نيمروز  د افغانستان په سوېل لوېديځ کې پروت سرحدي ولايت دى چې په لوېديځ کې له ايران او په سوېل کې له پاکستان سره اوږده پوله لري او ويل کېږي چې نيمروز ولايت ته دغه نوم په منځنيو پېړيو کې ورکړل شوى دى.
 د نيمروز ولايت د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، ددې ولايت ځمکه د جغرافيوي موقعيت او ظاهري بڼې له اړخه د بېلابېلو کاني زېرمو لرونکې ده، خو دده په خبره، څرنګه چې له ١٩٧٣ زېږديز کال راهيسې په دې ولايت کې کومه اکتشافي پروژه يا تفحص نه دى تر سره شوى؛ نو ځکه خو په کره توګه نه شي ويلى چې کوم کانونه ددې ولايت په کومو برخو کې شته دي.
 ددې ولايت د کانونو رييس انجنير شملزي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې څرګنده کړه چې دده او ځينو نورو کاني کارپوهانو د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د مالګې، ډبرو، د قيمتي جواهراتو او حتى د ځينو کارپوهانو په وينا، د ليتيم نښې ليدل شوې دي.
 د نيمروز ولايت د کانونو او پټروليم ادارې مشر څرګنده کړه  چې که څه هم  په دې برخه کې کره معلومات نه شي وړاندې کولى، خو پر دې سربېره هم ويل کېږي چې ددې ولايت په چهار برجک ولسوالۍ کې د مالګې کان شته، ځکه چې له دې سيمې څخه تروې اوبه راوځي.
شملزى همدارنګه باور لري چې ددې ولايت په ځينو برخو کې ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرې شته چې زياتې پېژندنې، تفحص او اکتشاف ته اړتيا لري.
  نوموړي له دې ډلې د ډبرو سکارو او نورو ګران بيه ډبرو يادونه وکړه او په دې باور دى چې دغه ډبرې د نيمروز ولايت په بېلابېلو سيمو کې شته دي.
شملزى خپل ځان د جيولوجي او کانونو  د څانګې لوستى شخص بولي او زياتوي چې ددې ولايت په ځينو سيمو کې روان رېګ او نورې ودانيزې ډبرې او مواد شته  او حتى په ځينو مواردو کې يې خلک خپلسري استخراج او قاچاق ته هم مخه کړې ده.
 ددې ولايت د کانونو رياست له خوا د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د امريکا د جيولوجي ادارې له خوا د افغانستان د کانونو په اړه شوې سروې چې په سوېلي لوېديځو ولايتونو لکه نيمروز، هرات او فراه کې شوي، څرګندوي چې په دې ولايتونو کې د ليتيم عنصر شته دى.
ددې ولايت د کانونو رياست ادعا کوي چې د کانونو او پټروليم وزارت  څخه ددې ولايت د کانونو د څېړنې او کره سروې لپاره د بيا بيا غوښتنې سربېره هم دغه کار تر اوسه نه دى شوى او تر اوسه پورې د  نيمروز د کانونو د څېړنې په موخه کوم پلاوى نه دى ور استول شوى.
 نوموړى حتى د خپلو لومړنيو معلوماتو له مخې په دې نظر دى چې په دې ولايت کې د نفتي توکو او ګازو د زېرمو شتون هم امکان لري.
انجنير شملزى په همدې اساس باور لري چې شايد د نيمروز ولايت غرونه او دښتې غوره کاني زېرمې ولري چې تر اوسه نه دي کشف شوې او اړينه ده چې په دې برخه کې کره تفحص او سروې تر سره شي.