د ټاکنو کمېسيون بايد يواځې د ټاکنو په تخنيکي او لوژيستيکي برخه کې ښکېله وي، موږ بايد له نورو برخو سره کار ونه لرو. دا کمېسيون بايد د مدني زده کړو له ورکولو لرې پاتې شي، ځکه، کوم کارونه اوسمهال چې د مدني زده کړو روزونکي، ټولو خلکو ته وايي ، چې چاته رايه ورکړي. د ټاکنو کمېسيون هم د ولسوالۍ په کچه پر خپل همغږي کوونکي برلاسي نه دي، چې دا يوه لويه ستونزه ده. اوسمهال اړتيا ده، چې په ولسوالۍ کې د چارو همغږي کوونکي تر څارنې لاندې وي. د کمېسيون کوم چارواکي چې اوس د ولسوالۍ په کچه کار کوي، د درغلۍ جرړه په دوى کې ده. ځکه دوى ته واک لرونکي چې د رايې ورکولو مرکزونه چېرته پرانيزي او چېرته نه. په ولسواليو کې د ټاکنو کمېسيون همغږي کوونکي د کانديدانو له خوا په پيسو اخيستل شوي دي. دا همغږي کوونکي وروسته خلکو ته پيسې ورکوي ، چې د هغوى د خوښې کانديد ته رايه ورکړي. حتى نورستاني [د ټاکنو کمېسيون مشر] او امرخېل [ د ټاکنو کمېسيون د دارلانشا رييس] دوى برلاسي نه دي، چې د ټاکنو په بهير کې درغلي وکړي.