کابل(پژواک٢٣غبرګولى٩٣): اروپايي ټولنه د ولسمشرۍ له نوماندانو او د هغوې له پلويانو غواړي،چې د ټاکنو پروسې ته د درناوي تر څنګ د ګډوډۍ له رامنځته کېدو مخنيوي وکړي او د هر ډول درغلې پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي .
 د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز ميشل ميلبن په يوه پيغام کې ويلي، چې سبا ميلونونه افغانان د خپل ولسمشر د ټاکلو لپاره رايه ورکوي او د لومړي ځل لپاره واک له يو منتخب ولسمشر څخه بل متخب ولسمشر ته ليږدوي.
 ميلبن وايي : (( اروپاېې ټولنه، ټول افغانان هڅوي ترڅوله  خپل قانوني حق څخه په ګتې اخيستو رايه ورکړي، ځکه چې رايه ورکونه ديموکراسي پياوړې کوي .))
 د هغه په وينا، اروپايي ټولنه د ولسمشرۍ له نوماندانو او د هغوې له پلويانو غوښتنه کوي،چې د راې ورکونې او راې شميرنې پروسې ته د  احترام ترڅنګ د ګډوډۍ له رامنځته کېدو څخه مخنيوي وکړي او د هر ډول درغلې پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي .
 هغه وايي،چې اروپاېې ټولنه د ټاکنو خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو شکاياتو له  کميسيون څخه غواړي چې په خپل منځ کې همغږي پياوړي کړي ، ترڅو د ټاکنو پروسې ټولې چارې په سمه توګه پرمخ  ولاړې شي .
 هغه زياته کړې ،چې د اروپايي ټولنې څارونکي د افغانستان د ټاکنو پروسې څخه کلکه څارنه کوي، ترڅو دغه پروسه په رڼه ډول پر مخ ولاړه شي .
 ټاکل شوى د ولسمشرۍ د دوه مخکښو کانديدانو (ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکترعبدالله ) ترمنځ  سبا ( د غبرګولي ٢٤مه ) دويم پړاو ټاکنې ترسره شي.
 
 
 

 

Photo Tags: