6 bullet-riddled bodies found in Paktia

 
ګردېز (پژواک ٥ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې پر ډزو وژل شوي د شپږو تنو مړي موندل شوي دي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالحى سهي د وږي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان د زرمت په ګلدادخېلو سيمه کې وژل شوي دي.
نوموړى زياتوي، تر اوسه نه ده معلومه،چې دغه کسان څه وخت تښتول شوي وو او په کوم تور وژل شوي دي.
دى زياتوي، چې وژل شوي څلور تنه د لوګر، يو د کابل او يو يې د پکتيا اوسېدونکي وو.
د سرې مياشتي يو کارکوونکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مړي سرې مياشتې ګردېز ته را ولېږدول.
د سرچينې په وينا، وژل شوي ټول ځوانان دي، چې تړلي لاسونه د شا له خوا پر ډزو وژل شوي دي.
دا په داسې حال ده، چې تېره شپه د هرات په ګلران ولسوالۍ کې هم د ملي پيوستون شپږ کار کوونکي وسله والو وژلي دي.
په پکتيا کې د وژل شوو په اړه تر اوسه د دولت مخالفينو څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.