Data Gathered Date: 

Monday, September 9, 2013 - 15:30

پکتيکا د افغانستان سوېل لوېديځ ته لرې پروت لوى سرحدي ولايت دى ، دا ولايت د مرکز په ګډون ٢١  اداري واحدونه لري.
ددې ولايت ولايتي شورا د درېيو ښځو په ګډون نهه غړي لري.
په دې راپور کې ددې ولايت د بېلابېلو خلکو نظرونه اخيستل شوي ، چې په لاندې ډول دي.
ښوونکى : طالبانو تېر ځل اجازه رانکړه، خو دا ځل حتماً خپله رايه کاروو
د مرکز ښرنې اوسېدونکي او د علي بابا لېسې ښوونکي سيف الله پژواک ته وويل، دی او کورنۍ يې غواړي په راتلونکو ټاکنوکې برخه واخلي.
نوموړي زياته کړه ، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنوکې  له دې امله چې طالبانو خلکو ته په ټاکنو کې د نه برخې اخيستنې ګواښونه کړې وه ،د ښرنې ډېری وګړو په ټاکنوکې هيڅ برخه وانخيسته او رايه يې نه ده ورکړې.
سيف الله وايي:(( په تېرو انتخاباتو کې طالبان زموږ مسجد ته راغلل او خلکو ته يې وويل، که هرڅوک رايه واچوي اودوی پرې خبرشي وژني يې.))
د ده په خبره، د ښرنې په ډېری مسجدونواوسيمو کې طالبانو شپې پاڼې وېشلې وې او خلکو ته په کې ګواښ شوی و، چې د رايې اچونې مرکزونوته دې له ورتلو کلکه ډډه وکړي.
دوکاندار : که امنيت ښه وي، خامخا په ټاکنو کې برخه اخلوو
د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی محمداسلم ،چې د ولسوالۍ په بازار کې هټۍ لري پژواک ته وويل، که يې د سر ويره نه وه، خامخا رايه ورکوي.
نوموړي زياته کړه، که امنيت د تېرو کلونو په شان وي اود طالبانو ګواښونه وي، فکرنه کوم چې څوک دې رايه واچوي.
د اسلم په وينا، د مټاخان په ډېری کليو کې طالبان فعاليت لري او خلکو يې له وېرې ونه شواى کولی ، چې د رايې اچونې کارتونه جوړکړي او ياهم رايه واچوي.
هغه زياتوي ، اته نهه کاله مخکې امنيت ښه و ډېرو خلکو د رايې اچونې کارتونه جوړکړي و، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنوکې يې بيا دغه کارټونه ونه کارول.
عام وګړى : د هېواد د برخليک لپاره په ټاکنو کې ونډه اخلم
د ښرنې ښار يوتن اوسېدونکی عبدالرووف وايې، په تېرو ولسي جرګې ټاکنوکې يواځې هغوکسانو برخه واخيسته،چې په ښارکې اوسېدل يا دولتي کارکوونکي وو اوياهم په ښار کې مېشت دنورو ولايتونو اوسېدونکي وو.
دى وايي ، چې پخوا يې هم په ټاکنو کې برخه اخيستې وه او په راتلونکو ټاکنو کې هم برخه اخلي، ځکه چې له دې سره يې د هېواد برخليک ټاکل کېږي.
کروندګر : امنيت ښه دى، خپله رايه کاروم
د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی کروندګر يعقوب خان بياوايي ، ددې ولسوالۍ امنيت دنورو ولسواليو په پرتله ښه دی او په تېرو ټاکنوکې د ولسوالۍ ډېری خلکو برخه اخيستې وه.
نوموړی زياتوي، اوس هم په دې ولسوالۍ کې دنارينه وو اومېرمنو لپاره دنوم ليکنې مرکزونه فعال دي او ګڼ شمېر خلک ورته په ټاکنوکې د برخې اخيستو په خاطر دکارت جوړولو لپاره مراجعه کوي.
قومي مشر : خلک رايې اچولو ته هڅوم
دپکتيکاديحي خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی اوقومي مشر طلب الدين کټوازي پژواک ته وويل،دغه ولسوالۍ دوه کاله وړاندې ډېره نا ارامه وه اوطالبانو په کې پراخ نفوذ درلود.
دی زياتوي، په تېرو ټاکنوکې خو هيچا برخه وانخيسته ، خواوس چې دلته امنيت پوره ډاډمن دی د ولسوالۍ ډېری خلک به په ټاکنوکې برخه واخلي او دى به هم خلک رايه اچولو ته وهڅوي.
طلب الدين د رايې ورکول په امنيت پوره تړلي بولي او وايي، چېرته چې امنيت ښه و حتما خلک  په ټاکنوکې ونډه اخلي ، د ولايتي شورا او ولسمشرۍ لپاره دخوښې  کانديد ته رايه ورکوي.
ددغه مشر په خبره، چې دتېرو ټاکنو په پرتله به ددې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په را روانو ټاکنو کې برخه واخلي.
د نظر خاوند : رايه ورکولو ته زړه نا زړه يم
د نظر خاوند اودپکتيکاد زده کوونکو ټولنې مشر بره خان تکړه پژواک ته وويل، زړه نا زړه دی څو رايه ورکړي.
نوموړى ددې لامل چې ولې د رايې په ورکولوکې زړه نا زړه دی وايي،د ولسمشرۍ او ولايتي  شوراګانو لپاره لا له وړاندې څوک ټاکل شوي، نو زما رايه به څه ارزښت ولري.
تکړه په دې اړه ، چې دپکتيکاخلک په څومره کچه په ټاکنوکې برخه واخلي وويل:(( امنيت مهم او اړين دی ، په کومو سيموکې چې امنيت تامين و خلک يې خامخاد رايې اچونې په پروسه کې برخه اخلي،خو که چېرې له خلکو سره د طالبانو وېره وي هغوی داځل هم په ټاکنوکې برخه نه اخلي اومخکې يې هم نه ده اخيستې.))