ترينکوټ ( پژواک ٨سلواغه ٩٢) : د اروزګان ولايت دکانونو رياست وايي، چې په دې ولايت کې د ترسره شويو سروې ګانو له مخې، په ډاګه شوې ، چې اروزګان  په پراخه کچه کانونه لري.
د اروزګان ولايت د کانونو رياست مشر احمدجاوېدخپلواک له پژواک خبري اژانس سره ديوې مرکې پرمهال وويل، چې د پخوانيو سروې ګانو پرمهال جوته شوې ده، چې د دې ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د بېلابېلو قيمتي ډبرو ترڅنګ د سرو زرو کانونه هم موجود دي.
خپلواک وايي، چې په اروزګان کې د کانونو ادارې د رامنځته کېدو شاوخوا نهه مياشتې کيږي، له همدې امله ددې ادارې چارواکي په دې لټه کې دي، ترڅو په دې وروستيو کې د نوموړي ولايت د کانونو په برخه کې تازه سروې ترسره کړي.
د نوموړي په وينا، د هغې سروې له مخې، چې د داودخان د واکمنۍ پر مهال په اروزګان ولايت کې ترسره شوې ده، د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې د باخود په غره کې د فلورايټ ډبرو کانونه موجود دي. همداراز د طلا کانونه هم د اروزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې شته ، چې په اړه يې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د خپلواک د معلوماتو له مخې، د لعلي پيازي په نوم د يوډول ډبرو ، لاجوردو، د ډبرو سکرو، ګچ، سپينې خاورې ، سرې خاورې او هاک  کانونه شته دي، چې تردې مهاله يې د سروې او ياهم استخراج په برخه کې کوم پرمختګ نه دى شوى.
د کانونو رييس وايي، چې د دې ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د بلورين په نوم د ډبرو کانونو ترڅنګ  د سرب او مسو کانونه هم  موجود دي، خو دا معلومه نه ده، چې په کومه کچه زېرمې لري.
د نوموړي ولايت دکانونو ادارې د چارواکو په وينا ، په دې وروستيوکې بهرنيانو د خپلو الوتکو په وسيله په اروزګان ولايت کې د کانونو سروې ترسره کړې ده، خو هغه وايي، چې د دې سروې معلومات لاتراوسه د کانونو ادارې ته په واک کې نه دي ورکړل شوي.
سرچينه زياتوي، چې تراوسه داسې کوم فني وسايل او ماشين الات د دوى په لاس کې نشته، چې د کانونو د استخراج او سروې په برخو کې ترې ګټه واخلي .
خپلواک وايي، چې له وزارت  څخه يې په اروزګان ولايت کې د بيا سروې ترسره کيدو په اړه وزارت ته ډير ځله غوښتنې سپارلې دي، ترڅو په نوموړي ولايت کې د کانونو کچه او ساحه معلومه کړي، خو تر دې مهاله وزارت دې پوښتنې ته ځواب نه دى ويلى.
د اروزګان ولايت د کانونو ادارې چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې زيات شمېر شرکتونه او چارواکي شته، چې په خپلسر او غير قانوني توګه غرونه کيندي ، پرته له اجازې او ماليې ورکولو ساختماني ډبرې ليږدوي.
په نوموړي ولايت کې د کانونو رييس وايي، چې ډير ژر به يو ځل بيا په راتلونکي کې د سروې په اړه له وزارت  څخه غوښتنه وکړي، ترڅو په اروزګان کې د ولايت په کچه د کانونو ارزښت او اندازه معلومه کړي.
  وصال