Data Gathered Date: 

Thursday, August 29, 2013 - 12:45

ګردېز ( پژواک،  ٨ زمرى ٩٢ ) : د پکتيا ولايت اوسېدونکي  له دولت څخه د امنيت راوستلو ترڅنګ د ځنګلونو بيارغول، برېښنا، د بندونو جوړول او ځوانانو ته د کار پيدا کولو غوښتنې لري.
دغه راز ددوى يوه عمده او مهمه غوښتنه دې ولايت ته دلومړۍ درجې ارتقا ورکول  دي.
د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دولت د پکتياوالو د غوښتنو پر وړاندې د مور او ميرې  چلند کوي  او زياته يې کړه، چې د پکتيا خلک هم پر دولت اوس باور نه کوي او فاصله يې تر منځ زياته شوې ده.
د ده په وينا، د پکتيا خلک غواړي، چې ولايت يې لومړۍ درجې ته ارتقا وکړي او په دې اړه يې څو ځلې له ولسمشر حامد کرزي سره هم ليدلي، خو تر اوسه په دې اړه د دولت له خوا کوم ګام نه دى اخيستل شوى.
نوموړى وايي، د وزارتونو له لوري له پکتيا سره د مور او ميرې سلوک خلک خوابدي کړي دي، ښکاره بېلګه يې د اوبو او برېښنا وزارت دی، چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې يې د انتقالي برېښنا په ور لېږدولو کې پر خپلو ژمنو سترګې پټې کړې دي.
ښايسته جان وويل: ((د مچلغو بند د جوړېدو کار لومړى پيلېده نه، کله چې د وزارت څخه پلاوى راغی او کار يې پيل شو، نو اوس يې کارونه ډېر په ځنډ روان دي.))
دى وايي، چې دنورو غوښتنو ترڅنګ د پکتيا لپاره دبرېښنا فعاليدل مهمه خبره ده او دولت بايد په دې برخه کې جدی ګامونه واخلي .
د پکتيا د ځدراڼو د سيمې يو تن اوسېدونکى ګل محمد وايي، چې په تېرو جنګونو او ناامنيو کې ددې ولايت ځنګلونه په پراخه کچه وهل  شوي دي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې نه يواځې ددې ولايت د ځنګلونو د وهلو مخه ونيسي، بلکې د احيا لپاره يې هم لازم اقدامات وکړي.
د هغه په وينا، له  جګړو وړاندې په دې غرونو کې د جرمنيانو پروژې کار کاوه ،چې له يوې خوا ځنګلونه ساتل شوي او د ودې په حال کې وو او له بلې خوا دسيمې زيات شمېر خلکو ته پکې دکار زمينه برابره وه.
دی له دولت او په خپله له جرمني هيواده غوښتنه کوي ،چې دغه پروژه بېرته پيل کړي .
د دې ترڅنګ ددغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې  د پکتيا ډېرى خلک په کرنه بوخت دي، خو د اوبو د نشتوالي او کموالي له  امله کرنه په دې ولايت کې پرمختګ نه کوي.
د سيدکرم ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالمجيد وايي ، چې که د مچلغو بند جوړ شي، نو په دې ولايت کې به کرنه ډېر پرمختګ وکړي.
هغه زياتوي، چې دکرنيزو اوبو زياتېدو سره به په دې ولايت کې کرنيز انقلاب راشي او د بزګرو اقتصاد به ورسره پياوړى شي .
نوموړى دغه راز وايي، چې د بې کارۍ له امله ددې ولايت ډېرى ځوانان نورو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره تللي  او له حکومت يې وغوښتل ، چې دوى ته په ولايت کې د کار زمينه برابره کړي.
دپکتيا پوهنتون دکرنې دپوهنځي استاد محمدنظيروايي، ددې ولايت لپاره په لويه برخه ،چې (کرنه ) ده کار نه دی شوی .
دی وايي، په پکتيا ولايت کې دبندونو جوړيدل دي ،چې دکرنې په ښه والي کې موثرتماميږي بايد ورته پاملرنه وشي ،چې ددغو  بندونو له ډلې څخه يو هم دمچلغو بند دی ،چې چارې يې روانې دي ، خو ډيرې ټکنۍ دي، په دغه ولايت کې دې د نورو بندونو دجوړولو چارې هم پيل شي .
