کابل (پژواک ٢٢ورى ٩٣) : د پکتيا ولايت يو شمير قومي مشرانو ،دمدني ټولنې غړ او ځوانانو ديوې غونډې په ترڅ کې دټاکنو پر کمېسيون غږ وکړ ،چې دخلکو رايې ته بايد احترام وکړي او درغلي پکې ونشي .
دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي ،چې له څو ورځو راهيسې په يو شمير رسنيو کې راپورونه خپاره شول ،چې دپکتيا په ګډون په يو شمير ولايتونو کې له ټاکنو وروسته داريې اچونې ځينې صندقونه ديوه ځانګړي کانديد په ګټه ډک شوي دي .
ياده غونډه ، چې لسګونه تنو په ګډون درولد ،نن دجمعې په ورځ دګردېزښار په شاهي رسټورانټ کې جوړه شوې وه او يوشمير ويناوالو په ياده موضع خبرې وکړې .