By عزيزالله همدرد Apr 8, 2014 - 18:49 کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې که د دغه وزارت د چارواکو په اړه په ټاکنو کې د لاسوهنې شواهد تر لاسه کړي ، نو په کلکه به يې وڅېړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو يو شمېر مرستيالانو ويلي وو، چې ځينې پوليس د ټاکنو په درغليو کې لاس لري. د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې تر دې مهاله يې په ټاکنو کې د لاسوهنې په شک پنځلس پوليس نيولي او د ټاکنو په پروسه کې د لاسوهنې په تور له ټولو نيول شويو کسانو سره به قانوني چلند وکړي. هغه وويل، د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير او د ملي امنيت يو کارکوونکى، د هغو څلورو کسانو له ډلې څخه دي، چې په ټاکنو کې د درغلۍ په تور نيول شوي او موضوع يې تر څېړنو لاندې ده. هغه زياته کړه، چې د سيداباد له جنايي جرمونو سر د مبارزې مدير له خپلې دندې ګوښه کړاى شوى دى. نوموړي وويل، چې د وري د (١٦ مې) نيټې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنې له هيلو لوړې وې او امنيتي ځواکونه په دې اړه هڅه کوي، چې د ټاکنو تر پايلو پورې د يادې پروسې امنيت په ښه توګه سره وساتي. هغه څرګنده کړه، چې وسله والو مخالفينو د ټاکنو د ګډوډولو په موخه له خپل ټول ځواک څخه کار واخيست، خو بريالي نه شول. د کورنيو چارو وزارت د چارواکو په وينا، د وسله والو مخالفينو د ګواښونو کچه لوړه وه او دوى د هېواد په بېلابېلو برخو کې ١٤٠ بريدونه تر سره کړل، خو د امنيتي ځواکونو له ځواب سره مخ شول، چې په پايله کې يې ٨٩ وسله وال مخالفين ووژل شول. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې ١٦ امنيتي سرتېري او څلور ملکي وګړي هم وژل شوي او له ٤٠ ډېر ملکي وګړي پکې ټپيان شوي دي.