Data Gathered Date: 

Sunday, September 8, 2013 - 13:15

 پلخمرى(پژواک، 2 وږى ٩٢):بغلان ولايت ١٤ ولسوالۍ لري ، اټکليز نفوس يې ٨٩٠ زره تنه ښودل شوى دى ، د هېواد له مهمو او کرنيزو ولايتونو څخه ګنل کېږي ، خو خلک يې  اداري فساد ، د ناقانونه وسله والو  شتون او د زور واکو موجوديت خيلې مهمې ستونزې يادوي.
يک کارکوونکى : مفسدين دې بنديان اومجازات شي .
محمد ابراهيم حبا چې دپلخمري په  نساجي فابريکه کې دکار اوږده مخينه لري، وايي، له بده مرغه چې مفسدينو دحامد کرزي په کابينه کې فساد کولو ته فرصت موندلى ، ځکه چې په دې نظام کې د مجازات په نامه څه شتون نه لري .دغه پنځوس کلن سړى وايي، څو چې په يوه دولتي څوکۍ کې وي، کولاى شي د پيسو لپاره هغه خوا دېخوا لاس واچوي، ځکه پوهېږي چې له لرې کېدو وروسته ترې پوښتنه نه کېږي. همدا مفسدين دي،چې فساد کوي ، تر څو  دولت مفسدين ونه نيسي، نو فساد له منځه نه ځي . حبا وويل:(( زه خو دې دولت ته بيخي حيران يم، يو کس چې د ښاروال او يا کوم بل رييس په حيث ټاکل کېږي،پرېمانه پيسې لګوي ، په داسې حال کې چې ديوه ښاروال يا يوه رييس معاش له لس زرو افغانيو زيات نه وي .))د هغه په خبره، دا چې ديوه دولتي کارکوونکي معاش پنځه يا لس زره افغانۍ وي، نو دا ودانۍ او موټر په څه اخلي ؟ تر اوسه خو دولت او کشفي منسوبنيو يو هم ونه پوښت ،چې دا شتمني دې له کومه کړه ؟  که دولت ددوى له ډلې نه يو هم ونيسي ، نو په يوه مياشت کې به يې پايله معلومه شي .))
يو سوداګر: خلک فکر کوي، چې د ښاروالۍ په نامه څه نه شته .
د پلخمري ښار يو سوداګر حاجي فيض الله وايي، چې دپلخمري ښار ستونزې تر دې کچې زياتې دي، چې خلک فکر کوي، د ښاروالۍ په نامه څه شتون نه لري .د هغه په خبره ، ښاروالان له لوړ پوړو مرکزي چارواکو سره د اړيکو  په لرلو او د پيسو له لګولو وروسته په دغه څوکۍ ټاکل کېږي. بيا نو دوى اړ وي چې دغه پيسې له غريبانو  اخلي او يا د هغو کسانو خپلوان په کليدي څوکيو مقرروي، چې دى يې مقرر کړى دى .دغه تجار زياتوي:((زما په نظر تر څو چې د انتخابي  ښاروالانو سيستم جوړ نه شي ، نو دخلکو ستونزې به پر ځاى وي، انتصابي ښاروالان هېڅکله هم دښاروالۍ قانون پر خلکو نه شي پلى کولى .))
 معلول: زموږ عمده ستونزه وزګارتيا ده.
د بغلان يوه معلول ميربچه وويل، چې له زياتو ستونزو سره مخ دي او ددولت دوه زره افغانۍ ورته بسنه نه کوي.دى وايي، چې عمده ستونزه يې وزګارتيا ده ،خو دولت ورته کوم منظم پلان نه لري . دى چې يوه پښه او لاس يې د پخواني شوروي ديرغل پرمهال له لاسه ورکړي، وويل :((موږ خپل ټول عمر دنورو د سياسي موخو لپاره له لاسه ورکړ، اوس په يوه مياشت کې  هم  د پارلمان غړى نه شو موندلى، چې ستونزې مو حل کړي ، که په لاس هم راشي ، نو يواځې ژمنه کوي، خو ستونزې مو لا هم پر ځاى پاتې دي.))د بغلان دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو  رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې نږدې نهه زر معلولين او معيوبين شتون لري .
يو مدني فعال : کار له کاري پلان پرته امکان نه لري .
د بغلان دمدني ټولنو شبکې اجراييه مسوول شيراقا شايان وايي، چې د ټول بغلان په ادارو کې کاري پلان نه شته ، خلک انتظار ولاړ وي ، کارکوونکي د رخصتۍ يا دوو بجو په انتظار وي ، چې دا خپله د چارواکو بې کفايتي څرګندوي.يادې سرچينې وويل:(( که چارواکي دخلکو پر وړاندې دمسووليت احساس وکړي، خپل کار  پلان کړي او دغه پلان دولايت مقام او د مدني ټولنو له لارې کنټرول کړي، نو خلک به دولت ته نږدې شوي وي.))
 محصل : بايد قانون پلى شى
په بغلان کې دحکيم سنايي پوهنتون د حقوقو پوهنځي د لومړي کال محمصل فرهاد وايي، ډېرى دولتي کارکوونکي دقانون په اړه هېڅ ډول پوهاوى نه لري ، چې په دې صورت کې د قانون پلي کولو ته هم ژمن نه دي .دغه محصل وايي، ددولت  نه پاملرنه ددې لامل شوې ، چې يو شمېر حکومتي کارمندان او  د خلکو ما فيايي کړۍ سره لاس يو کړي او په اسانۍ سره  ټوله ملي پانګه  ولوټي.هغه وويل :((دولت بايد دولتي مالونو ته توجه وکړي، که داسې ونه کړي ، نو له ملت سره به يې ستر خيانت کړى وي .))