Data Gathered Date: 

Saturday, September 7, 2013 - 13:15

 
چاريکار ( پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٢ )  : د پروان ولايت اوسېدونکو د کرنې  او پوهنې په برخو کې د ستونزو ترڅنګ له وسله والو غلو او ناقانونه وسله والو ډلو څخه هم شکايت کوي.
ددې ولايت د بګرام ولسوالۍ د قلندر خېل سيمې اوسېدونکى محمد شفيق مشفق وايي، چې بې کاري، نا امني او  اداري فساد ددې ولايت له مهمو ستونزو څخه دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ستونزې له تېرو لسو کلونو راهيسې په دې ولايت کې شته، خو چارواکو يې په اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دى کړى.
د نوموړي په وينا، په دولتي ادارو کې دسم مديريت د نشتوالي له امله ددې پر ځاى ، چې ستونزې کمې شي، ورځ تر بلې زياتېږي .
مشفق وايي، چې نړيوالې ټولنې له تېرو لسو کلونو کې سلګونه ميليونه ډالر ولګول، خو د خلکو په ستونزو کې هېڅ کموالى رانغى.
نوموړي زياته کړه ، چې دستونزو د نه هواري له امله د خلکو او دولت ترمنځ ورځ تر بلې واټن زياتېږي او خلک له دولت څخه لرې کېږي.
هغه ددې ستونزو هوارى په يوه نوي سالم حکومت کې ويني ، چې د خلکو په سمو رايو رامنځته شوى وي.
د پروان ولايت د مرکز چاريکارو ښار د عبدي باى د سيمې اوسېدونکى محمد اصف وايي، چې د برېښنا نشتوالى، نا امني وسله والې غلاوې له هغو ستونزو څخه دي، چې دوى ورسره مخامخ دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د ماښام تر لمانځه وروسته خلک د ولايت په مرکز کې هم له خپلو کورونو څخه نه شي راوتلى .
نوموړى وايي ، چې د برېښنا مزي او پايې له دې ولايت څخه تېر شوي او کابل ته رسيدلي، خو پخپله د پروان خلک له برېښنا څخه بې برخې دي.
اصف په دې ولايت کې د اداري فساد ستونزه هم يادوي او وايي، چې ددوى په سيمه کې يو سړک په خراب کيفيت جوړ شوى او له څو کلونو تېرېدو وروسته بېرته خراب شوى دى.
د پروان د جبل السراج ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى شايق قاسمي بيا  په خپله ولسوالۍ کې د څښلو د پاکو اوبو له نشتوالي  او د بې کارۍ له ستونزې شکايت کوي.
د هغه په وينا، خلک له لرې سيمو څخه د څښلو لپاره پاکې اوبه راوړي او ځينې خلک د غير صحي اوبو څښلو له امله په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي.
قاسمي وايي ، چې په دې ولسوالۍ کې د سيمنټو او نساجي فابريکې ، چې سلګونو کسانو ته پکې د کار ز مينه برابره شوې وه، فلج شوي دي او که دا بيا فعاله شي، نو خلکو ته د کار ډېرې زمينې برابرېږي .
د سالنګ ولسوالۍ اوسېدونکى بصير احمد وايي ، چې د سړکونو د نشتوالي له امله کروندګر نه شي کولى ، چې خپل حاصلات په وخت بازارونو ته ورسوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دا يوه غرنۍ سيمه ده او خلک يې په مالدارۍ او لږ يې  په کرنې بوخت  دي، خو له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي زياته کړه ، چې دولت تر اوسه په دې برخه کې  هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
دغه راز بصير وايي،چې په ولسوالۍ کې د روغتيايي کلينيکونو او مسلکي ډاکټرانو کمښت هم ددوى يو له مهمو ستونزو څخه دي.
د دې ولايت دشيخ علي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى نقيب الله وايي ، چې فقر، بې کاري، نا امني او د پوهنې ناسم بهير ددوى له مهمو ستونزو څخه دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ،چې ډېرى خلک په باغونو کې بوخت دي، خو له باغونو څخه دومره څه نه ترلاسه کوي، چې د ټول کال لګښتونه يې ورته پوره کړي.
نوموړي له حکومت څخه غوښته وکړه، چې د بې کارۍ ستونزې د هواري لپاره جدي اقدامات وکړي او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
د ولايت د مرکز چاريکارو ښار يو تن اوسېدونکى ١٨ کلن نويد ، چې په ښار کې توکي خرڅوي، وايي چې د وسله والو غلو او نا مسوولو وسله والو له خوا خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا شوې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د ولايت ځايي اداره نه شي کولى ، چې نا مسوول وسله وال مهار کړي ، مرکزي دولت بايد په دې برخه کې اقدامات وکړي.
نوموړي دغه راز له پوليسو هم شکايت وکړ  او ويې ويل ، چې  پوليس دوى هره ورځ وهي ډبوي او پيسې هم ترې اخلي.
د کوه صافي اوسېدونکى جمعه ګل بيا د ښوونې خراب کيفيت لويه ستونزه ګڼي او زياتوي چې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري، په وخت کتابونه نه ورته رسيږي او نه هم مسلکي ښوونکي لري.