Data Gathered Date: 

Saturday, August 24, 2013 - 15:45

جلال اباد(پژواک٢٦غبرګولى٩٢): د نورستان اوسېدونکي له مرکزي ادارې او نړيوالې ټولنې غواړي ، چې په دغه ولايت کې دې امنيت راولي او ياد ولايت دې له وسله والو  مخالفينو پاک کړي.
دوى په نورستان ولايت کې د بې کارۍ د له منځه وړلو،د بيارغنيزو پروژو د پلي کولو، د سړکونو جوړولو، نجونو او هلکانو ته د لوړو زده کړو د زمينې برابرولو غوښتنه کوي.
د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې ٥% امنيت هم نشته، دى وايي چې مرکزي ادارې تر اوسه پورې دغه ولايت ته هېڅ پاملرنه، نه ده کړې.
د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه ، چې ناامنۍ د دوى په ولايت کې هر څه په ټپه درولي دي.
دى وايي: ((هسې په نوم ولايت دى، نور هېڅ په کې نشته، په ولايت مقام کې هم امنيت نشته.))
د عنايت الرحمان په وينا، چې دا مهال يواځې د نورګرام په ولسوالۍ کې دولتي مامورين موجود دي، نور په ډېرى ولسواليو کې دولتي مامورين نشته، او اکثره يې په ننګرهار او يا هم د نورستان په مرکز پارون کې پراته وي.
نوموړى وايي، چې اکثره ولسوالان يواځې په نامه د يوې ولسوالۍ ولسوال وي ، مګر نور تر نن ساعته يې د ولسوالۍ مخ نه وي ليدلى.
ده زياته کړه: (( داسې سيمې شته چې نه په کې دولت شته او نه په کې وسله وال، وسله وال د دولت له وېرې نه ځي او دولت د وسله والو له ويرې.))
مرستيال وايي ، د سرحدي پوليسو يوه لوا ، چې د  نورستان لپاره ځانګړې شوې هغه هم په کونړ کې پرته ده، همداراز پوليس هم کم دي او ولايتي اداره بې کيفيته ده.
دى له مرکزي دولت څخه غواړي ، چې په نورستان کې امنيت ټينګ کړي او له امنيت څخه  وروسته دې د بيارغونې کارونه تر سره کړي.
د نورستان د پارون اوسېدونکي شيخ القران خدايداد پژواک ته وويل ، چې په نورستان ولايت کې د بيارغونې کارونه ډېر کم شوي  او په کار ده ، چې دولت يې په ولايت کې د بيارغونې کارونه تر سره کړي.
دى وايي ، چې دوى دا مهال سړک ته سخته اړتيا لري،  مګر په نورستان کې يومتر سړک هم قير نشته.
ده زياته کړه: ((نور بيارغنيز کارونه نه دي شوي، هېڅ کار ته پام نه دى شوى.))
د مولوي خدايداد په وينا، چې دولت بايد د نورستان سړک ته ډېره پاملرنه وکړي.
د ولايتي شورا غړې خاطره وايي، چې د نورستان ولايت د هېڅ  رياست ودانۍ نشته، چې ډېرى يې په کرايي کورونو کې موجود دي.
نوموړې وايي، چې د ښځو د حقوقو په برخه کې هم چندان توجه نه ده شوې.
دې پر دولت غږ وکړ، چې ښځينه ښوونځي دې په دغه ولايت کې فعاله کړي همداراز دې ښځو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.
خاطره وايي: (( په نورستان کې به يوه داسې ښځه ډېره کمه پېدا کړې، چې هغې دې تر څوارلسمه زده کړې کړې وي.))
نوموړې له دولت څخه غواړي ، چې په دغه ولايت کې يو شمېر نور تړل شوي ښوونځي دې پرانيزي او هم دې د هغوى د ودانيو او کتابونو په برخه کې له دغو ښوونځيو سره مرسته وکړي.
خاطرې وويل ، شاوخوا درې کاله کيږي ، چې يو شمېر ښوونځيو ته کتابونه او نصاب نه دى ورکړل شوى، هغه وايي کوم ښوونځي چې خلاص دي خپلسرى نصاب په کې تدريسيږي او کوم چې تړل شوي په هغه کې خو هېڅ نه شته.
د دواب ولسوالۍ اوسېدونکى ثميراقا وايي، چې د دوى په ولسوالۍ کې ٨٠% ښوونځي تړل شوي ، خو دولت يې تر اوسه هېڅ کوم غم نه دى خوړلى.
دى له دولت څخه غواړي ، چې د دوى په ولسوالۍ کې دې ښوونځي بېرته پرانيزي او د بيارغونې چارې دې په کې ترسره کړي.
ثمير اقا وويل: (( بې کاري هم موجوده ده، ټول ځوانان بې کاره دي، له ميږو او بزو نه به څه جوړ شي.))
د ده په خبره ، چې په نورستان ولايت کې ګڼ شمېر معدنونه موجود دي، چې يو شمېر خلک يې په غير  مسلکي ډول راوباسي که چېرې ياد معدنونو ته يو منظم پلان جوړ شي او په مسلکي ډول پرې کار پيل شي، له يوې خوا به ځوانان په کارونو بوخت شي او له بله پلوه به يې ګټه زياته وي.
له دولت سره يو ځاى شوى وسله وال فخرالدين پژواک ته وويل ، چې د افغان دولت د سولې له پروسې سره يوځاى شوى، خو کومې ژمنې چې د دوى سره شوي ، چې د دوى په سيمه کې به د بيارغونې پروژې پلې کوي ، تر اوسه يواځې وعدې پاتې شوې دي.
نوموړي زياته کړه: (( نه زموږ په ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه تر سره شول او نه هم کوم بل کار وشو.))
دى وايي، چې پخوا به يو شمېر مخالفينو او ګاونډي هېواد دوى ته پېسې ورکولې،  چې د هماغه پېسو له لارې يې د ژوند چارې پر مخ بيولې، مګر اوس افغان دولت دوى ته د کار زمينه نه شي برابرولى او دوى خوشې ګرځي.
ده زياته کړه: (( موږ ته بايد دولت د کار زمينه برابره کړي.))
معيوب ګل حسن وايي، چې په دولتي  دوايرو کې دې دوى ته ونډه ورکړل شي، نوموړى وايي ، چې تر اوسه پورې د نورستان په دولتي ادارو کې هېڅ کوم معيوب ته ونډه نه ده ورکړل شوې.
ګل حسن وويل: ((يواځې يو څو ښوونکي شته چې معيوبين دي او نور په يوې ادارې کې هم نشته.))
د عالي دارالمعليمن د پښتو څانګې محصل حامدالرحمان وايي ، چې په نورستان ولايت کې دارالمعلين يواځې په نوم دى او نور يې نه د درسونو درک شته او نه هم د ازموينو.
نوموړي پژواک ته وويل، چې دولت بايد د نورستان ولايت ته يو پوهنتون منظور کړي او هم دې د استادانو په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي او تکړه استادان دې ورته راولېږي.
ده زياته کړه: (( خېر دى سوپر سکيل معاشونه دې ورکړي کله چې دلته يې فارغين ورکړي بيا دې همدا دلته استادان کړي.))
نوموړى پر مرکزي ادارې غږ کوي ، چې په نورستان کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې دې ډېرې هڅې وکړي، ګنې د نورستان ناامني د خپل ستراتيژيک موقعيت له مخې کولى شي چې ټول هېواد ناامنه کړي.
نورستان د هېواد په شمال ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى ، چې له پاکستان سره اوږده پوله لري.