولو ژمنې له تېرو څو کلونو راهيسې تکرارېږي، خو تر اوسه يې په عملي ډول چارې نه دي پيل شوي.
د ده په وينا، د همدې بند د نه جوړېدو له امله يې په زرګونه هکتاره ځمکه شاړه، خلک له برېښنا بې برخې او له نورو ستونزو سره مخ دي.
ملا معصوم وايي، د دې بند د جوړېدو لپاره يې ان له ولسمشر کرزي سره هم ليدلي، خو له ژمنو پرته يې بل څه نه دي ترلاسه کړي.
ده وويل، چې د پکتيکا د خلکو بله ستونزه د اوبو کموالى دى، چې له امله يې خلک ځپل شوي، د اوبو کاريزونه وچ او د اوبو نشتون سره مخ دي.
د ښرنې يو بل اوسېدونکی محمداکرم بيا په دې ښار کې د روغتونونو له نشتون څخه سرټکوي او وايي، چې په ټول ښار کې يواځې يو ملکي روغتون لري، چې د خلکو اړتياوې نشي پوره کولای؛ خو پر ملکي ناروغانو سربېره ورته پوځي ناروغان هم رالېږدول کېږي.
د پکتيکا د وازې خواه ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولايتي شورا غړی عبدالغني پکتين پژواک ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې شته کلينيک ښځينه ډاکټرانې نه لري، چې له امله يې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پکتين زياته کړه، چې په يادو روغتيايي مرکزونو کې شته نارينه کارکوونکي هم ډاکټران نه ، بلکې نرسان دي، چې د ډاکټرانو دنده تر سره کوي.
د ولايتي شورا دغه غړی وايي، د پکتيکا د ډېرو ولسواليو ښځينه ناروغانې مرکز ښرنې او يا هم پاکستان ته د درملنې لپاره ورځي، چې د لارې د اوږدېدو له امله يې يوشمېر خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د پکتيکا د يحيی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی سلام الدين کټوازی وايي، سره له دې چې په ولسوالۍ کې يې د خلکو په مرسته امنيت ښه شوی، خو لا هم ورته حکومت د بيارغونې لپاره چندان پام نه دی کړی.