ددې ولايت د مدني ټولنې يوتن غړى عزيزالله وايي، چې امنيتي ستونزې په دې ولايت کې د ټولو پرمختګونو پر وړاندې لويه ستونزه ده او ددغه ولايت خلک دسولې لپاره د ډېرو او جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
هغه وايي، چې دسولې روان بهير ډير پيچلی دی ،دابهير په ښکاره يواځې د دولت، امريکا او وسله والو طالبانو له خوا پرمخ بيول کيږي ،سوله دټولو افغانانو ګډه اړتيا ده او بايد په دې بهير کې مدني ټولنو اوخلکو ته ډيره ونډه ورکړل شي او که ممکنه وه دځينو موضوعاتو لپاره بايد ټولپوښتنې هم وشي .
د ګردېز ښار يو دوکاندار سردار له مرکزي دولت څخه غواړي ، چې  پکتيا ته کار وکړي او د دولت او نړيوالې ټولنې پام د دغه ولايت اوسېدونکو ته واړوي.
د هغه په وينا، ددولت ترڅنګ ددې ولايت وکيلان بايد خلکو ته کار وکړي، که د وکيلانو په وس کې څه نه وي، په لومړيو کې يې بايد ژمنې نه واى کړې، خو د ده په وينا، هغه څه يې چې په وس کې دي، هغه خو بايد وکړي.
سردار وايي، چې د برېښنا نه شتون د دغه ولايت مهمه ستونزه ده، چې بايد ولايت ته يې په راوستو کې د دغه ولايت استازي نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي او په لوړه کچه دغه ستونزه مطرح کړي.
بلخوا د پکتيا ولايت بڼوال د خپلو ميوو لپاره د سوداګريز مارکېټ او دغه  راز په دغه ولايت کې د ميوو لپاره د ساتنځايونو او د جوس جوړولو د فابريکو غوښتنه کوي.
د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونكى جهاد احمدزى وايي، چې له شل جريبو څخه په ډېره ځمکه کې د مڼو باغ  لري، خو د بازار د نه شتون له امله د کال په پاى کې شوى لګښت هم  نه ترې  ترلاسه کېږي.
د نوموړي په خبره،  چې كه  دولت د تازه ميوو د ساتنې لپاره ځانګړي ځايونه جوړ کړي او يا ورته په هېواد کې دننه د خرڅلاو  بازارونه برابرکړي، له يوې خوا به بڼوال د خپل زيار ثمره ترلاسه کړي او له بلې خوا به د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي.
د زرمت ولسوالۍ د سرکۍ سيمې يوه بڼوال يوسف خان پژواك ته وويل، چې سږ کال يې شاوخوا په لس جريبه ځمکه باغونو کې، د زردالو او انګورو ډېرې ميوې د مناسب بازار د نه شتون له امله په ونو کې خرابې شوې.
نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې په ګردېز ښار او يو شمېر لرې پرتو ولسواليو کې دې د ميوو ساتنې سترې خونې جوړې کړي، تر څو د بازار له غوښتنې سره سم په خپل وخت وپلورل شي.
د ګردېز اوسېدونکى ٢٥ كلن احمدالله له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې بڼوالو ته دې ځانګړې پاملرنه ولري، تر څو د سيمې نور اوسېدونکي په خپلو ځمکو کې باغونه جوړکړي، چې د سالمې بوختيا تر څنګ يې اقتصادي ستونزې هم حل شوې وي.
د پكتيا د بڼوالو ټولنې مشر حاجي ياسين پژواک ته وويل، چې په خپله يې په شپېته جريبه ځمکه کې د مڼو باغ  جوړ کړى، خو د بازار د نه شتون له امله  لګېدلې پيسې هم  نه پوره کوي.
نوموړى وايي: ((که دولت له بڼوالو سره نوره مرسته نه شي کولاى، يواځې د ميوو ساتنځايونه دې  ورته جوړ کړي او يا دې چاته زمينه برابره کړي، چې د جوسو فابريکه جوړه کړي.))
ياسين وويل، چې د ګردېز په ښار کې د يو شمېر باغونو ميوې خرابې شوې، حال دا چې د لرې پرتو ولسواليو د بڼوالو به څه حال وي.