Location

United States
33° 57' 33.4908" N, 66° 46' 29.6472" E

د انتظار خادم ليکنه
 ارسطو په خپل کتاب سیاست کې سیاست بشپړ تعریف کړى. پیړۍ پخوا یې نه یواځې د سم سیاست انځور کښلی بلکې د ننني سیاست ویرونکي اړخونه یې هم بیان کړي دي. هغه وایي چې سیاست د ټولنیز نظام د چلولو وسیله، د سوله يیز ژوند هیله او له اړودوړ نه د مخنیوي لار ده. هغه زیاتوي چې سیاست د قانون حاکمیت، د انساني حقوقو ساتنه، د مشر او کشر ترمنځ د واک وېش او بلاخره د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کېدو لومړۍ او متداوله هڅه ده.
نوموړی کورنۍ او ټولنه د سیاست اساس بولي او کاږي چې هر سړى له اره سیاسي دی، یا لږ یا ډیر مګر تومنه پکې له پیدایښته پرته وي. دا چې ټولنه، غوښتنې، مجبوریتونه او رنګارنګ حالات یې خیالات، مزل او منزل بدلوي، دا بیله رواني قضیه ده.
د ارسطو د سیاست له فلسفي نه په الهام اخيستنې سړی داسې فکر کوي که هر انسان سیاسي وي نو معنی دا چې د ټولنې ساتونکى او د انساني ارزښتونو پالونکى دى. زما په اند، کله چې د ناپییلي سیاسي درک کمي رامنځته شي نو په خپل سر د ځان پالنې  دوزخي جوش په راپورته کیدو شي. دا وخت لا هم انسان سیاسي طبعیت لري لیکن هدف او د کار طرز یې بدل شي. د نلسن منډیلا په قول، دا چې انسان له ذاته شري نه وي مګر بیا نو شرارت پیل کړي. عداوت پیل کړي او سیاسي ټیکاو له خطر سره مخامخ کړي. کله دا ډول طغیانونه انفرادي او کله ډله يیز وي. کله دا ډول حرکتونه ملي سرمایه قبضوي، ملي ارزښتونه متاثر کوي مګر ټولنې ته یې خطرات په اوږده مهال کې متصور وي مګرډیر کله بیا دا ډول خودغرضي مخ پر مخ د بې ګناه انسانانو په سرونو پښې ایښودل او منزل ته رسیدل وي. د بېلګې په توګه، که وګورو اوسمهال په نړۍ کې د جرمي اقتصاد چې د ناوړه سیاست یوه څانګه ده، ۱۰۲ ډوله جرایم ترسره کیږي. غصب، اداري-مالي-اخلاقي فساد، خپل پالنه او قوم پالنه، سیاسي قیمومیت (پاترونیج)، د قانون خلاف سیاسي معاملې، نشه یي توکي او د انسانانو قاچاق یې څو ګوته په شمېر ډولونه دي. دا ډول غیر قانوني کړنۍ هغه وخت ټولنې ته سرایت کوي چې کله هم ملي سیاسي جوړښت یا د قانون د حاکمیت نه عاجز شي او یا ددې ډول قضیو سره جوړجاړی وشي. په دواړو حالاتو کې ټولنه د انارشۍ لور ته ځي او د سیاست اصول مسخه کیږي.
د سیاست بڼه، مفهوم اوعملي طرز له یوې ټولنې بلې ته او له یوه حالت نه بل ته توپیر کوي ځکه نو په جامد ډول یوې بڼې ته ښه او بلې ته بده نه شو ویلی مګر په ټوله کې د ښه سیاست پایله ټولنیز ټیکاو وي او همدا د ښه او بد سیاست ترمنځ د میزان اله ده. په ټوله معنى امریکایي ولس فدرالي دیموکراسي منلې. هر سړی په بشپړ ډول ازاد او په خپل طرز روان دی. دولت هم د خپل کار سره کار لري، ټکس ټولوي، کورني خدمتونه کوي، بهرني جنګونه کوي، قانون پلی کوي او ولس هم په دې پوهیږې چې له سرې کرښې به نه اوړي. سره له دې چې بعضې امریکایان د سپینې ماڼۍ له بهرنۍ پالیسۍ سره جوړ نه وي مګر په ټوله کې د دولت او ولس تر منځ د سیاست په میکانیزم هوکړه شوې. همدا راز دی چې د امریکا په کورني جوړښت کې سیاست د اصلي مهفوم سره سم تعریف او تطبیق کیږي. دا چې د امریکا سیاسي مانورې د نړیوالو څارونکو، پوهانو او منتقدینو لپاره څومره د منلو وړ دي، جلا بحث دی.
