Data Gathered Date: 

Saturday, September 7, 2013 - 13:30

 
پروان ولايت د هېواد د پلازمېنې کابل شمال ته په ٦٠ کيلو مترۍ کې واقع دى، له کاپيسا، بغلان، پنجشېر ، ميدان وردګ، کابل او باميان ولايتونو سره ګډه په لري، دغه ولايت د مرکز په ګډون ١٠ اداري واحدونه لري.
په دې راپور کې ددې ولايت د يو شمېر خلکو نظرونه اخيستل شوي، چې په لاندې ډول دي.
 دولتي مامور : پر ټاکنو مې باور له منځه تللى دى.
د پروان ولايت يو تن دولتي مامور محمد يحيى وايي ، چې که څه هم پخوا يې دوه ځلې کارتونه اخيستي دي او په ټولټاکنو کې يې  ګډون هم کړى دى، خو ددې پر ځاى چې ستونزې هوارې شي، نورې هم زياتې شوې دي او هغو کانديدانو ته يې چې رايه ورکړې، هغوى ورته هېڅ کار نه کړى دى. هغه وايي، چې اوس يې پر ټاکنو باور له منځه تللى او په راتلونکي کې به پکې ونډه وانخلي.
نادولتي مامور : ټاکنو ته خوشبينه دى، خو امنيتي اندېښنې لري
د محمد يوسف په نامه ديوې نادولتي ادارې کارکوونکى وايي، چې پخوا يې هم خپله رايه کارولې او په راتلونکو ټاکنو کې يې هم کاروي، هغه ټاکنو ته خوشبينه دى او دا دديموکراسۍ يو اصل ګڼي، خو زياتوي چې امنيتي ستونزې ورته اندېښنې پيدا کړې دي چې په نا امنو سيمو کې به ټاکنې سمې ترسره شي او که نه . نوموړي له دولت څخه وغوښتل ، چې تر ټاکنو مخکې په دې ټولو نا امنو سيمو کې عمليات ترسره او امنيت يې ټينګ کړي.
دوکاندار : غواړم د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړم
د پروان ولايت د مرکز  چاريکارو ښار يو تن دوکاندار محمد ناصر وايي ، چې کارت يې څو ورځې مخکې اخيستى دى او ژمنه يې وکړه، چې د خپلې خوښې کانديد ته به رايه ورکړي، خو نوموړى د رڼو او عادلانه ټاکنو غوښتونکى شو، ځکه چې دده په وينا، که چېرې ټاکنې رڼې نه وي، نو بيا يې ترسره کول بې مانا دي.
کاريګر : له ټاکنو ماکنو خبر نه يم
د پروان ولايت په مرکز چاريکارو  ښار کې يو تن کاريګر، چې ديوې ونې سيوري ته د مزدورۍ لپاره په دې هيله ناست و ، چې څوک به يې کار ته له ځانه سره بوځي، وويل چې دى له ټاکنو ماکنو خبر نه دى او نه هم غواړي پکې ګډون وکړي. هغه زياتوي ، چې يوې نمړۍ ډوډۍ پسې سرګردانه ګرځي، دى په ټاکنو څه کوي، هېڅوک د غريب په غم کې نه دي.
محصله : ښځې دې په ټاکنو کې پراخه ګډون وکړي
د پروان پوهنتون يوه محصله وحيده وايي، چې ټولټاکنې دديموکراسۍ يو اصل دى او دا غواړي چې نه يواځې پخپله په ټاکنو کې برخه واخلي، بلکې نورې نجونې او ښځې هم تشويق کړي، چې خپله رايه وکاروي.  نوموړې زياتوي ، چې پر ټولټاکنو باور لري او غواړي چې د قانون له خوا ورته د رايو ورکولو له خپل حق څخه ګټه پورته کړي.
کروندګر : موږ ته دې د څښاک اوبه برابرې شي
د پروان د جبل السراج ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى قاسمي بيا  په خپله ولسوالۍ کې د څښلو د پاکو اوبو له نشتوالي  او د بې کارۍ له ستونزې شکايت کوي.  هغه زياتوي ، چې خلک له لرې سيمو څخه د څښلو لپاره پاکې اوبه راوړي او ځينې خلک د غير صحي اوبو څښلو له امله په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي.
عام وګړى : موږ ته دې امنيت ټينګ شي
پير محمد، چې د پروان د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي، چې ددوى په سيمه کې وسله وال طالبان زيات شوي او هره ورځ يې امنيتي ستونزې پيدا کړې وي، چې له امله يې خلک خپله ورځنۍ چارې په سمه توګه نه شي پرمخ  بيولى. هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې ددوى په سيمه کې دې امنيت ټينګ کړي.