د اجمل هوډمن ليکنه
دا څو ورځې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د تابعیت په تذکره کې د (افغان) هویت د نه لیکلو پر سر اعتراضونه را پارېدلي دي. دا ستونزه له هغه وخته پیدا شوه چې په ملي شورا کې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون تر بحث لاندې و، خو له هغې ورځې چې ولسمشر غني یاد قانون لاسلیک کړی او د تذکرو د وېش لړۍ پیلېدونکې ده، مخالفتونو او اعتراضونو لا زور اخیستی دی.
خبره د ملي هویت ده؛ هویت له حقوقي پلوه د هغو ټولو ذاتي او مدني اوصافو مجموعه ده چې د اشخاصو ترمنځ د توپیر معیار جوړوي یا د اشخاصو د توپیر معیار ته هویت ویل کېږي. هویت د شخص ذاتي ځانګړنه یا صفت دی.
همدارنګه ملي هویت د ټولو هغو ذاتي صفاتو مجموعه ده چې د ملتونو ترمنځ د توپیر معیار تشکیلوي.
د یو ملت په توګه زموږ هویت (افغان) دی. زموږ ملي هویت له تاریخي او حقوقي پلوه ثابت دی، ټوله نړۍ موږ د افغان په توګه پېژني، له نورو ملتونو سره زموږ د توپیر معیار افغانیت دی.
د ملي هویت په اړه سیاسي بحث تر حقوقي هغه ډېر مهم دی؛ زه غواړم د موضوع پر حقوقي اړخ خبره وکړم، د یو ملت ګډ تاریخي ارزښتونه او خپلمنځي تعاملات بې له شکه د هغو د هېواد د حقوقي نظام یوه برخه بلل کېږي. د افغانستان نوم او وجودي فلسفه همدا ده چې دې جغرافیې ته ځکه افغانستان ویل کېږي چې د افغان په نوم یو ملت په کې اوسېږي.
زموږ ګډ تاریخ، ارزښتونه او باورونه دي چې پر بنسټ یې موږ افغانان بلل کېږو، افغان زموږ له ذات څخه نه بېلېدونکی هویت دی.
د همدغه ګډ تاریخي باور له امله ده چې له ۱۳۰۱ هجري لمریز کال څخه تر ننه پورې د افغانستان په ټولو (۸) اساسي قوانینو کې زموږ پر افغان ملي هویت تاکید شوی او د ټولو اساسي قوانینو حکم همدا و او دی چې افغان ملت له ټولو هغو افرادو جوړ دی چې د افغانستان د دولت تابعیت ولري.
اوس پوښتنه دا ده چې له حقوقي او قانوني پلوه د تابعیت په تذکره کې د ملي هویت (افغان) لیکل یا نه لیکل څه حکم لري؟
د افغانستان د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د لومړۍ مادې درېیم پاراګراف داسې و چې: ((د افغانستان ملت ټول هغه افراد دي چې د قانون له حکم سره سم د افغانستان تابعیت لري. د دغو افرادو په هر یوه باندې د افغان د کلمې اطلاق کېږي.)) د افغانستان د اوسني اساسي قانون د څلورمې مادې څلورم پاراګراف قاطع حکم کړی چې ((د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي. ))  
د ټولو حقوقي او فقهي مصطلحاتو په کتابونو کې اطلاق د استعمالولو او کارولو په معنا ده؛ یعنې استعمالول او کارول د اطلاق د کلمې قطعي معناوې دي.
لکه څنګه چې اساسي قانون حکم کړی: د افغانستان د ملت پر هر فرد د افغان کلمه اطلاق کېږي؛ یعنې د افغانستان هر تبعه ته د افغان کلمه استعمالېږي یا کارول کېږي. نو چې دا کلمه (افغان) د تابعیت په تذکره کې چې د هر افغان د اصلي هویت او حالت سند دی، ونه لیکل شي، چېرې او څنګه به ورته استعمالېږي؟ تذکره د تابعیت د اثبات سند دی، د هر افغان د تابعیت تثبیت د تذکرې له مخې کېږي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د حقوقي مصطلحاتو قاموس، تذکره هغه قانوني او رسمي سند ته وايي چې د تبعه اصلي هویت او حالت په کې لیکل او توضیح کېږي. بناً د افغانستان دولت مکلف دی چې په ټولو رسمي اسنادو کې د هر افغان لپاره د افغان کلمه استعمال کړي او دا د اساسي قانون حکم دی.
