رسنيو د عامه پوهاوي برخه کې مثبت رول لوبولى

 
ګردېز (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د پکتيا ولايت ځينې اوسېدونکي او د ولايتي شورا يو شمېر کانديدان وايي، چې د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې د خلکو د پوهاوي په برخه کې ملي او په ځانګړې توګه سيمه ييزو رسنيو مثبت رول درلود.
دوی وايي، چې په تېرو څو مياشتو کې تر ډېره رسنيو په ټاکنيزو منډو ترړو کې دقيق، بې پرې او پر خپل وخت خبرونه، راپورونه او د عامه پوهاوي په اړه پروګرامونه خپاره کړي دي.
د ګردېز ښار يو اوسېدونکی نورولي وايي، چې په تېرو څو مياشتو کې دوی له تلوېزيوني، چاپي او صوتي رسنيو له لارې د ټاکنو په برخه کې ګټور پروګرامونه ليدلي او اورېدلي دي.
دی وايي، په ځانګړې توګه هغه رسنۍ چې په پکتيا کې دننه فعاليت لري، ډېرې ګټورې تمامې شوي، ځکه چې ډېر خلک ورته لاسرسى لري.
د رسنيو د مثبت رول په اړه يو شمېر کانديدان هم ورته نظر لري او وايي، چې د دوی پروګرامونه يې په ښه ډول منعکس کړي دي.
د پکتيا اوسېدونکي دا هم وايي، چې رسنۍ بايد د عامه پوهاوي تر څنګ د درغليو په مخنيوي کې هم ورته رول ولوبوي.
 په پکتيا کې د مدني ټولنې يو فعال فريدالله احمدزي پژواک ته وويل، چې رسنۍ د درغليو په مخنيوي کې تر ډېره بريده کار کولای شي، د خلکو غږ پورته کوي او تر اړوندو چارواکو يې رسوي.
نوموړی وايي، دا مهال له رسنيو پرته کومه لويه وسيله نشته، چې د درغليو د مخنيوي لامل شي.
په ورته مهال د پکتيا د ولايتي شورا يوه کانديد تاج محمد منګل، چې خپله يې هم څو کاله په رسنيو کې کار کړی وايي، چې د پخوا په پرتله رسنيو په ملي مسايلو کې ښه فعاليت کړی دی.
نوموړی پژواک ته وويل، په تېره يوه مياشت کې يې د دوی ټول پروګرامونه په ښه ډول رپوټ کړي اوخلکو ته يې رسولي دي.
له بلې خوا په پکتيا کې د رسنيواستازي وايي، چې د خلکو د عامه ذهنيت لپاره يې په خپلو رسنيو کې بېلابېل پروګرامونه جوړکړي دي.
د پکتيا پرېس کلب مشر احسان الله مهجور پژواک ته وويل، دوی په خپله راډيو (اوښتون) او نورو رسنيو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې بېلابېل ځانګړي پرګرامونه جوړ کړي دي.
نوموړی وايي، د ټاکنو په تړاو يې د دغه ولايت له خلکو،امنيتي، ولايتي او د ټاکنو کمېسيون له چارواکو سره خبرې او بحثونه کړي دي.
مهجور دا هم وايي، چې په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي او د ښه پوښښ لپاره يې هم پروګرامونه جوړ کړي دي.
دی وايي، چې د ټاکنو د څار او پوښښ لپاره يې د خبريالانو شپږ ډلې چمتو کړي، چې د دغه ولايت بېلابېلو سيمو او هم به د لوګر ولايت تر پوښښ لاندې نيسي.
له بلې خوا په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې رسنيو د خلکو په عامه پوهاوي کې زيات رول لوبولی دی.
د ياد رياست د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي پژواک ته وويل، په تېرو ټاکنو کې به دوی رسنيو ته د ټاکنو په برخه کې معلومات ورکول، چې د خلکو ذهنونه روښانه کړي.
دی وايي، د سږ کال په ټاکنو کې رسنۍ خپله لېوالتيا لري، چې د ټاکنو په بهير کې خلکو ته معلومات ورکړي او په دې برخه کې بېلابېل پروګرامونه په لار واچوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.