Data Gathered Date: 

Saturday, August 24, 2013 - 16:00

جلال اباد(پژواک،٢٧غبرګولى٩٢): د نورستان ولايت اوسېدونکي دامنيت د خرابوالي ترڅنګ د ژوند د لومړنيو اسانتياوو له نشتوالی سرټکوي او زياتوي ،چې دوى نه سړک  لري او نه هم د ښوونځيو او کلينيکونو لپاره ودانۍ.
د نورستان د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي نبي الله رشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل،  په دغه ولايت کې ، چې تر ټولو لويې ستونزې سره دوى لاس او ګريوان دي هغه د ناامنۍ ستونزه ده.
نوموړى وايي، چې په دغه ولايت کې پنځه سلنه امنيت هم نشته او مرکزي ادارې ورته تر اوسه پورې پاملرنه، نه ده کړې.
د ده په وينا، له مرکز پارون څخه يو کيلو متر لرې  هم دولتي مامور نه شي  تللى  او د ولايتي ادارې امنيتي چارې يواځې د ولايت تر مقام پورې محدودې دي.
د نورستان د ولايتي شورا غړې رويدې پژواک اژانس ته وويل، چې نورستانيان په دغه ولايت کې له بې کارۍ څخه کړيږي.
د رويدې په خبره ، که چېرې ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، نو په ناامنۍ جوت تاثير غورځولى شي.
نوموړې زياته کړه: ((ځوانان به په کارونو بوخت شي او بهرني جاسوسان يې بيا نه شي استعمالولى.))
د ولايتي شورا وکيله وايي، چې اوس ځوانان له مجبوريته له وسله والو سره يوځاى شوي، ځکه چې کارونه نه لري او د نفقې د پيدا کولو لپاره مجبور دي ، چې له وسله والو سره يوځاى شي، تر څو له پاکستانه پيسې واخلي.
د ولايتي شورا بله غړې خاطره وايي ، چې د نورستان ولايت د هېڅ کوم رياست ودانۍ نشته .
هغې پر دولت غږ وکړ ، چې ښځينه ښوونځي دې په دغه ولايت کې فعاله کړي همداراز دې ښځو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.
خاطره وايي، چې په سلو کې دوه نجونې هم ابتدايي زده کړو ته لاسرسى نه لري او نه هم ښځې په دغه ولايت کې زده کړې کولى شي.
خاطره وايي: (( ولايتي اداره هسې په خوله وايي چې د نجونو ښوونځي شته، مګر استادان يواځې معاشونه اخلي او نور  ښوونځي تړل شوي دي.))
نوموړې غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې يو شمير نور تړل شوي ښوونځي دې پرانيزي او هم دې د هغوى د ودانيو او کتابونو په برخه کې له دغه ښوونځيو سره مرسته وکړي.
د دواب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى حاجي زر محمد وايي ، شاوخوا درې کاله کيږي چې يو شمير ښوونځيو ته کتابونه او نصاب نه دى ورکړل شوى.
 هغه وايي کوم ښوونځي چې خلاص دي خپلسرى نصاب په کې تدريسيږي او کوم چې تړل شوي په هغه کې خو هېڅ نه شته.
د مرکز اوسېدونکى حاجي ميرزا وايي ، چې دوى روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لري.
د هغه په وينا، په مرکز پارون کې يواځې يو کلينيک موجود دى ، چې په هغه کې هم مسلکي ډاکټران نشته او يواځې نرسان په کې کار کوي.
ميرزا زياتوي: ((مرکز خو ښه دى يو کلينيک لري، مګر په نورو ولسواليو کې دا هم نشته.))
نوموړى وايي، چې په نورستان کې د نسايي او ولادي روغتون د نشتوالي له امله   ډېرى وخت مېرمنې د اولاد په ناروغۍ  مري .
د نورستان د عالي دارالمعلمين يوه استاد چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه پژواک ته وويل ، چې په نورستان کې ډېرى چارواکي نه اوسيږي او يواځې په نوم د دغه ولايت چارواکي دي.
دى وايي ، چې زياتره رييسان په ننګرهار،کونړ او يا هم په کابل کې اوسيږي، مګر په نورستان کې په نوم رييسان دي.
نوموړي له يو شمېر نورو رييسانو سربېره د امنيه قوماندان نوم هم واخيست او ويې ويل چې امنيه قوماندان هم شاوخوا يوه مياشت وړاندې تللى ، مګر بيا ولايت ته نه دى راغلى.
د برګمټال ولسوالۍ قومي مشر سلطان مير وايي ،تر ټولو لويه ستونزه ،چې په دغه ولايت کې موجوده ده، هغه په نورستان کې د پاکستان د استخباراتي کړۍ (اى،ايس،اى) نفوذ دى .
قومي مشر زياتوي، چې پاکستاني ځواکونه وخت ناوخته د نورستان له پولو رااوړي او دلته له وسله والو سره ګوري، مګر دولت يې د مخنيوي په موخه څه نه دي کړي.
نوموړي زياته کړه: ((نورستان هغه ولايت دى که چېرې پام ورته ونه شي، نو ناامني يې نور ولايتونه خرابولى شي.))
دى وايي ، چې په دې وروستيو کې ورسره دولت د بيارغونې د پروژو ژمنې هم کړې وې، خو کومې ژمنې چې د دوى سره شوي تر اوسه يواځې وعدې پاتې شوې دي.
د مرکز پارون يو بل اوسېدونکى اظهارالحق وايي، چې د دوى په ولايت کې د پوهنتون نه شتون هغه څه دي ،چې دوى يې له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
نوموړي زياته کړه ، چې دولت بايد د نورستان ولايت ته يو پوهنتون منظور کړي او هم دې د استادانو په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي او تکړه استادان دې ورته راولېږي.
 د نورستان والي تميم نورستانى هم دا مني، چې د نورستان خلک له ابتدايي اسانتياوو څخه بې برخې دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، چې د نورستان ولايت لپاره د سرحدي پوليسو لوا په کونړ ولايت کې پرته ده، که چېرې دغه لوا نورستان ته رانتقال شي، نو امنيتي ستونزه به کمه شي.
دى وايي: (( ما په وار، وار غوښتنه کړې ، چې نورستان کې د بيارغونې کارونه پيل شي، خو تر اوسه پورې هېڅ نه دي شوي.))
 نورستانى زياتوي ، چې په دغه ولايت کې يو متر قير سړک نه شته، همداراز ډېرى رياستونه ودانۍ نلري، د زندان لپاره ودانۍ نه لري او ورسره په خوا کې ګڼ شمېر نورې  ستونزې هم شته، خو تر اوسه پورې د مرکزي ادارې نه دوى ته کوم مثبت ځواب نه دى ويل شوى.