4 campaigners of a candidate killed in Paktia

 
ګردېز (پژواک ١١ ورى ٩٣): د پکتيا ولايت چارواکي وايي، چې په ګردېز کې د سړک غاړې د ماين چاودنې څلور تنه وژلي دي.
چارواکي وايي، وژل شوي د ولايتي شورا د کانديد فضل الحق جيلان د کمپاين کارکوونکي او يو يې ورور دی.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د وري په ١١مه پژواک ته وويل، چې ياده پېښه نن ورځ شاوخوا لس بجې د ګردېز اړوند د شيخانو په سيمه کې رامنځته شوه.
نوموړی هم وايي، په يادو څلورو کسانو کې يو د ولايتي شورا د کانديد فضل الحق جيلان ورور دی، چې له يادې سيمې پر يوه موټرسايکل ښار ته روان وو.
د ولايتي شورا کانديد فضل الحق جيلان دغه پېښه غندي او له وسله والو غواړي، چې د ټاکنو په شپو ورځو کې له دې ډول کارونو لاس واخلي.
نوموړي پژواک ته وويل، چې وژل شوي کسان يې د ټاکنو کمېسيون ته د ناظرينو په توګه ور پېژندلي وو څو ياد کمېسيون ته د کارت اخيستو په موخه ورشي خو په لاره کې پرې چاودنه وشوه.
نوموړی پر امنيتي چارواکو ټينګار کوي، چې د ټاکنو پر مهال يې د کارکوونکو امنيت وساتي.
د ټاکنيزو مبارزو له پيله راهيسي په پکتيا کې دا لومړۍ پېښه ده، چې رامنځته کېږي او د يوه کانديد کارکوونکي وژل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا نن په سرپل ولايت کې د ولايتي شورا يو کانديد د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.