د انتظار خادم ليکنه
په ۱۹۷۶ او ۱۹۷۷ کلونو کې، هغه وخت چې مجید کلکاني شمال د ترور او مرګونو قبرستان ګرځولی و، ناڅاپه ووژل شو. ورپسې د اریانا الوتکې پیلوټ انعام الحق د کابل په ښار کې بې نومه قاتلانو وواژه. بیا د داوود خان د پلان وزیر خرم د لغمان اوسېدونکي مرجان وواژه. داوود خان هم هم خپل نږدې ملګری شیر اغا له لاسه ورکړ. برسېره پردې، د کابل په قلعه زمان کې هم ۵۰۰ مړي چې په وهلو یې ساګانې ویستل شوې وې، پیدا شول. داوود خان دغه بغرنګ حالت ته په غټو غټو کتل مګر دا چې په دولتي دستګاه کې یې له ۵۰ سلنې زیات د خلق او پرچم استازي وو، د وضعیت سراغ ترې ورک وو. لسګونه کاله پخوا لا نړۍ د افغانستان په قضایاوو کې دخالت پیل کړی مګر دا ګړۍ تر بل هرچا زیات په کابل کې د شوروي سفیر ابلوف چې وروسته یې بیا د پرچمیانو په دولت کې تر بل هر چا زیات صلاحیت درلود، ګوته نیول کېده. شوروي غوښتل ترڅو اوبه خړې کړې او ماهیان ونیسي. دوی غوښتل په دې ډول د افغانستان وضعیت تر هغې کچې خراب کړي چې افغان ولس بل هر ډول اوښتون ته تیار شي او په خپله خوښه ورته لبیک ووایي.
هغه وخت چې میر اکبر خیبر په رڼا ورځ په کابل کې ووژل شو، نو په حقیقت کې ددې د دوزخي اور ننداره پیل شوه . دا وخت د ۱۹۷۷ کال د اپریل ۱۷ نېټه وه.
کله چې ایران ته د داوود خان له سفره وروسته د ایران شاه د افغانستان لپاره دوه ميلیارده ډالره مرسته ومنله، شوروي په پوره دقت افغانستان څاره. داوود خان د مصر، سعودی، کویټ او لیبیا له سفره وروسته سمدستي په هرات کې مهمه وینا وکړه، نه یواځې دا چې پرچمیان یې د هېواد په ورانولو تورن کړل، بلکې له هغه وروسته یې په ډیره تیزۍ له حکومتي دستګاه څخه د خلق او پرچم استازي وویستل. پرچمیان هم کرار پاتې نه شول او د شوروي په مرسته یې داوود خان تورن کړ چې ګواکې بې قید او شرطه لوېدیځ ته نږدې شوی او د هېواد د ملي هویت د خرڅلاو پلان لري.
هغه وخت چې میر اکبر خیبر ووژل شو، نو هر سالم عقل پوهیده چې د شوروي سفیر ابلوف د ببرک کارمل د خوښۍ لپاره نوموړی وواژه، مګر پرچمیانو د کې جي بي په مرسته په داوود خان تور پورې کړ چې میر اکبر خیبر د داوود خان د کينې ښکار شو. هغه مهال چې زرګونه کسانو د خیبر په جنازه او فاتحه کې برخه اخيستله، د داوود خان تر ټولو لویه اشتباه د پرچمیانو د ډراماتیکې نندارې پر وړاندې د سخت غبرګون ښودل وو چې په اور یی د نورو تېلو د اضافه کولو مفهوم درلود.
داوود خان د اپریل په ۲۵ نېټه د خلق-پرچم ګوند ۷ تنه مشران یعنې نور محمد تره کى، ببرک کارمل، ډاکټر شاولي، دستګیر پنجشیرى، عبدالکریم شرعي جوزجانی، ضمیر ساپی، او حفیظ الله امین له هېواد سره د خیانت په تور ونیول او هغه وخت چې داوود خان له خپلې کابینې سره د اپرایل په ۲۷ نېټه د بندیانو د برخلیک په اړه مجلس کاوه، نو اسلم وطنجار لومړى ګوزار پر ارګ او دفاع وزارت وکړ  او نور نو د مرګونو لړۍ پیل شوه. دا په نظام کې د روسانو د ۳۰۰ سلاکارانو د نقش اغېز وو چې داوود خان ناببره راپریوت او د خپلې کورنۍ له ۳۰ غړو سره د مرګ ښکار شو. داوود خان د خپل حکومت په وروستیو کې له پاکستان سره اړیکې نرمې کړې، منځني ختیځ ته یې سفرونه وکړل او داچې په همدغه کال کې د جیمی کارتر په بلنه امریکا ته روان و ، هیڅکله د  روسانو په زړه نه ځایېده نو ځکه یې د حل یواځینۍ لار د نوموړي له منځه وړل لیدل. روسانو دا هرڅه په پوره دقت څارل او شېبه په شېبه د خپل پلان د تطبیق مرحلې ته نږدې کېدل.
