Data Gathered Date: 

Tuesday, August 27, 2013 - 16:00

باميان ( پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٢):د باميانو ډېرى اوسېدونکي د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې د ګډون لېوالتيا لري، خو يو کم شمېر نور بيا په تاکنو کې د شته درغليو له امله نه غواړي ،چې په ټاکنو کې ګډون وکړي .
يوه بله ستونزه چې ممکن د باميانو اسېدونکي په ټاکنو کې له برخه اخيستو را وګرځوي ، د رايې ورکونې د کارتونو نه شتون دى .
پژواک آژانس په دې اړه له ٢٥ ښځو او نارينوو سره مرکې وکړې ، يواځې دټولنې له منځني قشر څخه دوو کسانو يې وويل، چې دوى په راتلونکو ټاکنو کې ځکه ګډون نه کوي، چې ټاکنې رڼې نه دي ، درغلۍ په کې زياتې کېږي او ريښتيني وکيلان په کې نه کاميابېږي .
 د پوهنتون محصل : پنځوس سلنه خلک به رايه ورنه کړى شي
د باميان پوهنتون دځمکې پېژندنې څانګې دڅلورم کال محصل احمدحسين وايي، چې په دغه ولايت کې به دټاکنو پر وړاندې شته ستونزې پنځوس سلنه د رايه ورکوونکو مخه ونيسي .دى چې د ورث ولسوالۍ اوسېدونکى دى ، زياتوي، چې دټاکنو ترسره کېدل خپله يوه ننګونه ده او بايد د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په مياشت کې تر سره شي، خو دا  داسې وخت دى، چې دباميانو ډېرى سيمې په واورو پوښتلې او له مرکز سره يې نښلوونکې لارې بندې وي . هغه د ولسواليو د مرکزونو او کليو تر منځ هم د زيات واټن شتون يوه ستونزه وبلله او زياته يې کړه ، چې که ټاکنې په نورمال ډول په ګرم موسم کې ترسره شي، نو  رايه ورکوونکي اړ دي ،چې اوږده واټنونه ووهي او ځان د رايې ورکونې مرکز ته ورسوي .
 دکور مېرمن : رايه ورکوم ، خو نه پوهېږم چې ګټه لري او که نه ؟
دباميانو دمرکز اوسېدونکې ٣٨ کلنه مهجوره وايي، چې دټاکنو په تېره دوره کې يې هم رايه ورکړې، خو ولايتي شورا ته دده دخوښې کانديد بريالى نه شو، بيا هم نيت لري، چې په راتلونکو ټاکنو کې رايه ورکړي ، ممکن دخوښې کانديد يې بريالى شي . هغه د ولسمشرۍ دکانديد په اړه وويل :(( زه به خپله رايه يوه داسې کس ته ورکړم،چې دښځو په برخه کې ښه وي او دطالبانو غوندې په ښځو ظلم ونه کړي .)) ياده مېرمن وايي :((رايه ورکوم ، خو نه پوهېږم، چې ګټه لري او که نه ؟))
 مغاره  مېشتى : داسې ولسمشر ته رايه ورکوم ، چې دوږو له ګېډې خبر وي
٣٥کلن خير محمد چې له تېرو اتو کلونو راهيسې د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ څخه راغلى او اوسمهال د باميانو مرکز کې دبودا پاتې شونو ته په نږدې سمڅو کې مېشت دى وايي، چې خپله رايه به داسې ولسمشر ته ورکړي، چې دوږو له حاله خبر وي. دى زياتوي، چې په تېرو لسو کلونو کې يې ژوند هېڅ بدلون نه دى کړى ، دخپلې کورنۍ لپاره يوه مړۍ ډوډۍ په سختۍ سره پيدا کوي . هغه په دې اړه زياته کړه :(( تېر ځل مو حامد کرزي ته رايه ورکړه ، خو حکومت يې يواځې د شتنمنو لپاره ښه و دغريب او بې وزلي لپاره يې هېڅ نه دي کړي .))
خير محمد وايي، چې خلک له فقر او بې وزلۍ سره مخ دي، کارو بار نشته او که وي هم نو ډېره ښکته وي ، په مغارو کې ډېر په بد ډول ژوند کوي ، داسې حکومت بايد را منځته شي،چې لږ تر لږه د  بې وزلو ستونزو ته پام وکړي .
نوموړى وايي  له هغو ٢٠٠ نه تر ٣٠٠ تنو پورې مغاره مېشتو  نه يو هم تر اوسه دکرزي په دوره کې په ګېډه موړ نه شو ، لاهم له بېوزلۍ نه کړېږي ، خو خير محمد په دې اړه چې بد او خدمتګار ولسمشر به څنګه پېژني ؟ وويل،چې خلک اوس بيدار شوي ، د هر څه توپير کولاى شي . دى چې تر نهم ټولګي يې ښوونځى ويلى ، په دې باور دى ،چې دولسمشرۍ او  ولايتي شورا ګانو کانديدان په خپلو شعارونو او ژمنو عمل نه کوي ، خو خلک بيا هم ددويم ځل لپاره ټاکنې تجربه کوي او ښه به له بد نه تفکيک کړي.
 
