Data Gathered Date: 

Thursday, August 29, 2013 - 13:00

پکتيا دافغانستان پلازمېنې کابل سوېل ختيځ لوري ته پروت سرحدي ولايت دى، چې د مرکز په ګډون ١٤ اداري واحدونه لري.
ددې ولايت ولايتي شورا ددوو ښځو په ګډون ٩ غړي لري.
په دې راپور کې موږ ددې ولايت د بېلا بېلو قشرونو د يو شمېر خلکو نظرونه راټول کړي،چې په لاندې ډول خپرېږي.
دپکتيا ولايت اوسېدونکي دهيواد راتلونکي او په ځانګړې توګه  د را روانو ټاکنو،سولې هڅو،دبهرنيو ځواکونو دوتلواو نورو موضوعاتو په اړه بېلابېلې څرګندونې لري .
دوی پر دولت ،نړيوالې ټولنې ،بهرنيو ځواکونو او مدني ټولنې غږ کوي ،چې افغاني سولې  ته بايد په بشپړ ډول کار وکړي او راروانې ټاکنې هم ښې شفافه ترسره شي او هغه ستونزې ،چې په دې برخه کې دي، بايد لرې شي .
عام وګړى : که ددرغليو مخه ونه نيول شي، ټاکنې بې مانا دي.
دپکتيا ولايت يو تن اوسېدونکی بيرګټ خان وايي ، :موږ وليدل ،چې په تيرو ټاکنو کې زياته درغلي وشوه او اکثره وکيلان په درغليو باندې پارلمان او ولايتي شورا ته لاړل ،ماته ،چې څومره اندازه لګيږي ، بيا هم همدغه حالت را روان دی، سرله اوسه کانديدان په سيمو کې او په ځانکړي ډول دټاکنو په کمېسيون کې کسان داخلوي، تر څو دوی ته کار وکړي .
نوموړی وايي، چې که دټاکنو خپلواک کمېسيون د داشان درغليو مخه ونه نيسي او ولس ته ډاډ ورنکړي ، نو ډير خلک به دټاکنو له پروسې نهيلي او برخه به پکې وانخلي  او ټاکنې به بې معنى وي.
د مدني ټولنې غړی  : سولې ته بايد ډېر کار وشي
ددې ولايت د مدني ټولنې يوتن غړى عزيزالله وايي، چې د سولې روان بهير ډير پيچلی دی ،دابهير په ښکاره يواځې د دولت، امريکا او وسله والو طالبانو له خوا پرمخ بيول کيږي ،سوله دټولو افغانانو ګډه اړتيا ده او بايد په دې بهير کې مدني ټولنو اوخلکو ته ډيره ونډه ورکړل شي او که ممکنه وه دځينو موضوعاتو لپاره بايد ټول پوښتنې هم وشي .
بزګر : زما رايه ارزښت نه لري، ځکه په ټاکنو کې برخه نه اخلم
دپکتيا د  سيدکرم ولسوالۍ يو تن بزګر جليل وايي ، چې په تيرو لسو کلونو کې مې په ژوندکې نه ښه والی راغلی او نه بدوالی د ولسمشرۍ په لومړني دور کې مې هم په ټاکنو کې برخه نه وه اخيستې او بيايې هم نه اخلم ،که زه رايه واچوم او کنه هغه څوک ،چې دامريکا خوښ وي هغه به راځي. دی وايي انتخابات هسې دخلکو په سترګو کې خاورې اچول دي،هسې نمايشي کار دی:
خبريال : بدلون راغلی دی، خو پايداره نه دى
ددې ولايت يو تن خبريال حقمل مسعودزی وايي، چې په تيرو دوولسو کلونو کې په هره برخه کې زيات بدلون رغلی دی ،دی وايي دغه بدلون که څه هم ښه ووخو بياهم تر ډيره ونه پايده يا يې کيفيت خراب وو اويا هم دلنډ مهاله پورې وو. دی وايي ، چې دولت ا وخيره ادارو بايد داسې سيستم او داسې کارونه کړي وای ،چې تر کلونوکلونو پورې پايدلى وای او خلکو پکې په دوامداره توګه کار کړی وای.
دوکاندار: په ټاکنو کې د ګډون لپاره زړه نا زړه يم
محمد الله ،چې په ګرديز ښارکې دوکان لري وايي ، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې دګډون لپاره زړه نازړه يم ،تير ځل مې خپله رايه وکاروله ، خو وروسته مو د درغليو خبرونه واوريدل اونه پوهيږم ،چې په ټاکنو کې برخه واخلم او که نه؟
دی وايي، چې  که درغلي همداسې بيا تکرار يږي ، نو بيا زموږ رايه اچول هيڅ ځای نه نيسي،خو که چيرې دولت د رايه اچونې او د درغليو دمخنيوي لپاره څه وکړي،  بيا کولای شم خپله رايه وکاروم.
دولايتی شورا غړې: په ټاکنو کې بايد ددرغليو مخه ونيول شي
ددې ولايت دولايتي شورا غړې زرغونه همت وايي، چې که په راتلونکو ټولټاکنو کې ولس ته دشفافو ټاکنو ضمانت ورنکړل شي ، نو ډيری خلک به په ټاکنو کې برخه وانخلي او کوم وکيلان ،چې ټاکل کيږي هغه به د ولس حقيقي استازي نه وي .
نوموړې وايي ، چې په تيرو ټاکنو کې هم زياتې درغلۍ وشوې ،چې تر اوسه پورې پرې ولس د ټاکنو په کمېسيون  اعتبار نه کوي .
ښوونکې:  دفساد مخه بايد ونيول شي
سالمه ،چې دګرديز دحليمه خزان دلېسې ښوونکې ده له راتلونکي ولسمشره څو غوښتنې لري .
هغه وايي ، چې  راتلونکی ولسمشر بايد اداري فساد ته دپای ټکی کيږدي ،له وسله والو طالبانو او نورو ډلوسره دسولې خبرې ګړندۍ کړي، تر څو دې روانو ناخوالو ته دپای ټکی کيږدي .
نوموړې وايي،چې راتلونکی ولسمشر بايد همدارنګه ښوونې،روغتيا،بيارغونې اوپه بيلابيلو برخو کې ولس ته کار وکړي .