په پکتيا کې د ټاکنو اويا مرکزونه تړل کېږي

 
ګردېز (پژواک ٣١ وږى ٩٢): په پکتيا ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر چارواکي وايي، چې په يو شمېر ولسواليو کې د امنيت د نه شتون له امله د رايې اچونې ۷۰ مرکزونه تړلي پاته کېږي.
په پکتيا د ټاکنو کمېسيون د دفتر مشر امير حمزه احمدزي وويل، د دغه ولايت په شپږو ولسواليو وزي ځدراڼ، ګرده څېړۍ، شواک، جاني خېل، څمکني او زرمت ولسواليو کې د نا امنيو له امله  ۷۰ مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي پاتې کېږي چې ټول ۲۸۰ د رايې ورکولو محلونه کېږي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې څو مياشتې د مخه يې امنيتي ادارو ته  د رايې مرکزونو د امنيت په موخه لېست ورکړی و، خو وروسته يادوادارو ورته اويا مرکزونه په نښته کړي وو، چې امنيت يې نه شي ساتل کېداى.
حمزه احمدزی د دغو مرکزونو تړل کېدا د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې زيات شمېر خلک به له رايې ورکولو بې برخې شي.
د پکتيا اوسېدونکي هم په دومره زيات شمېر کې د مرکزونو تړل کېدل د ټاکنو په ترسره کېدو کې يوه غټه تشه بولي او وايي، چې د خلکو پر مخ د مرکزونو تړل کېدل به ټاکنې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.
 د زرمت ولسوالۍ  اوسېدونکی عبدالحکيم وايي، د دغو مرکزونو په تړل کېدو سره زرګونه خلک له رايې اچولو بې برخې کېږي.
هغه له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د مرکزونو امنيت خوندي کړي تر څو خلکو ته د پراخ ګډون زمينه برابره شي.
 د پکتيا امنيتي چارواکي بيا وايي، ياد مرکزونه به تړلي نه پاتې کېږي بلکې د امنيت د نيول کېدو لپاره يې پلان جوړېږي تر څو ټاکنې په ښه ډول ترسره شي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي، دا هغه مرکزونه دي چې اوس مهال تر تهديد لاندې دي، چې په وينا يې په دغو مرکزونو کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره امنيتي ځواکونه په ګډه کار کوي.
د پکتيا د اوسېدونکو په وينا، که په نا امنو سيمو کې ټول ټاکنو ته زمينه برابره نه شي نو زرګونه خلک به له رايه ورکولو محروم پاتې او د ټاکونو روڼوالی له پوښتنې سره مخ شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.