يوه فرهنګي مېرمن : د رايې د نه ورکړې په صورت کې به سياسي مشارکت او د ښځو رول کم شي .
مرضيه حيدري وايي، چې که مېرمنې سياسي مشارکت ( ګډون) ونه لري ، نو رول يې ورځ  تر بلې کم او له خپلو حقونو څخه محرومېږي .دغه ٣٤کلنه مېرمن زياتوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې دګډون لېوالتيا لري او له نورو هم غواړي، چې دخپلې رايې حق دخپلې خوښې د کانديد  لپاره وکاروي ،هغه چې ديوې ټولنې په چوکات فرهنګي کارونه کړي وايي:((په باميانو کې ټاکنيزې ستونزې تر ډېره په ښځو پورې اړه لري ، په تېرو دوو دورو کې مو وليدل، چې د رايې ورکوونکو مرکزونو د زيات واټن له امله ډېرى ښځې له رايې ورکونې پاتې وي .))
مرضيه وايي، چې ښځې دټولنې يو مهم قشردى، بايدسالمې ټاکنې ترسره شي، څو نه امنيتي او نه هم جغرافيايي ستونزې ددې سبب شي ،چې ښځې له خپلو حقونو څخه محرومې کړي .
هټيوال : راتلونکى ولسمشر بايد امنيت خوندي کړي
 د باميانو ښار ٤٥  کلن هټيوال محمد افضل په دې باور دى، چې راتلونکى ولسمشر بايد داسې څوک وي، چې په ټول هېواد کې امنيت تامين کړي .دى وايي،چې پخوا امنيت ښه و، سيلانيان به له بهرنيو هېوادونو لکه کوريا، انګلستان او امريکا څخه دلته راتلل، دباميانو بازارونه او هوټلونه ورسره غوړېدلي وو؛ خو وروستيو ناامنيو ددې هرڅه مخه نيولې او په ټول هېواد کې د سيلانيانو کچه ښکته شوې ده .
هغه وويل که راتلونکى ولسمشر په  ټول هېواد کې امنيت راولي، نو بازارونه ورسره خامخا غوړېږي ، خلک په کار لوېږي او خپل ژوند په ښه ډول مخته وړلاى شي .سرچينه وايي، چې په باميانو ښار کې د امنيتي او کومې بلې ستونزې له امله دټاکنو پر وړاندې کومه ستونزه نه شته ، خو د ولسواليو د وضعيت په اړه معلومات نه لري، چې ټاکنې به يې له کومو ستونزو سره مخ وي .
زده کوونکى : ديوه قانونمند هېواد له پاره رايه ورکوم
دباميانو دمرکز لېسې د دوولسم ټولګي يو زده کوونکى محمد اصف وايي، هر هغه هېواد چې ټاکلى ولسمشر ، لومړى وزير او يا هم ټاکلي استازي ونه لري، نو په هغه هېواد کې قانونمندي ګرانه وي .هغه په دې اړه زياته کړه : ((ددې لپاره چې يو قانونمند هېواد ولرو، نو ولسمشر او وکيلانو ته رايه ورکوم.)) اصف وايي،چې له سياسي موضوعاتو سره علاقه لري، دخپل تحصيل له خلاصيدو وروسته به ځان پارلمان او نورو ټاکنيزو شوراګانو ته کانديد او له دې لارې به خلکو او هېواد ته خدمت وکړي. سرچينه وايي، چې ولسمشر او وکيل داسې کسان دي، چې په ټولنه کې بايد په متوازن ډول کار وکړي، هغه زياته کړه:((زه نه وايم ،چې راتلونکى دولت دې يواځې د اقتصاد او امنيت په برخه کې کار وکړي، دکار لپاره دې ټولې هغه بېلابېلې برخې په نظر کې ونيسي ،چې ټولنه ورته اړ ده .)) دغه زده کوونکى وايي، چې افغانستان اوسمهال په بېلابېلو برخو کې هېڅ هم نه لري، د راتلونکي دولت مشر بايد داسې يو کس وي، چې د دښمن په نامه هېڅ هېواد هم ونه لري او له ټولو سره يې اړيکې ښه وي .
بې روزګاره ځوان : جګړه له وزګارتيا پيدا کېږي
يو ځوان چې د نامه له اخيستو ډډه کوي، وايي چې ټاکنو او راتلونکى ولسمشر ټاکل ښه خبره ده ، خو ولسمشر بايد يو بې تعصبه کس وي ،په افغانستان کې داسې نه وي ، هر کس چې له هر قوم نه وټاکل شي ، خپل قوم ته کار کوي ، هغه په دې اړه زياته کړه :((هر څوک چې ولسمشر کېږي ، ماته توپير نه لري، موږ ته يې ګټه نه رسېږي، له همدې امله اول رايه نه ورکوم ، خو که يې ور هم کړم ، نو ډاډمن يم چې په دې هېواد هېڅوک هم زړه نه سوځوي .))
دى وايي، چې کله کله وزګار ځوانان له ځان وايي، چې غرونو ته لاړ شي، له وسله والو سره يو ځاى شي او له دې لارې تنخوا تر لاسه کړي . هغه زياتوي، چې دجګړې او تا و تريخوالى يواځينۍ علت بيکاري ده .
دغه ځوان وايي، چې چوک ته د مزدورۍ لپاره داسې کسان هم راځي، چې څلور کاله پوهنتون يې ويلي وي، خو کوم مصروفيت نه لري ، هغه زياتوي :(( موږ که بيکاره يو ، خو سواد نه لرو، خو هغه خلک چې سواد لري ، هغوى ولې  بيکاره دي ؟))
دغه ځوان ډاډمن نه دى ، چې رايه به ورکړي ، هغه وايي، چې دتېرو ټاکنو کارت له ځان سره لري او دټاکنو تر وخته به په دې اړه خپل تصميم ونيسي .