د سیاست د علم له مطالعې وروسته د ثور د حادثې په پېښدو کې داوود خان یو لړ غفلتونه ددې باعث شول چی ناڅاپه د مرګ کومې ته پرېوت. غواړم په لنډ ډول ورته اشاره وکړم:
1.      د نظام د استخباراتي ادارې د مامورینو په اړه خورا لږ معلومات درلودل
2.      د امنیتي اوضاع په اړه ناسم معلومات. د حکومت په وروستیو میاشتو کې ټول تخریبي حرکتونه د نوموړي پر ضد مهندسي کېدل مګر داوود خان د هغه وخت په اصطلاح، د اخوانیانو د قیام په انګیزه بوخت ساتل شوی و .
3.      هغه وخت چې یې روسيې ته سفر وکړ نو بې ځایه د احساساتو ښکار شو او د برژنیف سره یې په ډیره څرګنده او عنادي ژبه ټکر راغى. دا لامل شو چی روسانو خپل پلان تر پخوا ډیر چټک کړ.
4.      نوموړی بې حده زیات د هېواد په رغنيزو کارونو بوخت شو او د پردې تر شا قیامونه یې له یاده وتلي و.
5.      بې له دې چې د منځني خیتځ، پاکستان او ایران ملموس ملاتړ تر لاسه کړي، د هېواد دننه او بهر دښمن سره عملآ لاس او ګریوان شو. په یوه وخت کې د پټ او ښکار دښمن ښکار شو.
دا هغه تاریخي شېبې وې چې داوود خان د هېواد د بسیا کولو په فکر کی ډوب وو او دښمن یې د نوموړي د مرګ په فکر کې. داوود خان په پراخه افغاني مینه د وطن بیا رغونې ته ملا تړلې وه مګر د ثور کودتاچيانو یې ارمانونه وتروړل.
کودتاه وشوه، داوود خان ووژل شو، نور محمد تره کى (خلق) جمهور ریيس او د انقلابي شوروي ریيس، ببرک کارمل (پرچم) د جمهور ریيس، صدارت اول او انقلابي شوروي مرستیال، حفیظ الله امین (خلق) د صدراعظم مرسیتال او د بهرنیو چارو وزیر شو. لنډه دا چې ۱۳ وزارتونه خلق او ۸ وزارتونه پرچم ډلې ته ورسېدل مګر لا ورځې تیرې نه وې چې رقابتونه پیل شول.
حفیظ الله امین خپل استاد او د هغه په اصطلاح، د قرن نابغه او د شرق ستوری وواژه. امین درې میاشتې سلطنت وکړ او بیا روسانو د ببرک کارمل په سلا د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۷ نېټه د خپلو ۲۰۰۰ ساتونکو سره له منځه ویوړ. روسانو په افغانستان یرغل وکړ، د امریکایانو، ملګرو ملتونه او نړیوال ایتلاف غوا لنګه شوه او د ویتنام په غچ اخيستلو یې پیل وکړ .
د ۱۹۸۰ کال د جون په ۳ جیمي کارتر د روسیې سره د سالت تړون معطل کړ، د جون په ۷ د امنیت شوروي ۱۳ غړو د روسانو د یرغل تقبیح وکړه، د جون په ۱۴ نېټه د ملګرو ملتونو د ۱۸۰ هېوادونو له منځه ۱۰۴ هېوادونو د روسانو د بېرته وتلو وړاندیز وکړ، د جون په ۱۵ د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له کمپونو لیدنه وکړه، د جون په ۲۱ نېټه د اسلامي هېوادونو کنفرانس دایر شو او د روسانو پر وړاندې د جهاد اعلان وشو، د فبرورۍ په ۳ نېټه اسیایي بانک په افغانستان خپلې مرستې بندې کړې،  او د همدغه کال په نومبر کې د جیمي کارتر ځای ناستی رونالد ریګن ولسمشر شو.نوموړی نه یواځې د شوروي په پرځولو کې لوی نقش ولوباوه بلکې د نجیب دولت یې هم له منځه یوړ.
