By اباسين زهير Apr 8, 2014 - 15:22 کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٣): مشرانو جرګې د ټاکنو پروسه بريالۍ وبلله او له ټاکنيزو کمېسيونونو يې غوښتنه وکړه، چې په رڼه ډول او د خلکو د رايو پر بنسټ د ټاکنو پايلې اعلان کړي. د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، چې په دغو ټاکنو کې څه باندې ٧ ميليونه تنو برخه واخيسته. د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امنيتي ځواکونو هڅې وستايل شوې. په ياده جرګه کې د پکتيا استازي بازمحمد زرمتي وويل، چې خلکو له امنيتي ستونزو سره، سره په باراني هوا کې په پراخه توګه په ټاکنو کې ګډون وکړ. هغه له ټاکنيزو کمېسيونونو وغوښتل، چې د خلکو رايو ته احترام وکړي او پر بنسټ يې د ټاکنو پايلې اعلان کړي. زرمتي زياته کړه: ((زه له کانديدانو نه هم غوښتنه کوم، هغه کانديد ته احترام وکړي، چې ډېرې رايې وړې دي، له دويم پړاو ټاکنو نه دې تېر شي.)) د افغانستان د اساسي قانون له مخې، که په ټاکنو کې هېڅ کانديد پنځوس سلنه جمع يو رايې پوره نه کړي، دويم پړاو ټاکنې د دوو هغو کانديدانو تر منځ کېږي چې له نورو ډېرې رايې ولري. په تېرو ټاکنو کې چې ټاکل شوې لومړنۍ پايلې يې د غويي په ٤مه او وروستۍ هغه يې د همدې مياشتې په ٢٤مه اعلان شي، د ولسمشرۍ لپاره ٨ تنه او د ولايتي شوراګانو لپاره شاوخوا ٢٦٠٠ تنه کانديد وو. زرمتي دا هم وويل، چې په ځينو سيمو کې په ټاکنو کې درغلۍ شوې خو په هغې کچه نه دي، چې د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. په ياده جرګه کې د کابل استازي نثاراحمد حارس وويل، چې د ټاکنو په ورځ د خلکو پراخ ګډون او امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابيرو نړيوالو ته دا وښوده، چې افغانان د ډيموکراسۍ اصولو ته ژمن دي او امنيتي ځواکونه يې د خپل هېواد د امنيت د ټينګښت توان لري. هغه زياته کړه: ((د ټاکنو په ورځ د امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير د دې لامل شول، چې د خلکو باور هم پر خپلو ځواکونو ډېر شي.)) حارس وويل، چې د ټاکنو د پايلو په اړه بايد وړاندوينې ونه شي، ځکه چې د ټاکنو د پايلو په اړه خلکو ته شکونه پيدا کوي. په ياده جرګه کې د اهل هنودو استازې انارکلي هنريار وويل، چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د افغانستان دښمنانو ته دا وښوده، چې افغانان په ملي پروسو کې سره يو دي. هغې زياته کړه: ((د ټاکنو ورځ د ټولو افغانانو لپاره ملي جشن و.)) هنريار هم له خلکو او نورو بنسټونو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د پايلو په اړه وړاندوينې ونه کړي، ځکه چې دغه وړاندوينې د خلکو ترمنځ ستونزې پيدا کوي. هغې زياته کړه: ((د شکايتونو کمېسيون بايد په سمه توګه شکايتونو ته رسېدنه وکړي او هره پايله، چې ټاکنيزو کمېسيونونو اعلان کړه، هغې ته بايد ټول احترام وکړو او د افغانستان دښمنان وشرموو.)) د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې وکړې او له جرګې يې غوښتنه وکړه، چې رسنۍ او ملي ځواکونه وستايي ځکه چې د ټاکنو په ورځ يې ډېر زيار ايستلى دى. د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه هم وويل، چې له ګڼو ستونزو سره سره په ټاکنو کې د خلکو پراخه ونډه د ستايلو ده. ده وويل، چې امنيتي ځواکونو هم کلک امنيتي تدابير نيولي وو او د ټاکنو کمېسيون هم دغه پروسه په ښه توګه مديريت کړه. هغه له ټاکنيزو کميسيونونو وغوښتل، چې له زماني جدول سره سم د ټاکنو پايلې اعلان کړي