Data Gathered Date: 

Thursday, August 29, 2013 - 12:45

ګردېز ( پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢ ) : د پکتيا اوسېدونکي په دې ولايت کې دنورو ستونزو ترڅنګ  پنځه اساسي ستونزې لري ، چې له حل سره به يې خلکو ته اسانتيا رامنځته شي.
دوی وايي،چې د پکتيا دځنګلونو بيارغول،دلويو او وړو بندونو جوړول،د بريښنافعاليدل، دځوانانو بې کاري  او روانې امنيتي ستونزې له منځه وړل يې مهمې ستونزې دي ، چې دوى يې حل غواړي.
د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دنورو ستونزو ترڅنګ د پکتيا لپاره دبرېښنا فعاليدل مهمه خبره ده او دولت بايد په دې برخه کې جدی ګامونه واخلي .
نوموړی وايي ، څوکاله وړاندې د ولسمشر په فرمان ټاکل شوې وه ،چې دتاجکستان انتقالي برېښنا پکتيا ته راشي او ددې کار لپاره څو ميليونه ډالر هم ځانګړي شوي، خو تراوسه پورې وزارت په دې ندی توانيدلی ،چې داکار ترسره کړي .
د پکتيا يو تن قومي مشر جنت خان منګل وايي، چې په پکتيا کې دنورو کارونو ترڅنګ ددې ولايت دځنګلونو رغول او ساتل مهم دي ،چې له دې ولايت سربيره دهيواد په کچه يو لوی اقتصادي ارزښت لري .
دی وايي، چې درې لسېزې وړاندې دپکتيا غرونه په ګڼو ځنګلونو پوښلي وو، خو دتيرو   جګړو له امله ېې زياته برخه له منځه تللې ده.
 د هغه په وينا، له  جګړو وړاندې په دې غرونو کې دجرمنيانو پروژې کار کاروه ،چې له يوې خوا ځنګلونه ساتل شوي او د ودې په حال کې وو او له بلې خوا دسيمې زيات شمېر خلکو ته پکې دکارزمينه برابره وه.
دی له دولت او په خپله له جرمنې هيواده غوښتنه کوي ،چې دغه پروژه بيرته پيل کړي .
دپکتيا پوهنتون دکرنې دپوهنځي استاد محمدنظيروايي، ددې ولايت لپاره په لويه برخه ،چې (کرنه ) ده کار ندی شوی .
دی وايي، په پکتيا ولايت کې دبندونو جوړيدل دي ،چې دکرنې په ښه والي کې موثرتماميږي بايد ورته پاملرنه وشي ،چې ددغو  بندونو له ډلې څخه يوه هم دمچلغو بند دی ،چې چارې يې روانې دي ، خو ډيرې ټکنۍ دي ددې اوپه پکتيا ولايت کې دې دنورو بندونو دجوړولو چارې هم پيل شي .
دپکتيا ولايت اوسېدونکي له يادو ستونزو سربېره ددې ولايت دحقوقي ستونزو يادونه هم کوي ،دوی وايي دولت په بيلابيلو برخو کې ددوی حقونو ته سمه پاملرنه نده کړې .
دمدني ټولنې يو فعال ډاکتر عبدالهادي حماس ويي ،اوس مهال پکتيا شاوخوا يو نيم ميليونه نفوس لري، خو ددولت د هرې ادارې لخوا ورته دڅلور لکه نفوس سهم ورکول کيږي ،چې دې کړنې په ځانګړې توګه  ټاکنې،روغتيا،معارف او ځينې نورې برخې اغيزمنې کړې دي .
نوموړی وايي :((اوس مهال پکتيا دويمه درجه ولايت دی موږ له ولسمشر څخه هيله لرو ،چې لومړۍ درجې ته يې ورسوي .))
دپکتيا لايت اوسيدونکي د هيواد دنور و ولايتونو په شان له نا امنۍ څخه کړيږي ،دوی وايي روانې نا امنۍ ددوی په ټولو چارو منفي اغيزه کړې ده.
دسيدکرم ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی انځرګل وايي، په پکتيا کې لويه ستونزه نا امني ده ،چې ددې ولايت په بيارغونه،ښوونه او روزنه،او په نور ګڼو برخو ېې اغيز کړی او دغه ولايت يې له پرمختګه  غورځولی دی .
نوموړی وايي نن سبا ټول پوهيږي ،چې جګړه دچا ده،له کومه ځايه راغلې ،څوک يې کوي اوګټه يې دچا ده ،موږ له خپلو افغانان څخه هيله کوو ،چې نور بس دی او هيواد دې دبربادۍ کندې ته نه ټيل وهي .
د زرمت ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی عبدالهاشم هم په پکتيا کې دامنيت د راوستو خبره کوي ،دی وايي هره ورځ زموږ په ولسوالۍ جنګ وي ،هره ورځ ګورو ،چې بېګنا خلک پکې وژل کيږي ،موږ له دولت څخه غوښتنه کوو،چې که هرڅنګه کيږي بايد امنيت راولي او په دې برخه کې بايد ولس هم ګام واخلي .