یو بل دلیل چې هېڅوک ترې انکار نه شي کولای هغه دا دی چې د اساسي قانون د څلورمې مادې ټوله محتوا د اتباعو او تابعیت په اړه ده او دا چې په دې ماده کې د افغانستان هر تبعه ته د افغان کلمې په کارولو او استعمالولو تاکید شوی، د تابعیت په تذکره کې د دې کلمې (افغان) لیکل یې لومړنی مصداق دی. البته دا خبره په پاسپورټ او نورو رسمي اسنادو کې هم لازمي ده.
د نفوسو د احوالو د ثبت قانون چې په کوم ډول د ملي شورا له خوا تصویب شوی، د اساسي قانون له څلورمې مادې سره په ښکاره مخالفت کې دی؛ د دغه ډول قانون تصویب د اساسي قانون نقض دی؛ ځکه چې اساسي قانون حکم کوي چې هر افغان ته د افغان کلمه اطلاق کېږي یا استعمالېږي خو د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تابعیت په تذکره کې د افغان کلمې د لیکلو مخه نیولې.
د افغانستان د اساسي قانون درېیمه ماده حکم کوي چې په افغانستان کې هیڅ قانون نه شي نافذیدای چې له اساسي قانون سره په مخالفت کې وي.
دا د ولسمشر کرزي تر ټولو ستره تېروتنه وه چې یاد قانون یې رد نه کړ، ولسمشر غني تر هغه ستره تېروتنه وکړه او دا قانون یې لاسلیک کړ. اوس افغانان د نفوسو د احوالو د ثبت قانون نه مني، بې هویته تذکره نه مني.
د حل لارې:
۱ـ د قانون دا برخه چې په تذکره کې دې د ملي هویت ذکر نه کېږي، له اساسي قانون سره په مخالفت کې ده، حکومت مکلف نه دی چې تطبیق یې کړي. دا د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څار د کمېسیون دنده د ده چې حکومت متوجه کړي.
۲ـ ستره محکمه د اساسي قانون د ۱۲۱مې مادې له مخې له اساسي قانون سره د عادي قوانینو د مطابق او (د هغه قضايي قرار له مخې چې سترې محکمې صادر کړی) تفسیر واک لري. جمهور رییس غني باید دغه قانون سترې محکمې ته د بیا څېړنو لپاره ولېږي. ستره محکمه به قرار صادر کړي چې د قانون دا برخه له اساسي قانون سره په مخالفت کې ده او په څنګ کې به د اساسي قانون د ۴مې مادې تفسیر هم وړاندې کړي.
په دې توګه به د قانون لانجمنه برخه بې اعتباره اعلان شي. جمهور رییس به چې د اساسي قانون پر اجراء یې مراقبت اساسي مکلفیت دی، خپله تېروتنه درک کړي او د خلکو له غوښتنو سره سم دې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تعدیل لپاره ملي شورا ته وړاندې کړي.
پایله :
هغه کسان چې د افغان ملي هویت لپاره مبارزه او هلې ځلې کوي باید ملاتړ یې وشي دا زموږ ټولو افغانانو مسوولیت دی چې په دې برخه کې په احتیاط او اتحاد سره مخکې ولاړ شو. د مدني حرکتونو له لارې پر حکومت باندې فشار راوستل زموږ ټولو مسوولیت دی. هغوی چې له دې موضوع سره برسېرن چلند کوي باید پوه شي چې ملي هویت له ملیت (nationality) یا تابعیت سره نه بېلېدونکی دی. دا د ملي بقا مسئله ده، ملي هویت د ملي دولت اساسي ستنه ده، له ملي هویت سره بې تفاوته چلند له هغو سره مرسته ده چې د افغانستان په بې تاریخه کولو او بې افغان کولو سره د یوه قوي ملي دولت د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
هغه کسان چې په تذکره کې له ملي هویت (افغان) لیکلو سره مخالفت کوي، دې پوښتنې ته هېڅ ځواب نه لري چې تر همدې ننه پورې د هر افغان په تذکره کې افغان ملي هویت (ملیت) لیکل کېده څه دلیل و او يا په کوم اساس به له دې وروسته نه لیکل کېږي؟
د ملت کېدو یا ملت پاتې کېدو تر ټولو مهمه لازمه پر ګډو ارزښتونو باندې عمومي باور دی؛ هغوی چې په تذکره کې د افغان هویت له لیکلو سره مخالفت کوي، پر ملي هویت باندې یې باور له پوښتنې سره مخ دی.
کله چې ولسمشر د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تعدیل لپاره ولېږي، د حل وروستۍ لاره به هغه وخت وړاندې شي چې د ټولو لپاره د منلو وي.