Data Gathered Date: 

Saturday, August 24, 2013 - 16:00

د نورستان يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په تېرو کلونو کې په ژوند کې يې هېڅ کوم مثبت بدلون نه دى راغلى، ولايت ته يې پاملرنه ده شوې، خو په دې نيت به رايه ورکړي، چې راتلونکى واکمن يې ستونزو ته پام واړوي .
د ٧ ولسواليو لرونکى دغه سرحدي ولايت د هېواد په ختيځ کې پروت دى، چې له ګاونډي پاکستان سره هم ګډه پوله لري.
د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه، دغه راپور د نورستان د مرکز او ٥ ولسواليو د ٨ اوسېدونکيو ( چې ٢ يې مېرمنې دي ) په مرکو، په روانه اونۍ کې چمتو شوى دى .
ښوونکى: د ښوونکيو ژوند ته دې پاملرنه وشي
د وايګل ولسوالۍ د لوى کلي اوسېدونکى معلم عين الله شرف، چې ٦٠ کاله عمر لري او د ١٠ اولادونو پلار دى وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې يې په ژوند کې کوم ښه بدلون نه دى راغلى. دى وايي چې پخوا هم ښوونکى و او اوس هم او تل يې ژوند په غريبۍ کې تېريږي.هغه په ټاکنو کې برخه اخلي، خو وايي چې د ټاکنو په شفافيت باوري نه دى او دا ځکه، چى په سيمه کې امنيت نشته . دغه معلم وايي چې که له ولسمشر سره مخ شي، نو لومړۍ غوښتنه به يې ترې دا وي، چې اداري فساد ختم کړي.د نوموړي په باور، که اداري فساد ورک شي، نو مرسته شوې پيسې به پر ځاى ولګېږي او د ټولو ژوند به ښه شي .
بزګر: له بزګرانو سره دې مرسته وشي
د پنځو ماشومانو لرونکى او د وايګل ولسوالۍ اوسېدونکى ٦١ کلن غلام محمد، چې په خپل کلي کې بزګري کوي وايي، چې په تېرو پکلونو کې يې ژوند هېڅ بدلون نه دى کړى. د هغه په وينا، پخوا هم بزګر و او اوس هم، ټوله ورځ ستړى ستومانه وي، خو ايله دومره حاصلات ترلاسه کوي، چې ددوى ګوزاره پرې وشي . نوموړى له حکومته ګيله من دى او وايي، چې نورستان بزګر د کرنې ډېرې کمې ځمکې لري، حکومت ورته د نورو ولايتونو په څېر، نه اصلاح شوي تخمونه ورکوي او نه کيمياوي سرې . دغه کروندګر وايي، چې له راتلونکي ولسمشر څخه يې غوښتنه داده، چې داسې اداره جوړه کړي، چې چارواکي يې په همدې ولايت کې واوسېږي او د خلکو غم وخوري . د نوموړي په وينا ، دا مهال د نورستان ټول مهم حکومتي چارواکي په ننګرهار او کونړ کې اوسېږي، اداره نشته او د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه هېڅ پلان نه شته .
کليواله مېرمن : موږ ته برېښنا راکړئ
٤٠ کلنه سلما، چې د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکې ده او له غره کلي ته په شا لرګي راوړي وايي، چې که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې يې شخصي ژوند کوم بدلون نه دى کړى، خو د پاخه سړک له لارې له لغمان ولايت سره يې کلى تړل شوى او تګ راتګ يې اسانه شوى دى.هغه وايي په دې موخه به حتماً رايه ورکوي، څو خپله راتلونکې په خپله وټاکي.هغه د ټاکنو د شفافيت او روڼوالي په اړه هېڅ هم نه وايي او وايي، چې په دې نه پوهېږي.دې وويل چې که چېرې له ولسمشر سره مخ شي، نو لومړنۍ غوښتنه به يې ترې د برېښنا په اړه وي . دغه مېرمن، چې په پېښور کې يې په ماشين ګلدوزي کوله او له دې لاره يې کورنۍ ته نفقه پيداکوله، وايي چې اوس د برېښنا د نشتوالي له امله، کار نه شي کولى او اقتصاد يې کمزورى شوى دى .
ژورنالېست : سړکونه راته جوړ کړئ
د پارون اوسېدونکى او د نورستان ولايت د محلي راډيو ( کله ګوش ) ژورنالېست، وايي، چې په تېرو کلونو کې يې په ژوند کې مثبت بدلون راغلى دى.هغه زياته کړه چې له زدکړې سره سره په يوې راډيو کې مقرر دى او معاش اخلي، چې په ژوند کې يې ورسره بدلون راغلى دى .ده وويل چې په ټاکنو کې په دې موخه ګډون کوي، چې خپل راتلونکى وټاکي.وکيل زاده وايي چې که چېرې له ولسمشر سره مخ شي، نو لومړنۍ غوښتنه به يې ترې د سړکونو جوړول وي.د نوموړي په وينا ، دا مهال د ځينو ولسواليو خلک، چې مرکز ( پارون ) ته راځي، نو بايد له درېيو ولايتونو ( لغمان، ننګرهار او کونړ ) ته لاړ شي او بيا له هغې لارې د خپل ولايت مرکز ته ځان رسوي .
