Data Gathered Date: 

Saturday, September 7, 2013 - 13:15

 
چاريکار ( پژوک ٢٩ چنګاښ ٩٢ ) : د پروان ولايت ډېرى اوسېدونکي له حکومت څخه د کار زمينې برابرول، د غير مسوولو وسله والو بې وسلې کول او د اداري فساد پر ضد د کلکې مبارزې غوښتنه کوي.
 
ددغه ولايت د مرکز چاريکارو ښار يو تن اوسېدونکى عبدالصبور وايي، چې دولت بايد کار اهل د کار ته وسپاري، قانون پر ټولو سم پلى کړي او خلکو ته د کار زمينې برابرې کړي.
 
هغه پژواک اژانس ته وويل، ډېرى زده کوونکي او محصلين ، چې له زده کړو فارغ شي، نو کار ورته نه پيدا کېږي.
 
نوموړى دغه راز په دغه لايت کې د اداري فساد پر ضد د کلکې مبارزې غوښتنه کوي او زياتوي، چې د همدې فساد له امله ددولت او خلکو ترمنځ واټن زيات شوى دى.
 
د سيد خېلو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى حبيب الله بيا وايي، چې همدا اوس د نا امنيو، اداري فساد او کار اهل کار ته د نه سپارلو له امله ٩٠ سلنه خلک له دولت څخه خپه دي .
 
هغه زياتوي، چې له همدې  امله ددې ولايت ډېرى ځوانان له روحي، مالي، جسماني، فرهنګي او سياسي  ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو دولت په دې برخه کې هېڅ اقدام نه کوي.
 
ددې ولايت د سالنګ ولسوالۍ يوه اوسېدونکې او د پروان پوهنتون محصله  وحيده بيا په خپله سيمه کې د امنيت تامين او افساد له منځه وړل غواړي.
 
نوموړې پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د نا مسوولو وسله والو شتون خلکو ته درد سر جوړ کړى  او هره ورځ ددوى ترمنځ يوه نه يوه شخړه رامنځته کېږي.
 
د هغه په وينا، ډېرى مهال د نامسوولو وسله والو ترمنځ نښتو کې عام وګړي زيانمن کېږي.
 
وحيدې دغه راز په دغه ولايت کې  د ښځو حقوقو ته ددرناوي، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول او د پوهنې لوري ته ددولت د زياتې پاملرنې غوښتنه کوي.
 
د جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکى محمد فهيم هم دنا مسوولو وسله والو شتون ته اشاره کوي او زياتوي ، چې دغو وسله والو خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.
 
نوموړى وايي ، چې همدا پرون په دې ولسوالۍ کې د دوو نا مسوولو وسله والو ترمنځ نښته کې شپږ تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
 
هغه له حکومت څخه په کلکه وغوښتل، چې نه يواځې دغه وسله وال  بايدبې وسلې کړي ، بلکې د قانون منګولو ته يې هم وسپاري.
 
د پروان د بګرام ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالله بيا له حکومت څخه خلکو ته د کار د زمينې برابرول، کار اهل کار ته سپارل  او د امنيت غوښتنه کوي.
 
هغه پژواک ته وويل ، چې ددغې ولسوالۍ ډېرى ځوانان او په ځانګړې توګه هغه محصلين، چې تېر کال له پوهنتون څخه فارغ شوي، بېکاره ګرځي.
 
د نوموړي په وينا، د اقتصادي ستونزو له امله ډېرى ځوانانو زده کړې پرېښي دي ،کار پسې ګرځي ، خو کار هم ورته نه  پيدا کيږي.
 
د غوربند درې يو تن کروند عبدالمقيم وايي، چې په دې دره کې د بېلا بېلو تازه ميوو ډېر باغونه دي او د سيمې د اوسېدونکو اقتصاد پر همدې باغونو ولاړ دى.
 
خو وايي ، چې د سړو خونو او زېرمتونونو د  نشتوالي له مله دوى له خپلو حاصلاتو ډېر پيسې نه شي ترلاسه کولى.
 
هغه له حکومت څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د ولايت د مرکز چاريکارو ښار يو تن اوسېدونکى محمد شعيب بيا په ودونو کې د تويانې له زياتوالي شکايت کوي او له حکومت څخه غواړي ، چې په دې برخه کې قوانين وضعه کړي، څو خلک له زياتې تويانې اخيستلو ډډه وکړي.