چین، روسیه، کیوبا، ایران او شمالي کوریا پوره او یا نیمه دیکتاتوري سیاسي جوړښتونه دي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دفاع وزیر لدی امله غرغره کړ چی د هیواد د تاریخ په حساسو شیبو کی د ناستې په بهیر کی خوب وړی وو. سره له دې چې زه د سیاست له دې بڼې سره موافق نه یم لیکن کیم جونګ او ولس یې سره په یو لړ موازینو هوکړه کړې ځکه نو ولس خاموش، حامي او دولت ساتونکی او د قانون عملي کوونکی پاتې دی.
په یاد مو وي چې ډیر کله سیاستونه لکه زرع خپل جنس تولیدوي. هغه څنګه وایي چې څه کرې هغه به ریبې. د لیبا خلکو خپل مشر قذافي وواژه، عراقیانو راڼه راڼه کتل او امریکایانو د صدام حسین ژوند واخيست، په ۱۹۸۹ کال کې د پاناما خلکو په خپل لاس مانول نوریګا امریکایانو ته ورکړ، ۱۷ کاله یې په امریکا کې زنداني کړ، د مصر اوسني مشر فتاح السیسي به ژر د محمد مرسي ژوند واخلي. دا چې ولې پورته او داسې نور سلګونه سیاسي بیلګې یو له بله سره فرق لري، دا دهغه مانورو توپیر دی چې مختلفو سیاسیونو تمثیل کړی دی. کله کله سیاسیون په غلطۍ، کله له مستۍ او کله ناکله له مجبوریته سیاست مسخه کړي نو ځکه بیا یا ځاني او یا د حیثیت تاوان ورکوي. دا چې اوسنی نړیوال سیاست څومره د چل او هنر په لومو کې ګیر دی، ژر به خپل نظر له لوستونکو سره شریک کړم.
سیاست زرګرۍ ته ورته کسب دی. دا هم فن دی، هم شوق دی او هم نیم لوینتوب. ځاني غوښتنې له ملي ارمانونو زارول د منلي ساست اساسي اصل دی مګر اسان نه دی. په دې لاره تلل هم زړه غواړي او هم سرښندنه. دا لار له کرکنډیو او خنډیو ډکه ده. په دې لار کې تاوانونه او خفګانونه ډیر او خوندونه لږ وي. سیاست سوداګري (تجارت) نه بلکې د هغه کارګر دندې ته ورته ده چې ډیر کله د سړک پر غاړه ساعتونه انتظار وکړي، کار  ونه مومي، کورته  تش لاس راستون شي مګر سبا سهار وختي بیا د سړک پر غاړه د کارفرما لار څاري. همدا ډول ملي سیاسیون هم خپل خلک لکه د هغوی سیوری څاري، پل یې تعقیبوي، په داسې حال کې چې تر ډیره وخته یې ولس په قدر نه پوهیږي.
کله کله ملي سیاستونه دعوه طلبه، بې مزده کار ته ورته وي مګر فرق یې دا وي چې په سیاسي خدمتونو کې کله کله  نه یواځې څوک شاباس نه درکوي بلکې رټل کیږي. ددې ټول تحلیل پایله داده چې سیاست په اصل کې سوچه، مشروع او منلې دنده ده مګر جرآت، حوصله، پوهه او د تمثیل توان یې څلور پښی دی.
د نن ورځې سیاست د سوچه سیاست مسخه شوی تعریف دی. له ملي ګټو سره بې باکي د هیواد د نامه او له ځاني هویت سره لوبه ده. دا هغه قیمار دی چې هر کله بې له شرمه، زیانه او رسوایۍ بله پایله نه لري.
وروستی دا چې ۲۱ قرن د ځوان کهول د سیاست دور دی مګر بدبختانه په کور دننه بعضې ځان غوښتونکي سیاسي ټیکه داران او بهرني سیاسي قاتلین رانه دا ارزښت تروړي.
د هېواد د سولې او رغښت په هیله.
انتظار خادم په امریکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدریشن سولې سفیر او د غږ د خیریه بنیاد رییس