دوکاندار: امنيت راولئ
د دواب ولسوالۍ اوسېدونکى ٢۷ کلن نجم الدين په اوسني نظام نيوکې کوي او وايي، چې په تېرو کلونو کې پرته له دې چې بمبار شي، نور هېڅ بدلون يې په ژوند کې نه دى، راغلى.هغه وويل چې په ټاکنو کې ګډون کول ضروري خبره ده او په دې موخه ګډون کوي، څو داسې چاته رايه ورکړي، چې دوى له بمباره خلاص کړي او امنيت راولي.نوموړى وایی له ولسمشر څخه يې لومړنۍ غوښتنه د امنيت ټينګښت دى.د نوموړي په وينا ، دى هر ٣ مياشتې پس له کونړه خپل دوکان ته سودا راوړي، چې تراوسه پر لاره ٢ ځلې لوټ شوى دى .
پخوانى موټروان : خلکو ته کار پيدا کړئ
د برګمټال ولسوالۍ د نېک موک کلي اوسېدونکى ٤٣ کلن محمد يوسف وايي، چې په تېرو کلونو کې يې ژوند د پخوا په پرتله خراب شوى دى . د نوموړي په وينا، لس کاله وړاندې يې په پېښور کې موټر چلاوه، چې ژوند يې په ارامۍ او خوشالۍ کې تېرېده، خو چې کله خپل هېواد ته راغى، نو ژوند يې له بدمرغيو سره مخ شو، ځکه نه کار شته او نه کومه بله غريبي.هغه چې پخوا يې رايه ورکړې، دا ځل رايه نه ورکوي او زياتوي، چې ولسمشر د دوى په رايه بريالى کېږي، خو بيا نورستانيان خپل رعيت نه ګڼي او ژوند ته يې پاملرنه، نه کوي . دى وايي تر هغې چې ولسمشر نورستانيان خپل رعيت ونه ګڼي او د دوى ژوند ته پام ونه کړي، نو په ټاکنو برخه نه اخلي.هغه همدارنګه په خپله رايه هم شکي دى او په دې باور دى، چې هغه څوک به ولسمشر کېږي، چې امريکا يې وغواړي ، هغه وايي چې که له ولسمشر سره مخ شو، نو ورته به ووايي چې خلکو ته کار پيدا کړي.
يوه مېرمن : امنيت غواړو
د دواب ولسوالۍ د ماوې سيمې اوسېدونکې ٣٤ کلنه شهلا، چې د مهاجرت په دوره کې يې زدکړې کړې او په همدې دوره کې يوه صحي کارکوونکې وه، اوس په کور ناسته ده .هغه وايي چې د ناامنيو له وېرې له کوره نه شي وتلى او څه چې يې زده کړي و، هغه بېرته ترې په هېرېدو دي .د شهلا په وينا، ژوند يې په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ کوم مثبت تغيير نه دى کړى . هغه وايي چې رايه په دې موخه ورکوي، چې يو ملي امانت دى، څو خپله راتلونکې په خپله وټاکي، خو اندېښنه لري، چې ټاکنې به شفافې نه وي.نوموړې زياتوي چې که له ولسمشر سره مخ شي، نو ځولۍ به ورته وغوړوي او د امنيت د راوستو غوښتنه به ترې وکړي.
د مدني ټولنې مشر: ولسمشر دې نورستان هم خپل رعيت وګڼي
د نورستان دځوانانو د ټولنې مشر او د منډول ولسوالۍ اوسېدونکى ۳۰ کلن قدرت الله وايي، چې په ولسوالۍ کې يې په تېرو کلونو کې کوم پرمختګ نه دى شوى . د نوموړي په وينا، پخوا هم په منډول ولسوالۍ کې ښوونځى نه و او اوس هم نشته . دى وايي چې دده په ګډون د منډول ولسوالۍ ټولو خلکو د رايې ورکونې کارتونه نه دي رسېدلي او په ټاکنو کې له برخې اخيستنې محروم دي . د نوموړي په وينا، اوسنى ولسمشر خو ورته معلوم دى، چې د دوى سيمې ته يې هېڅ کار نه دى کړى او له نورو نه دى خبر . هغه په ټاکنو هم شکمن دى او زياتوي : (( چېرته چې حکومت نه وي، نو هلته امنيت نه وي او چې امنيت نه وي، نو شفافيت به څنګه راشي؟ )) دى وايي که له ولسمشر سره مخ شي، نو لومړنۍ غوښتنه به يې ترې دا وي، چې د نورستان خلک خپل رعيت وګڼي او د نورو ولايتونو په څېر ورته وګوري .