د ۱۱۰ نه تر ۱۳۰ زرو شوروي عسکرو په هېواد یرغل وکړ مګر د خلق او پرچم د ویجاړیو تر څنګ د جهاد سپیڅلو مشرانوهم د هېواد د عفت لمن وڅیرله. په دې موده کې د افغانستان صنعت، زراعت او دولت له منځه لاړ. که له یوې خوا ۱۴۵۰۰ شورويان ووژل شول او ۹۵ ميلیارده خساره یې ولیدله نو افغانستان ته هم سلګونه ميلیارده ډالره مادي او معنوي تاوانونه ورسېدل او بیا ځل د قرون وسطی زمان ته ولاړ. د روسانو د یرغل او په را وروسته کلونو کې د چرګو له هلګیو نیولې بیا تر انسانه شیان غلا کېدل، د خلکو په سرونو میخونه ټکوهل کېدل، ۱،۵ ميلیونه افغانانو وژل کیدل او د ۵ ميلیونه خلکو کوچیدل د ورځې معمول جوړ شو.
مالي پرنسیپ/احصاییه ښایي چې په یوه ډالر وران شوی ځای ۱۰ ډالرو ته اړتیا لري چې بیا ورغیږي نو ځکه د روسانو ۹۵ میلیارده او د امریکا او عربستان ۶۵ میلیارده ډالر چې د هېواد په ورانولو کې لګیدلي دي، اوس ۱۶۰۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده چې افغانستان پرې ورغیږی. دا چې نه دا ډول امکانات شته او نه هم فرصت، ځکه نو ویلی شو چې له هره اړخه د ثور د کودتاه تاثرات لایتنهایي او نه جیرانېدونکي دي. دا په حقیقت کې د یوه لوی قیامت پیلامه بلل کېدای شی.
نامتو لیکوال محمد ابراهیم عطایي لیکي چې په دې جنګ کې دومره افغانان ووژل شول که جمجمې یې یو له بله سره پیوسته کېښودل شي نو ۵۰۰ کيلو متره واټن به ونیسي. د ایران او عراق په ۱۹۸۰-۱۹۸۸ جنګ کې په ۳۰ ایرانیانو کې یو تن تلف شوی، د شوروي او المان په جنګ کې د هرو ۱۰ نفرو څخه یو تن وژل شوی خو په افغانستان کې په هرو ۵ افغانانو کې یو تن ژور مالي او ځاني تاوان لیدلی. لنډه دا چې د هېواد هره لویشت ځمکه د توپک په مرمۍ او یا د افغان په وینه ګرمه شوې او لمده شوې.
له هغې ورځې وروسته چې خلق او پرچم د شورويانو په مرسته داوودخان د ویرجنې کودتاه په ترڅ کې راوپرځاوه نو سهار او ماښام مو په مړو پیل او پای ته رسیږي. د ۱۹۹۲-۱۹۹۴ کلونو ویر به څوک هیر کړي او تر هغه وروسته د ۲۰۰۱ کال پورې د افلاس او غربت کلونه به مو هم ټول عمر ساه په سلګو وباسي. دا چې د نړۍ د مداخلې لپاره د ثور اوومې نېټې ور پرانيست نو دادی لسګونو غربي هېوادونو هم زموږ په هېواد کې بخت وازمایه او اداري فساد، وژنې او بې پایه جنګ یې په میراث پرېښود.
دا چې د ثور ۷ نېټې بې وزلي کړو، اقتصاد یې رامات کړ، ویې وېشلو، کرایه شوي قاتلان یې راځينې جوړ کړل، د هېواد مینه او افغاني انګیزه یې رانه وتړوله نو ځکه باید اوس  لسګونه لسګونه کلونه د قدرت د وږو انسانانو د دوزخي حرص قیمت اداء کړو.
سره له دې چې د هېواد راتلونکې خوره مبهم او د زورورو په لاس کې پرېوتې دي مګر ځوان نسل یواځې ددې سرطان د درمل توان لري. هیله ده موږ ځوان کهول په پوره هوښیارتیا د تاریخ له پاڼو زده کړو، د راتلونکې په اړه فکر وکړو او د هېواد واګې په لاس کې واخلو.
په پای کې د جنګ کرایه شوي واکدار ته:
نور جنګ بس دی. نوره مې حوصله ختمه ده. نورې مې اوښکې وچې دي. هره کوڅه مو له یتیمانو ډکه ده. په هر کور کې د شهید تت انځور ځوړند دی. اخر ولې؟ په کومه ګناه مې وژنې؟ ایا ته به هم په سینه کې زړه لرې؟ هو. لرې به یې مګر د ظلم، بربریت، او وحشت نه به ډک وي کنه ډیر ژر به دې د بې وزله افغان په وژنه زړه یخ شوی وي. په هر حال، نور زما د تور سرو د زړه زور اوبه شوی او زولۍ درته غوړوي چې نور د خپل هېواد ویجاړولو او د خپل افغان ورور وژلو ته بس ووایه. د ودان افغانستان په هیله
انتظار خادم په امریکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدرېشن د سولې سفیر او د غږ خیریه بنسټ رییس دى
۲۰۱۵ کال، اپریل ۲۵
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندونه کوي